چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهطالبانو ۱۵ نور حکومتي بندیان هم خوشې کړل

طالبانو ۱۵ نور حکومتي بندیان هم خوشې کړل

تاند، پنجشنبه، د ثور ۲۵مه: طالبانو ویلي چې د افغان حکومت ۱۵ نور بندیانیې هم تېره ورځ په جوزجان ولایت کې له خپلو شکنجه خونو څخه ازاد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا ۱۵ بندیان ۱۲مه ډله ده چې د طالبانو لخوا خوشې کېږي او په وینایې چې تر دې وړاندې په۱۱ پړاوونو کې د دوی لخوا ۲۶۱ حکومتي بندیان په کندهار، لغمان، کندوز، هرات، بادغیس او فاریاب کې ازاد شوي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امنیت شورا وویل، طالبانو تراوسه ۱۷۱ بندیان خوشې کړي دي چې یوازې ۱۰۵ تنه په کې نظامیان او پاتې نور یې ملکیان دي.

حکومتي لوری ادعا کوي چې دوی په ۱۲ پړاوونوکې زر تنه طالبان ازاد کړي دي چې طالبانو یې باید په مقابل کې ۲۰۰ افغان بندیان خوشې کړي وای، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

د امنیت شورا ګواښ کړی دی که طالبان د بندیانوخوشې کولو لړۍ چټکه نه کړي نو دوی به هم دا لړۍ ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب