جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهواشنګټن ټایمز: د سولې په روانه کړې تګلار د امریکا همداسې پاتېدل...

واشنګټن ټایمز: د سولې په روانه کړې تګلار د امریکا همداسې پاتېدل احمقانه دي

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې دوه ورځې وړاندې د کابل پر یو ولادي روغتون برید په لنډه راتلونکې کې د ټرمپ د ادارې د سولې ټولو هڅو باندې خاورې اړولې دي.

ورځپاڼه وايي، دغه برید چې د سه شنبې په ورځې ۲۴کسان په کې ووژل شول او ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ نورپه کې ژوبل شول، د سولې هیلې یې صفر ته نږدې کړې دي او افغان حکومت یې اړ کړی دی چې د جګړې اعلان وکړي.

ورځپاڼه د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب له قوله وايي، د مذاکراتو پر وړاندې لاره تنګه شوې ده او طالبانو د اوربند پرلپسې غوښتنې رد کړې دي.
راپور وايي، که څه هم د کابل د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو داعش ډلې په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو برید کې ۳۲ ملکیان وژلي او نږدې ۷۰ تنه نور یې ژوبل کړي دي.

واشنګټن ټایمز دغو بریدونو ته په اشاره وايي، چې له دې کبله د امریکا په مشرۍ د اورکم یا اوربند کوچنۍ هیله هم له منځه تللې ده.
راپور وايي، طالبانو که دا بریدونه نه دي منلي خو د هوکړې له لاسلیک وروسته یې د افغان حکومت د شمېرو له مخې بریدونه زیات کړي دي.

ورځپانه د تحلیلګرانو له قوله وايي، چې امریکا ته په داسې حالاتو کې پر خپله روانه کړې پالیسۍ ولاړ پاتې کېدل، احمقانه کاردی.
ورځپاڼې د ځینو نورو شنونکو له قوله ویلي، چې امریکا ته په کار ده چې په داسې حالاتو کې له خروج وړاندې طالبان په واک کې شریکېدو ته اړ کړي.

2 COMMENTS

  1. یو شان دروغ۰ لکه څنګه چه پاکستانی فوجیان د ترورستانو د اکمالاتی او تجهیزی چاری پرمخ وړی مګر په سیاسی
    شکل د دی عمل انکار کوی۰
    داسی طالیبی جنایت کاران هم د خپلو جنایتونو حخه انکار کوی او امریکایی سیاست وال هم د طالیب په ژبه څرګندونی کوی لکه پمپیو او خلیلزاد۰
    دطالیبانو اخری جنایتونو یوازی افغانان نه بلکه ټوله نړی راوشوروله۰ نړی وپوهیده چه د امریکا سوله یوه ډرامه ده او بس۰
    افغان مظلومو ورونو امریکایی او روسی چارواکی یو رنګه د پاکستان په ژبه ګړیږی ځان پوه کړی
    څه چه لاروف او کابلوف وایی هغی ته ورته څرکندونی پمپیو او خلیل زاد هم کوی
    ګل سوری سوری کړو د اغزو نه څه ګیله ده منننننننننننننننننننننننننننننه

  2. ښاغلی ډونالډ ټرمپه ! خپل عسکر په مهربانۍ سره د افغانستان نه وباسه ، تر څو زمونږ حکومت لا خپلواکه او خپل سرې پریکړې وکړي، ځکه چې دم ګړۍ تاسې زمونږ په حکومت فشار واردوۍ، او د یو منحوس دښمن ته مو سر ټیټوې کوم چې نه انسانیت پیژني، نه سوله نه هیواد او نه دولس خاطر کوي .
    مونږ په خپلو امنیتو ځواکونو باور لرو، مونږ غښتلي یو، چې تاسې ووځئ ، نو مونږ به لا پرمختګ وکړو، خو دا خبره مه کوئ ، چې که طالیب سره داسې او هغسې ونه کړئ ، نو زه به یو میلیار ډالر وګرځوم ، ځکه چې ته زمونږه ارادې ، زمونږ خپلواکي او زمونږه قربانۍ ، زمونږ ځوانه ولسواکي خاورې کوې ..
    آیا د ایران نه عبرت نه اخلې، چې یو بل اخوندي رژیم ورسره په څنګ کې جوړوي، د دې خبرې څه ګارنټي شته ، چې هم دا اخوندي رژیم بیا د چین ایران او پاکستان په خوښه دا سیمه په تا نوره هم جهنم کړي ، او تل پاتې موخې درله له منځه یوسي ، او یو بل سرخوږې درته جوړ شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب