دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمقالېاداري ارزښتونه | محمدامين علمي

اداري ارزښتونه | محمدامين علمي

په ډېری ټولنو، بنسټونو، توليدي شرکتونو، کمپنيو او په ټوله کې د ادارو د نوښت، موخې ته د ځان رسولو، د چارو د تنظيم، اداري وېش او لاسته راوړنو د معيارونو د خپلولو چارې مستقيما په افرادو پورې تړاو پيدا کوي، چې څنګه او په څه ډول يوه اداره رهبري او د پرمختګ لوړو پوړيو ته يې ورسوي.

اصلا اړتيا نه شته چې په يو ځای کې له معرفت او کار کولو وروسته سم د لاسه او يا هم په لږ ځنډ د پخواني هغه بد ګڼې، د ضعف ټکي، ټيټې او جګې په ګوته يا هم بيان کړل شي. چې ګواکې پدې ډول کړنو سره به ځان د خلکو او همکارانو په منځ کې رهبر معرفي کړو او يا به په يو نه يو ډول د رهبر کاذب او خندوونکی تمثيل وکولای شو، بلکه موږ اړ يو چې په اداره کې د روان بحران د کابو کولو او د حل لپاره له هماغې لومړی شېبې لاس په کار او کوټلي ګامونه واخلو، تر څو په نوموړې اداره او بنسټ کې د پام وړ بدلون راولو.

له نوي راتګ او معرفت سره سم زموږ ډېری وخت په همدې ناندريو، کيسو، چل او فرېب تېر شي، چې وروسته پخپله په همدې عاقبت اخته او بل ځای ناستی زموږ هغه څه بيانوي او له ټولنې سره يې شريکوي، چې پورته يې په مفصل ډول يادونه شوې ده. زموږ ډېری کارونه له همدې کبله نيمګړي، کم رنګه، شاته پاتې، له خنډ، ځنډ او له يو لړ ستونزو سره مخ وي. د بل او د هر هغه کس له نيمګړتياوو، ناسمو کړنو ته که څه هم تاسو د ناورين په سترګه ګوری؛ نو له بلې زاويې ناورين په خپل ذات کې له دوو نورو نويو پديدو جوړ دی، چې يوې برخې ته يې فرصت او بلې ته يې خطر ويل کېږي.

که څه هم هغه بل کس ستاسو په اند ستر ناورين رامنځته کړی، اداري او مديريتي کړنې يې په تول پوره نه دي، کلونه مزل يې بې له کومې لاسته راوړنې تېر کړی، اداري ارزښتونه يې په ټولو برخو کې له ننګونو سره مخامخ کړي دي، ښه به دا وي چې د نوموړي ناورين دويمه برخه لکه څنګه يې چې پورته يادونه شوې ده تاسو هم په فرصت بدله کړئ او ځان تر وروستي بريده وننګوئ، لاسته راوړنې پکې ولرئ، بريا ته ځان پرې باندې ورسوئ، خطرونه ومنئ، د خلکو او راتلوونکو هغو په منځ کې د ايډيال جوړولو ته لار هواره کړئ، رېسک ومنئ، مسؤليت احساس کړئ، نوي څه وپنځوئ، د امرانه څه کولو پرځای دوستانه کړنو ته کار ووايئ! نوښتونه رامنځته کړئ! احساسات په خپل کابو کې وساتئ! تاسو د شهکارونو په رامنځته کولو کې کوښښ وکړئ! تاسو د راتلوونکي نسل او راتلوونکي بل ځای ناستي لپاره نويزونه په پام کې ونيسئ! ځوان کهول ته د الګو کېدلو رهبري او مشري خپله کړئ! ټولنيزې ودې ته له نورو سره يو ځای راوړاندې شئ! خپل کار ته کار ووايئ او بلااخره په واقعي مانا ټول منلي او واحد قوي اصل رامنځته کړئ!

د ښه، وړ او پرځای رهبر او مدير ځانګړنې تاسو رامنځته کړئ، بويه چې راتلوونکی نسل او ځای ناستی به درباندې ووياړي، کړنې به مو په ښه نوم يادې کړي، تل به يې خوله ستاسو په مدحه او د کارنامو په روښانه کولو کې تېرې شي، د نېک احساس پاللو او د نېک نوم په يادولو به يې ستاسو حق په سمه مانا ادا کړی وي. اداري کړنې ډېری وخت همدا تېر کس له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي، بلکه د يو بل چا په لمسون، لارښوونه، ناسالم مديريت، پر وخت د چارو د نه اجرا له کبله نوموړې اداره له ننګونو سره مخ کېږي او په اړونده برخه کې بې ثباتي رامنځته کېږي، چې پايله يې بيا د وروسته پاتې کېدلو، د ډول ډول ستونزو د ايجادولو، په اداري او د مشري په امورو کې پاتې والی او ګڼ نور موارد دي چې د نوموړې برخې مسؤل کس او افراد يې بيا څوک په ښه نوم نه يادوي. هوکې! که بيا هم اړتيا وه او د پخواني کس په اړه چا درڅخه وپوښتل، سمې کړنې يې په سمه مانا او په ټول امانت بيان او ناسمې يې چې څنګه لازم بولې بيان او له بې اساسو بې بنسټو يادونو او زياتونو پکې ډډه وکړئ.


د لیکوال په اړه:

محمدامین علمي په اقتصاد کې له پېښور پوهنتون څخه لیسانس اخیستی او ماستري یې د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې کړې ده.

ښاغلي علمي د پکتیا د زم زم  د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس او استاد په توګه دنده ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب