جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+یو بام او دوه هوا / عبدالوکیل سوله مل 

یو بام او دوه هوا / عبدالوکیل سوله مل 

تاج بي بي په دیوال کې را ځړوندې څادرۍ ته وکتل، ورغله په مخ یې را خوره کړه، راغله، هیندارې ته ودرېده، خندا ونیوه، خو خندا یې ناببره په غوسه واوښته. لکه مرغۍ چې په جال کې راګیره شي، څادري یې له ځانه وویسته، لرې یې وغورځوله، لاړه اوږد تور ځړوکی یې را پورته کړ، په ځړوکي کې یې نه یوازې ځان را ونغاړل، درې کلنې لور سیما ته یې هم لویه لوپټه ور واغوسته، له لاسه یې را ونیوه، چې نږدې لوی پارک ته یې له ځانه سره چکر ته بوزي، خو دروازې ته لا رسېدلي نه وو چې د مور یې ور پام شو. له شا یې پرې غږ کړ: 

– تاج بي بي چېرته له خیره؟ 

تاج بي بي مخ ور واړوه: 

– پارک ته ځو مورې!

مور یې له ځایه را پاڅېده، د دوی په لور یې څو قدمه واخیستل، بېرته ودرېده. په هېښتیا یې وپوښتل:

– پارک ته او هغه هم یوازې؟ 

د تاج بي بي تندی ګونځې شو، لاسونه یې پورته واچول، په قهر یې وویل: 

– نو اوس مې مېړه څنګه له قبره را پورته کړم؟ 

مور یې خواته نږدې راغله، کوچنۍ سیما یې په غېږ کې ونیوه: 

– لورې زه ستا د ښو وایم، مکتب ته او معلمۍ ته دې څوک نه پرېږدي، نو پارک ته به دې څنګه پرېږدي؟ 

تاج بي بي د کوچنۍ سیما پر سر لاس راکښو، د مور په اندېښنه کې یې ځان شریک وباله ویې ویل: 

– پوهېږم مورې که کور زندان دی له کوره بېرون ښار او کوڅې هم په سپیو ډکې دي او هر ځای خوله در اچوي. 

مور یې وخندل: 

– نو په سپیو ځان داړې که څنګه؟ 

تاج بي بي سیما ته لاس ونیو:

– نه مورې، د ځان غم نه یم وړې، د سیما غم ژاړم. دا یې شپږمه میاشت ده چې نه تا چېرته بوتله او نه بابا. 

مور یې بې ځوابه شوه، لمسۍ یې په غېږ کې کلکه ونیوه، په مخ یې ښکل کړه: 

– ځئ خدای دې پرده وکړه. 

تاج بي بي له کوره راووته، پارک ته راورسېده، د پارک د دروازې مخ کې ودرېده، خو لا یې په دروازه قدم نه و اېښی چې ټوپک وال یې مخ ته ودرېد: 

– اې چېرته ځې؟ 

تاج بي بي مخ ور واړوه، د پارک لور ته یې وکتل، لکه دعوه چې له دې ټوپک‌وال سره را واخلي، په لوړ آواز یې ور غبرګه کړه:

– نه ګورې چې چېرته ځم، خو پارک ته ځم کنه.

ټوپک وال اوږې وښورولې، ټوپک یې له یو لاس څخه بل لاس ته راواړوه، د پارک لور ته یې وکتل: 

– دا ځای ستا لپاره نه دی. 

تاج بي بي له ځانه سره وبنګېده: دا زما لپاره نه دی. بیا یې په لوړ آواز ټوپک وال وپوښت: 

– نو زما ځای کوم دی؟ 

ټوپک وال لکه کوم لوی ګنهګار ته چې ملا د شریعت حکم اعلانوي، په لوړ آواز یې وویل:

– ستا ځای دوزخ دی. 

تاج بي بي لکه د قاضي پر وړاندې چې د محکمې په تالار کې ولاړه وي او د قاضي پوښتنې بې له هر ډول وېرې ځوابوي، ټوپک‌وال وننګاوه:

– د دوزخ لار درمعلومه ده؟ 

ټوپک وال  لکه نښه چې ولي، خپل ټوپک لیرې هدیرې ته ونیو، ستا ځای هغلته دی. 

د تاج بي بي تندی ګونځې شو، سترګې یې بقې راووتې:

– نو هغه خو هدیره ده، هغه خو د مړو ځای دی! 

ټوپک‌وال په خپله خبره کلک ودرېد، د ښځې په باب یې ټول قبیلوي اوشرعي اورېدلي روایتونه په ذهن کې را ژوندي شول: 

– ولې تا نه دي اورېدلي چې ښځه یا په کور او یا په ګور؟ 

تاج بي بي ځان باینلود: 

– خو زه له تا هغه لار غواړم چې دوزخ ته تللې ده. 

او بیا غلې شوه. 

ټوپک وال برګې سترګې ونیوې، دې وخندل، سر یې وښوراوه: 

– زه رښتیا وایم، دا د برزخ موده مو ډېره اوږده نشوه څه؟ 

ټوپک وال بیا د هدیرې لور ته سترګې ونیوې:

– بس چې قبر ته لاړه شې پخپله هغې لار ته سیخېږې. 

تاج بي بي وپوښتل: 

– کومې لارې ته؟ 

– د دوزخ لارې ته. 

تاج بي بي لکه باران وهلې مرغۍ اوږې وښورولې: 

– نو دوزخ ته خو ګنهګاران ورځي، ما نو څه ګناه کړې ده؟ 

ټوپک‌وال لاسونه وښورول: 

– ولې دا ګناه نه ده چې مخ لوڅې او بې محرمه له کوره راوتلې یې؟  

د تاج بي بي په سترګو کې اوښکې راماتې شوې: 

– د خدای بنده، خو زه چې کونډه یم؟ 

ټوپک‌وال ټوپک اوږې ته پورته کړ، شیطاني خندا یې په شونډو وځلېده: 

 خو لاړه شه مېړه وکړه چې حیا دې خوندي شي. 

تاج بي بي د هغه په رنجو تورو سترګو او اوږدو څڼو ته ځیر شوه، سر یې اېخوا او دېخوا یوړو: 

– وروره مېړونه له کومه شول؟ هر کور له درجن پېغلو ډک دی، هغوی ته مېړونه نه پيدا کېږي. 

تاج بي بي د کوچنۍ سیما پر سر لاس کېښود او ویې ویل: 

– زما په شان کونډې معلمې ته څوک زړه ښه کوي؟  

ټوپک وال نېغ ودرېد:

– ته هو وکړه، بیا دې مېړه له ما وغواړه.

تاج بي بي موسکۍ شوه، څوک راته کوې؟ 

د ټوپک وال له خولې په لوړ اواز ووتل: 

– لالا مې. 

د تاج بي بي خوله وازه پاتې شوه، په هېښتیا یې وویل: 

– ولې لالا دې واده نه دی کړی؟ 

ټوپک وال دوه ګوتې پورته کړې: 

– د یوه پر ځای دوه. 

تاج بي بي وپوښتل: 

– څه کاره دی؟  

ټوپک وال خپله سپینه خولۍ او پګړۍ په لاس کې ونیوه، د خپل ورور په ستاینه یې خوله پرانیسته: 

– ملا دی، لوی عالم دی، خو اوس د کابل د ټول ښار د ترافیکو مشر دی. 

تاج بي بي وخندل: 

– نو ملا صاحب به زما په څېر ګنهګارې ته څنګه زړه ښه کړي؟ 

ټوپک وال په خبرو کې ور ټوپ کړل: 

– نه نه، داسې نه ده، لالا مې همدا اوس په همداسې یوې ښځې پسې ګرځي چې مکتب یې لوستی وي. 

تاج بي بي ته د ټوپک وال خبرو، لکه د لېوني انسان خبرو خوند ورکړ، په ملنډو یې بحث اوږد کړ:

– ښا چې لالا دې نکاح راسره وکړي، بیا خو به مې پارک ته راپرېږدې؟ 

ټوپک وال نور هم شخ ودرېد، ټوپک یې اوږې ته واچاوه، ویې خندل: 

– څنګه به دې نه پرېږدم، د لالا زور نو څوک لري؟ 

لرې په پارک کې ګرځېدونکو دوو مېرمنو او کوچنیانو ته یې لاس ونیو: 

– اوس هم دهغه دواړه مېرمنې له خپلو کوچنیانو سره په پارک کې په چکر بوختې دي. 

تاج بي بي هم د پارک لور ته مخ ور واړوه، ده ته یې وکتل: 

– دا څنګه ؟ یو بام او دوه هوا، ما راګرځوې، دوزخ ته مې لېږې او د لالا مېرمنې دې دلته له لالا پرته په پارک کې ازادې پرېښې دي؟ 

ټوپک وال په خپله اوږده ږیره لاس راکښو، تاج بي بي ته نور هم ځیر شو، په غرور یې ځواب ورکړ: 

– نو هغه خو ستا په شان بې محرمه نه دي راغلې، لالا مې تر دې ځایه په موټر کې را وستې او له دې ځایه به یې بېرته زه په کور ور سپارم. 

تاج بي بي وخندل، په ملنډو یې ور بره کړه: 

– بس زه همداسې کونډه ښه یم، خدای دې ستا لالا او دوی سره خوشاله لري.

تاج بي بي لکه عسکر له خپلې کوچنۍ لور سره شاته وګرځېده او بېرته یې د کور لاره خپله کړه. څو قدمه لا تللې نه وه چې ټوپکوال پسې غږکړ:

-ای ودریږه 

تاج بی بی ځای پرځای ودریده، ټوپکوال ېې په وړاندې بیا راشین شو،په سپین سترګۍ ېې وویل :

-څو کلنه ېې ؟

تاج بی بی ټکان وخوړ،له غوسې سره راواوښته ،لکه څوک یې چې په ستن وچوخوي،دده پوښتنه ېې بې ځوابه پریښوده:

-زما دعمرسره موڅه کاردی؟

ټوپکوال لکه وچې شرمیږي خوله لاړه او راغله:

-هسې ما ویل که لالا درته سپین ږیری ښکاري چې زه دې ځانته وغواړم،

تاج بی بی غاښونه وچيچل ،سترګې ېې سپينې وځلیدې ، ټوپکوال ځانته لاس ونیو:

خوزه له لالا ډیرځوان او یو واده لرم:

تاج بی بی لکه اورچې واخلي، بې واکه چیغه کړه:

-ته شرمیږې نه ؟

ټوپکوال وخندل :

– دې کې دشرم څه خبره ده ، دوهم واده شرم نه دی لیونۍ ، دوهم واده سنت دی.

په تاج بی بی خولې راماتې شوې ، ویره ېې له سره والوته ، په قهرېې له خولې ووتل:

-تاسولکه چې جهاد همدې سنتواو نورو ودونو ته کړی دی؟

دا پوښتنه او ننګونه لکه د ټوپک ډزپه ټوپکوال بده ولګیده ، نابیره ېې له اوږې ټوپک را واخیست ،تاج بی بی ته ېې ونیو، سیما چیغه کړه ، تاج بی بی ځان باینلود، سیما یی غیږکې ټینګه ونیوه ، ټوپکوال چبغه کړه :

-افسوس چې د اماشومه درسره نه وای ، ما به اوس تاته دا جهاد درښوولی وای. 

تاج بی بی لکه هیڅ ېې چې اوریدلی نه وی زربیرته پخپله مخه روانه شوه.

لندن _ انګلستان 

جون_ ٢٠٢٣

    

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب