سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونههېواد کې له کورونا روغ شوي ۶۹۱ او ناروغان یې ۵۶۳۹ تنه...

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۶۹۱ او ناروغان یې ۵۶۳۹ تنه شول

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو۲۴ ساعتونو کې د تول هېواد په کچه د کورونا ویروس ۴۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دا تر اوسه په یوه ورځ کې تر ټول ثبت شوي ارقام دي.

وزارت وايي، دا د ۱۳۹۸ کال د حوت له پنځمې راهیسې چې افغانستان ته کورونا راداخله شوې ده، تر ټولو لوړه شمېره ده.
د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل کې د کورونا ۱۸۸ مثبتط پېښې ثبت شوې دي.

همدا راز په غزني کې ۳۵، په کندهار کې ۳۴، په ننګرهار کې ۳۰، په بغلان کې ۲۵، په بلخ کې ۲۴، په سمنګانکې ۲۰، په پکتیا کې ۱۵، په میدان وردګ کې ۹، په لوګر۹، په سرپل، لغمان او نیمروز کې پنځه پنځه، په پکتیکا کې څلور، په زابل کې ۳، په پنجشېر کې ۲، په خوست او فاریاب کې یوه یوه د کورونا مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۵ زره ۶۳۹ ته لوړشویدی.

همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې له کورونا څخه۴ کسان مړه شوي دي چې ټول شمېر یې ۱۳۶ ته ورسېد خو ۴۳ تنه روغ شوي دي چې ټول شمېر یې ۶۹۱ تنه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب