سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې موټر بم چاودنې ۵ ملکیان وژلي، ۱۵ ملکیان او ۵...

پکتیا کې موټر بم چاودنې ۵ ملکیان وژلي، ۱۵ ملکیان او ۵ پوځیان ژوبل دي

تانذ، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې موټر بم چاودنه شوې چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین وايي، چاودنه نن پنجشنبه د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه شوې چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د ښاغلي آرین په خبره دې سیمه کې د ملکي کسانو ګنه ګوڼه زیاته وي، خو وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات لاهم نه شته.

کورنیو چارو وزارت وايي، برید د طیبې لشکر او حقاني شبکې له لوري ترسره شوی دی.
بلخوا ملي دفاع وزارت تاند ته استولې خبرپاڼه کې وایيے دغه برید نن سهار د قول اردو دروازه کې شوی چې ۵ ملکیان په کې وژل شوي، ۱۵ نور ملکیان او ۵ پوځیان پکې ژوبل دي.

د طالبانو په ګډون تر اوسه پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی منلی.

دا په تېرو دې ورځو کې هېواد کې دریم خونړی برید شمېرل کېږي چې ترسره کېږي، دوې ورځې مخکې کابل او ننګرهار ولایتونو کې هم پر خلکو خونړي بریدونه ترشره شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب