Homeخبرونهد پاکستان مشرانو جرګې په لومړي ځل د افغانستان د ترهګریزو پېښو...

د پاکستان مشرانو جرګې په لومړي ځل د افغانستان د ترهګریزو پېښو قربانیانو ته دعا وکړه

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: د پاکستان په سنا مجلس کې په نادر ډول او لومړي ځل د افغانستان د وروستیو ترهګریزو پېښو قربانیانو فاتحه واخیستل شوه.

د دغه هیواد سناتور مشتاق احمد نن د پاکستان د مشرانو جرګې په غونډه کې له ټولو همکارانو وغوښتل چې د ننګرهار ولایت په یوه جنازه او د کابل په یو ولادي روغتون د وسله والو بریدونو قربانیانو ته دعایه مراسم ونیول شي.

د فاتحې د مراسمو مشري نن د دغه هیواد د مشرانو جرګې درئیس محمد صادق سنجرانی لخوا ترسره شوه.

پاکستان هغه هیواد دی چې له سنا مجلس او پارلمان څخه یې تل د کشمیر په بدل کې د افغانستان د سوځولو غږونه پورته شوي دي.

2 COMMENTS

  1. دا نو څه خبره ده، دوی د خوشالۍ له امله دغه دوعا نیولي، ځکه دا د دوی کار دی چې د افغان دولت او نظام په وړاندې یې ترسره کوي، هم مو وژني هم راته فاتحه نیسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...