شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهټرمپ: د افغانستان حکومت دې ځان خپله وساتي، موږ هلته جګړه نه...

ټرمپ: د افغانستان حکومت دې ځان خپله وساتي، موږ هلته جګړه نه کوو

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې جګړه نه کوي بلکې اوس یې هم ډیر پوځیان له دغه هېواده را ویستلي دي.

ټرمپ دا څرګندونې د هغې مرکې په یوه برخه کې کړي، چې د میرج نیوز اسټرالیايي ویب سایټ لخوا نشر شوې ده.

د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د کابل وروستي بریدونه او چاودنې به د سولې پروسه ناکامۍ سره مخ نه کړي؟

ټرمپ ویلي: ((موږ افغانستان کې ډیر وخت تیر کړ، جګړې مو وکړې، لیکن موږ تردې زیات هلته نه پاتې کیږو او نه هم جګړه کوو، همدا اوس موږ له افغانستان ډیر پوځیان را ویستلي دي.)

نوموړی زیاتوي، له شک پرته چې امریکا په نړۍ کې لوی پوځي ځواک دی؛ خو نشي کولای چې هلته د پولیسو دنده ترسره کړي بلکې په وینا یې دومره خو باید د هغه ځای حکومت هم د خپل ځان د ساتلو لپاره وکړي.

ټرمپ ویلي، اوس ددې وخت رارسیدلی چې زموږ پوځیان خپل هېواد ته راستانه شي او د پولیسو دنده باید افغان حکومت ته پرېښودل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې مهال په افغانستان کې د جګړې نه کولو او له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ایستلو ټینګار کوي، چې وړمه شپه ولسمشر غني د کابل، ننګرهار او لغمان وروستیو بریدونو په غبرګون کې د طالبانو پرضد د تهاجمي عملیاتو بیا پیلولو اعلان وکړ

3 COMMENTS

  1. مونږ په افغان قهرمان پوځ او پولیسو ویاړو۰ افغانانو تل له خپل هیواد ساتنه کړی او کوی یی۰
    تل دی وی افغان ولس مننه

  2. مونږ امریکی ته وایو ، ته څه له پاره افغانستان ته تللی وې او کومه لاسته راوړنه لری ؟ ښه به دا وي چی خپلی مرداری پښی له ګران افغانستان نه وباسئ او د خپلو شومو او غیر انساني اهدافو لپاره لاس وهنه بنده کړی او پری دی چی افغانان په سوله او ارامۍ کی ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب