Homeخبرونهد افغانستان لپاره د هند لس زره ټنه مرسته چابهار ته ورسېده

د افغانستان لپاره د هند لس زره ټنه مرسته چابهار ته ورسېده

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: په تهران کې دهند سفارت وايي، افغانستان لپاره د ۱۰ زره ټنه غنمو مرسته چابهارته ورسېده.

په ایران کې د هند سفارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، د لس زره او ۲۴ټنه غنمو دا مرسته په ۴۳۵ کانټینرو کې چاه بهارته یوې بېړۍ رسولې ده چې په څو ورځو کې به افغانستان ته ورسېږي.

هند له افغانستان سره په اوسنیو شرایطو کې د ۷۵زره ټنه غنمو د مرستې اعلان کړی دی چې له دې جملې ۵۰۲۲ ټنه غنم کابل ته د ثور په لومړۍ نېټه تر اوسه رسېدلي دي او پاتې نور به یې راتلونکو دوه میاشتوکې راورسول شي.

هند تر دې وړاندې دکورونا ناروغانو د درملنې لپاره هم افغانستان ته ۱۰۰ زره پاراسټامول او ۵۰۰ زره هایدروکسي کلوروکین ټابلیټ رالېږلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...