چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+انسانان د شطرنج دانې | حمیدالله حاذق

انسانان د شطرنج دانې | حمیدالله حاذق

دوه کاله مخته د پوهنتون په دویم ټولگي کې وم. ناولونه مې ډېر لوستي ول؛ خو د لنډو کیسو مې یوازې د ارواښاد نصیر احمد احمدي د واورې سړی او سړه سېلۍ ټولگې لوستې وې. زه هماغه وخت د پوهنتون په لیلیه کې اوسېدم، یوه ورځ مې د چپرکټ تر څنگ په غولي په پرته توشکه یو کوچینی کتاب پروت ولید. ” لپه” نومېده، پورته لنډې کیسې او لاندې ترې اجمل پسرلی لیکلي ول.

په کتاب کې تر دوو مخونه کیسه نه رسېده، یا به یو مخ وه، یا یو نیم. یو، دوه، درې کیسې مې ولوستلې، ټکی نه یم پرې پوهېدلی؛ نو چې په یوه کیسه پوه نشې، خوند به څنگه ترې واخلې!؟

کتاب مې بېرته هماغلته وغورځاوه.

دویم او درېیم ټولگی خلاص شول، په دې وخت کې مې د ایمل پسرلي مفسد او پردی ناولونه ولوستل. خدای شته پردي ناول خو دومره خوند را کړ، چې تر اوسه چې مې څومره ناولونه لوستي دي، تر ټولو مې زیات خوند ترې اخیستی دی. نو اراده مې وکړه، چې د پسرلي صاحب به د کیسو ټولگې هم لولم.

د شپږم سمستر آزموینې خلاصې شوې، کور ته په رخصتۍ ولاړم، کله چې بېرته د څلورم ټولگي لپاره خوست ښار ته ورسېدم، ماسپښین و، یوه گوله ډوډۍ مې تر ستوني تېره کړه، وروسته نېغ کتابپلورنځیو ته ولاړم. د ایمل پسرلي څلور(یوازي شوي، ژوند په موسمونو کې، تللې نجلۍ او ده کیسه کوله) د لنډو کیسو ټولگې مې واخیستې، هره ورځ به مې یوه ټولگه لوستله، یوې، یوې کیسې که به خوند راکړ، فکر کوم، په “یوازې شوي” کې یوه کیسه وه، نوم یې نه و، د سریزې پر ځای یې راوړې وه، بېخي یې بلې دنیا ته یووړم، زیات خوند یې را کړ؛ خو په نورو کیسو مې چندانې سر نه خلاصېده، ځکه مې سر نه پرې خلاصېده، چې له سیمبولونو ډکې وې. په سیمبولونو نو زه ټکی نه پوهېدم.

ما له ډېرو ملگرو څخه چې کیسې لولي، اورېدلي دي، چې موږ د ایمل پسرلي او اجمل پسرلي په کیسو بېخي نه پوهېږو. د نه پوهېدو علت یې گونگوالی یادوي، یا سیمبولیک والی.

که موږ د سیمبولیکو آثارو په اړه ډېرې مقالې، شننې او تبصرې درلودای، د نه پوهېدو له دې مشکل څخه به زما په گډون تقریباً ټول سیمبولیک آثار لوستونکي خلاص ول.

البته ځینې مقالې او شننې شته، چې له موږ سره یو څه مرسته کولی شي، تر څو سیمبولونه په داستاني آثارو کې پرې وپېژنو. اجمل پسرلي “په کیسو کې سیمبولونه” یوه اوږده مقاله لیکلې او د نورو لیکوالو ځینې کیسې یې نقد کړې دي. ایمل پسرلي هم دوه کتابونه د کیسو کیسې او د نړیوالو کیسو کیسې د شننې او نقد په حصه کې لیکلي؛ خو د سیمبولونو برخه یې ډېره کمه ده.

په ژمي کې مې لږ او ډېر د سیمبولونو په اړه ولوستل، ایله مې په سیمبولونه یو څه سر خلاص شو. اوس چې هر څه لولم، سیمبولیک اړخ ته یې له شعوري ډول ور هاخوا کله نا کله په لاشعوري ډول دقت کوم او ورته متوجه کېږم.

د ایمل پسرلي صاحب نوی ناول” د شطرنج دانې” څو ورځې وړاندې له چاپ څخه راووت. کله چې غزني ته راورسېد، دستي مې واخیست او ومې لوستل. که په سیمبولونه یو څه نه پوهېدای، ممکن له دې ناوله مې ډېر کم خوند اخیستی وای!

دا ناول پخپله د لیکوال په خبره، د کرزي د واکمنۍ د وخت کیسه کوي، ۴۵زره کلمې دی او ۱۶۷ مخونه.

موږ د ناول ژورو ته ور کوزېږو، سیمبولونه یې سپړو او د ناول

اصلي کیسه کوو.

کله چې مې “د شطرنج دانې” نوم ولوست، نو یو ډول مې له ځانه وپوښتل، چې دا لا څه مانا؟ ترې تېر شوم، کله چې مې ناول پای ته ورساوه، چې ” د شطرنج دانې” له خپلې مانا ور هاخوا نورې ماناوې هم په گوتو راکړې، چې د لیکوال اصلي مقصد د شطرنج له دانو کمزوري او بې وسه انسانان دي، چې زوراکي یې د خپلو گټو لپاره هره چاره پرې کولی شي.

دا ناول د ټولنیزې نابرابرۍ، واک او د انسان له ارزښت سره د لوبې ژور پیغام لري.

که د ناول نوم وسپړو. لوی او جابر کسان واړه خلک د خپلې خوښې مطابق چورولوي.

دا جمله د ناول اصلي پیغام او سیمبولیک جوړښت ته دروازه خلاصوي. دا مانا لري چې په ټولنه کې لوړپوړي یا واکمن خلک، د زور خاوندان کوچني، بې‌ وسه او یا هم عام وګړي لکه د شطرنج دانې استعمالوي، د خپلو موخو لپاره، پرته له دې چې د هغوی ژوند، درد، یا سرنوشت ته پام وکړي.

د شطرنج دانې دا د شطرنج تر ټولو کم‌ ارزښته، ابتدایي مهره ده. د نورو د ساتنې لپاره قرباني کېږي. یوازې مخکې تګ کولی شي، شاته نشي تللی. ډېر کله د لومړۍ قربانۍ لپاره کارېږي.

که لنډ ووایو، د شطرنج دانې، یانې عام خلک، بې‌ وسه طبقه، مزدوران، غریبان، ناپوه وګړي.

دا خلک واکمنان د خپلو لوبو، د موخو تر لاسه کولو، جګړو، سیاست، او شتمنۍ لپاره قرباني کوي.

د دوی ارزښت یوازې تر هغه ځایه دی، چې د جابر لپاره ګټه ولري.

 شاهان، وزیران، او فیلان د شطرنج پیاوړې مهرې دي. هره مهره

خاص واک لري. وزیر آزاد حرکت کوي، فیل کږې لارې نیسي، اسپ ناڅاپي برید کوي، شاه ساتل کېږي.

یانې لوبه به د دوی په خوښه او تصمیم سره کېږي، نه د دانو.

دا مانا بې وجدانه حکومتي چارواکي، ظالمان، فاسد اشراف، واکمن نظامونه، استعماري ځواکونه، همداسې نور د ټولنې او ټیټو طبقو ته لوری ورکوونکي دي.

دوی تصمیم نیسي، جګړه کوي، سوداګرۍ کوي، مګر تاوان یې بې‌ وسه خلکو ته رسېږي.

د اخلاقو، قانون او انساني ارزښت پروا نه لري، ځکه دا شیان باید د دوی د خوښې تابع وي. دوی بل څه نه غواړي، یوازې بریالیتوب غواړي.

د لوبې میدان حتماً ټولنه، وطن یا نظام دي.

شطرنج یوه مشخصه تخته لري. ۸x8 خانه، چې ټول حرکتونه پکې ټاکل شوي وي.

لوبه د خپلو قوانینو تابع ده؛ خو دا قوانین د پیاوړو له خوا ټاکل شوي.

ټولنه د داسې سیسټم (نظام) په څېر ده، چې پکې حرکت، وده او امکانات د پیاوړو له خوا محدود شوي وي.

عام خلک د سیسټم قربانیان دي او هېڅ وخت لوبه نه کنټرولوي.

دا خو خالي د دې ناول په نوم کې دومره خبرې دي، خو که مخکې په ناول کې د شته کیسو له بربنډولو گام یو څه ونیسو، نو دا به ووایو، چې د سیمبول له کارولو، زما یو مقصد دا وي، چې کیسه مې گڼې ماناوې ولري، دویم کله نا کله بله لار نه وي، پرته له دې چې خپله کیسه یا شعر سیمبولیک کړې. د لیکوال مقصد دا نه وي

چې یو شی پټ کړي لکه په تمثیل کې، بلکې لیکوال ته د هغه مطلب د بل ډول ښوولو چل نه ورځي او په عادي ژبه او تعبیراتو کې داسې ذریعه نه وي، چې هغه مطلب ورباندې بیان شي. سیمبولیکه تجربه له راز او رمزه ډکه ده. یوه داسې تجربه ده چې شعور ورباندې غلبه نه شي کولی.

د ناول له نومه که پښه ور واړو. که یو وار د گرده ناول خلاصه وکړو، داسې خلاصه چې لوستونکیو ته تلوسه لا زیاته کړي، د کمېدو پر ځای، ښه به وي.

نیاز محمد یو ډېر لوېدلی سړی دی، د بېگا په کور کې نه لري، د کور کرایه ور پسې ده، اولادونه یې په غاړه کې پراته دي. دی په دندو پسې ډېر گرځېدلی دی، خلکو وعدې ورسره کړې، خو په خپله مخه تللي. دی داسې شوی، چې اوس د مار په ځای له پړي هم ډارېږې. هر څه ته د شک په سترگه گوري. خو مجبوره ده، څه وکړي، د دندې د موندلو لپاره د هر چا نیاز وړي، نرمه غاړه ورسره چلېږي. تر څو یوه گوله ډوډۍ ومومي.

د ارگ یوه لوپوړي چارواکي غفورغفارزاده ته یې د پلار ملگري مدیر صاحب ور معرفي کړی وي، چې یوه دنده ورته پیدا کړه. هغه د یوې ایرانۍ ژورنالیستي لپاره د ژباړن په حیث انتخاب کړی وي.

بل خوا ته ارزو نوري هم د شطرنج د دانو ناول مرکزي کرېکټره ده. دا په لندن کې اوسي، د ایران د اسلامي جمهوري په ضد فعالیت کوي. د مرادیان صادقي په نوم یوه نامالوم کس گواښلې وي، چې په افغانستان ته به د خبریالې په حیث ځې او زموږ له لارښوونو سره به سم کار کوې، چې موږ څه درته ویل، هماغه به کوې. که داسې کار ونه کړې، خپلو عمر خوړلیو مور و پلار ته دې چې د تهران په شمال غرب کې اوسي، په یوه زنګ به پولیس ورشي او وبه یې نیسي.

 دا په سر کې لږ تېزه ورسره غږېږي، خو چې د مور و پلار د نیولو ګواښ ورته کوي. پټه خوله یې هر څه ورسره مني.

نور وضاحت ته فکر کوم، اړتیا ځکه نشته، چې ناولونه عموماً د خوند لپاره لوستل کېږي، چې بیا یې تلوسه ونه وژل شي او لوستونکیو ته مخکې له مخکې دا پته نه وي، چې دا شی به په پای کې کېږي.

موږ به د شطرنو د دانو شا ته پټه کیسو وکړو، تیاره اړخونه به یې روښانه کړو.

لومړۍ دوه برخې د ناول له گڼو سیمبولونو ډکې دي، ضروري ده، چې دواړه برخې په عمیق ډول وشاربو.

د شطرنج د دانو په لومړي پراگراف کې لولو:” کلوله پشتې دغه سړک په نقشې نه و برابر، په سر کې پلن، په منځ کې کوږ، بیا کوچینی او وروستۍ برخ چې یې تایمني ته غځېده، په کانکریټو پخه شوې وه. د نیاز محمد کور د کوڅې په منځ کې و، هغه ځای چې کوڅه پکې یو څه کوچینۍ وه، د یوه موټر د تگ لاره پکې کېده. دی چې له کوره راووت، په کوڅې کې یې کوړم اوبو ته وکتل. اوبه په منځ منځ کې هغه ځایونه ولاړې وې، چې د موټر ټایرونو ژور کړي وو.”

دا پراګراف ډېر غني سیمبولیک ابعاد لري. نیاز محمد د ناول مرکزي کرېکټر دی. یو بل اصلي کرېکټر هم لري، وروسته به یې یاد کړو.

د کلوله پشتې دغه سړک، عادي سړک نه دی، دا سړک سیمبول دی. د ژوند د لارې سیمبول، چې نه ساده ده او نه هم تل نقشه شوی. یانې د ژوند سړک بې نقشې دی، دې ته اشاره کوي، چې ژوند تل د پلان مطابق نه وي.

خو دا سړک چې په سر کې پلن، په منځ کې کوږ، بیا کوچینی دی. گومان کوم، دا د انسان د ژوند مراحلو ته اشاره کوي. پلنوالی یې ماشومتوب یا ابتدایي مرحله ده، چېرته چې فرصتونه پراخ وي. ماشوم که څه توی که، که څه مات کړي، که لږ شي، که ډېره شي، په کیسه کې یې نه وي. هر څه چې وغواړي، کوي یې، غم یې نه کوي.

   کوږوالی د ځوانۍ او پړاوونو مرحله ده، چېرته چې ستونزې، پیچلتیاوې او غلط تصمیمونه وي. ځوانان طبعاً شل و سل ډوله تقاضاوې لري، تقاضاوې به خامخا ستونزې زېږوي. پیچلتیاوې ځکه په ځوانۍ کې وي، چې له مهمو پړاوونو، لکه د ښوونځي، پوهنتون، واده او نورو څخه تېرېږي او دلته د غلطو تصمیمونو نیول هم په اکثرو ځوانانو کې له شماره وتلي وي.

د سړک کوچینیوالی د عمر زیاتېدو یا محدودیتونو ته اشاره کوي.

  د سړک وروستۍ برخه چې تایمني ته غځېدلې، فکر کوم، د ژوند وروستی پړاو یا مرګ ته اشاره کوي؛ له تایمني څخه د لیکوال مقصد ګومان کوم، بل څه دی کنه؟ خو د سړک وروستۍ برخه کې یادېږي؛ نو تایمني هم یو د پای نقطه یا بدلون ځای را ښیي.

 د جملې دا برخه ” په کانکریټو پخه شوې وه” دا ټینګ، پوخ شوي، نه بدلېدونکې حالت ته اشاره کوي، ښايي یو ډول ثبات د ژوند د لارې راښیي.

د نیاز محمد نوم، په دې ناول کې عادي نوم نه دی. نوم یې راښیي، چې دی باید د خلکو پروا وساتي، نیاز یې یوسي. له سیمبولیک اړخه ښيي چې دا کرکټر یو عاجز، مجبور خو بااخلاقه انسان دی؛ خو کله چې وړاندې لولو، چې ژوند یې د تسلیمۍ، خدمت او تحمل بېلگه دی. نوم یې مثالي، خو ژوند یې تراژیدي دی. همدا ځای دی،

چې ناول ژور د ابهام په جامه کې نغښتی دی.

نیاز محمد چې کله له کوره راووځي او کوړم اوبو ته گوري. نو دا منظره، له خپلې اصلي مانا ها پلو نور مفاهیم زېږوي. اوبه د ژوند سیمبول دی، خو کوړم درېدا یې دا مانا لري، چې د نیاز محمد ژوند په ټپه ولاړ دی. ” اوبه په هغه ځایونو ولاړې وې، چې د موټر ټایرونو ژور کړي وو” دلته موټر سیمبول دی. د ژوند د جریان، خوځښت یا تېرو وختونو. ځکه تېر شوی او نخښې یې پاتې دي. ټایرونه چې کوم ځایونه ژور کړي، ښيي چې تېرو تجربو څومره اثر پرې کړی او اوبه چې هلته ولاړې دي، دا مانا لري، چې اوس هم د هغو تېرو هېرو لاشعوري تجربو، دی یو ډول ځان او خپل حال ته متوجه کړی دی!

نیاز محمد له غفور غفارزاده سره په کابل سیټي سنټر کې د لیدلو ژمنه کړې وي؛ خو د غفورغفارزاده خالي دومره راپېژندل شوی، چې ارگ کې دنده لري او کله چې په یوه ناسته کې چې څو کسان له ده څخه اجازه غواړي نو ورته وايي:” رئیس صاحب رخصت غواړو، په اجازه مو.” دلته مالومه شوه، چې رئیس دی، خو د څه شي رئیس؟

دا پوښتنه بې ځوابه ده. البته زموږ موخه په شطرنج دانو کې د پټو ماناوو او سیمبولونه لټول دي. دغسې خو ناول له ګڼو نویو تشبیهاتو او ممکن له نیمګړتیاو هم یوه څه برخه ولري. خو موږ هغه بل وخت ته پرېږدو.

لږ وړاندې چې دا جمله لولو:” د کوڅې تر کانگریټي برخې لږ برخه خامه وه، یو څه پکې د کورونو له خځلو جوړ ډېران و، چې بد بوی یې درلود، خو د باران اوبو ډنډ پکې نه و جوړ.”

دا اوږده جمله د ټولنیزو موضوعاتو (فقر، طبقاتي توپیر، مجبوریت، او بدبويه سیاستي چاپېریال) باندې رڼا اچوي، یا پرده ترې پورته کوي.

د کوڅې تر کانکریټي برخې لږ برخه خامه وه. دا راته وایي، چې کانکریټ د دولت، واک، تنظیم یا تسلط نخښه ده. خامه برخه د بې‌ نظمۍ، محرومیت او پرېښودل شوي حالت نخښه ده. دا شی په ټولو ټولنو کې ګومان کوم، شتون لري، یانې دا ټولنه طبقاتي ده. یوې خوا ته پرمختګ، بلې خوا ته نادیده خلک یا د لوبو سامان!

د کورونو له خځلو جوړ ډېران. هسې لیکوال نه دی راوړی، دا ډېران د ټولنیز یا رواني فساد، بې‌ پروایۍ او بې‌ځایه قربانیو علامه یا نخښه ده. او تر ټولو جالبه لا دا چې  “خځلې” د هغو ارزښتونو، فکرونو یا انسانانو استازیتوب کوي، چې ټولنه یې بې‌ ارزښته بولي او غورځوي یې.

کله چې خځلې بد بویي کوي، دا بد بویي نه یوازې فزیکي، بلکې د مانا په لحاظ هم دا خځلې اخلاقي یا سیاسي بدبویي ته هم اشاره ده. ټولنه چې دا ډول ځایونه زېږوي، بدبویه اخلاق لري.

خو د باران اوبو چې ډنډ نه وي پکې جوړ کړی. دا مانا لري، چې  باراني اوبه عموماً د رحمت سیمبول وي. دلته دا مانا لري، چې دا ځای دومره وچ او بې‌ احساسه دی، چې حتا باران یې هم نه شي پاک کولی. بله مانا دا چې دا ځای دومره ښکته دی، یا ټیټه پوړۍ ده. ممکن یوه داسې طبقه وي، چې له هر څه سره عادت شوې ده.

نیاز محمد پاس آسمان ته گوري، ما خو بل څوک نه دې ليدلي، خو پښتانه باندې چې کله سخته راشي، یا یوه هیله یې په زړه کې په څپو راشي؛ نو پورته گوري، دا عمل د اُمید، دُعاء، یا له یوه د خلاصېدو تمثیل کول دي. یانې د ناول لوبغاړی له ستونزمن حالته

پورته کېدو ته ګوري، د آسمان شینوالی د صفا، ثبات او اُمید نخښه ده، خو کله چې بېرته ښکته سترگې نیسي، دلته متضاد حالت رامنځته کېږي. آسمان ښایسته دی، خو ځمکه چټله. ګومان کوم، دا نتیجه په لاس را کوي، چې ستونزه د آسمان نه، بلکې د ځمکې ده. ځمکه انسانانو خرابه کړې. نظام، ټولنه یا د ژوند بنسټونه خراب دي، نه طبیعت.

دلته باران نه اوري، باران د پاکوالي نخښه ده، د د ژوندي کولو سیمبول دی او په ورته وخت کې د رحمت علامه ده. خو چې باران نه اوري، یانې په ځمکه کې به نه ښېرازي راځي او نه تسکین، دغه د جمود پرده به پرې غوړېدلې وي.

اوبه او خټې چې نه وچېږي، دا د ټولنیزو ستونزو د نه هوارېدو بله نخښه ده.

په یوه بله جمله کې د نیاز محمد په اړه لولو:” د باران له ډنډ شویو اوبو یې یوه لور او بل لور ته ټوپ کړل، د ډېران له بویه تېر شو.” یانې نیاز محمد هڅه کوي، له هغه حالت نه ځان وباسي، چې خلک پکې بند پاتې دي. ډنډ شوې اوبه د ټولنیزو ستونزو، درېدلیو احساساتو، یا اوږدمهاله ځورونو استازیتوب کوي. ټوپ کول، له ستونزو د وتلو هڅه او د خلاصون نخښه ده.

یو لور او بل لور ټوپ اچول، له سختیو د تېرېدلو خوځښت دی، خو نه له خپل هدف یا مسیر.

له ډېرانه تېرېدل راته وایي، چې نیاز محمد یا ټیټه طبقه د ټولنې غواړي، چې له ټولنیز فساد، بې‌ عدالتۍ او اخلاقي بدبویي تېره شي. دا بدبویي د فزیکي شتون تر څنگ، د حِس کېدو وړ هم ده.

نیاز محمد په څلور بجې له غفورغفارزاده سره د لیدلو ژمنه کړې وي، د څلور او درېیو په سیمبولیک اړخ نه پوهېږم، خو دا وختي

رسېدل ښيي، چې نیاز محمد له وخت، مسؤلیت، مجبوریو سره جدي اړیکه لري. نیاز محمد وختي رسېدلی، خو وخت ترې لا پاتې دی. دا یو ذهني بند دی. انسان حاضر دی، خو ژوند لا حاضر نه دی. دا حصه چې د ناول ژوره لولو، نو پوهېږو، چې خلک قرباني ته چمتو دي، خو لا هم خپل وار ته انتظار باسي. لکه شطرنج کې پیاده، چې مخکې تګ غواړي، خو باید د نورو د حرکت انتظار وباسي.

دویمه برخه کې د ناول کې وایو:” ارزو نوري د کوینز وې له تمځي راووته. د موبایل په سکرین کې یې ساعت ته وکتل. له ټاکلي وخت پنځلس دقیقې مخته را رسېدلې وه. دې هر سړي ته د شک په سترگه کتل.”

له وخته مخته رسېدل، د ټولنې د ټیټې پوړۍ وخت ته حساسیت، مسؤلیت‌ پذیره، او حتی له حده زیات محتاطوالی جوتوي، چې دغه طبقه هم جدي ده، هم مسوولیت مني او هم احتیاط کوي. خو دا د مجبوریو نتیجه ده، نه د آزادې ارادې. لکه څوک چې فکر کوي، که ناوخته شي، فرصت به یې له لاسه ووځي، یا به سزا وویني. همداسې خو ده.

کله چې ارزو نوري د هایډ پارک ته ځي. د ونو زرغونې پاڼې ځلېدلې ویني، لکه ودانۍ ته چې یې تازه رنگ ور کړی وي. دا ښکلې تشبیه ده، نوې ده. خو دا تشبیه وایي، چې ودانۍ له بهره رنگ شي، ظاهري ښکلا پیدا کوي، نور له دننه خرابه ده. رنگمالي یوازې یوه پرده ده. یانې د وخت انسان ظاهر رنگ شوی دی، خو ممکن باطن یې هماغسې ویرانه وي.

کله چې ارزو پارک ته ور ننوځي، نو گوري چې: “د دنگو  او پیړو چنارونو تر منځ د پلن سړک دواړو غاړو ته لرگینې څوکۍ اېښې وي.”

که د دلته د شطرنج د دانو ناول تمثیلي اړخ ته پام وکړو، د تضاد، طبقاتي سکوت او کله چې پارک گورو، نو مصنوعي او غیر فعاله ښکلا په نظر راځي.

چنارونه اوږده، زړې او درنې ونې دي. چینارونه دنگ وي، دنگوالی خو لوړالی ښیي. پیړوالی د اوږد عمر نخښه بللی شو، ځکه کله چې څوک د زیات عمر شي، نو یو ډول شړېدلی وي او زوړوالی د تجربې نخښه هم ده.

پلن سړک را په گوته کوي، چې فزیکي فضا پراخه ده، خو دا هم را مالوموي، چې لاره روښانه ده، خو یوازې د تګ لپاره نه؛ بلکې شاید د تمېدو، ناستې یا انتظار لپاره.

څوکۍ د ناستې، دمې یا انتظار سیمبول گڼلی شو. لرګي یو طبعي، خو زوړ شی دی. که ووایو، چې په دې څوکیو کې، چې خلک پکې کېني، تم کېږي؛ خو  پرمختګ نه کوي. دا یو ډول غیر فعاله سکون یا حتی سکوت ته مجبورېدل د تمثیل په جامه کې نغاړي.

ارزو چې کله په پارک کې درېږي، وېرېږي، خپه وي، سترگې پټوي، کله چې بېرته سترگې پرانیزي وینې، چې، د دنگو چینارونو زرغونې پاڼې باد ښورولې. یو تور کارغه پاس ناست و، وزرونه یې وتپول، والوت.

د دنکو چینارونه په نخښو خو وپوهېدو. پاڼه د موقتي ژوند سیمبول دی، چې باد یې ښوروي، باد هم د ژوند سیمبول دی، هم د مرگ. که شمال نه وي، تنفس نشته.

کارغه د بدبخت نخښه ده، یانې ارزو بدبخته ده، خو د کارغه الوتل، له بد بخته د خلاصېدو، هیله ده.

” د دې څوکۍ ته نږدې جوړه کوترې راغلې، ارزو نوري کوترو ته وکتل، یوې یې په مځکه مښوکه وهله، بلې یې تر گردې ګوښې تاوېده، لکه ایساره کړې چې یې وي، ارزو پښه پورته کړه، کوترې وډارې شوې، والوتې.”

  کوترې د پاکۍ، سولې او حیاء نخښې دي. خو کله چې انسان پخپل غم کې دومره ډوب وي، چې خپل ځان ته د ننوتو لاره ترې ورکه وي. خپله پاکي او حیاء هم په لغته وهي.

بل ځای لولو:” په سړک خلکو ځغستل، غوږۍ یې په غوږ وې، له نورې دنیا ناخبره، پخپله ځغستا بوخت ول.”

دا منظره راته وایي، چې ته که هر څومره په پرېشانۍ او بد حالت کې یې، خلک د ژوند په لاره منډې وهي، غوږونه یې بند دي، ستا فریاد نه اوري، خپله لاره وهي.

ارزو چې په پارک کې د مرادیان صادقي ته، هغه چا ته چې دا ګواښلې، چې هلته راته منتظره شه، ګنې مور و پلار ته دې خطر دی.

دا چې غواړي خپل پام غلط کړي، د جان سټېنبیک ملغلره ناول ور اخلي تر څو پام پرې غلط کړي او فکر بلې خوا ته واړوي. په ناول کې چې غوپه وهونکی د چنگاښ له اتو منگولو ځان ژغوره. دې ته مرادیان صادقي او د ایران پولیس سترگو ته درېږي. غوپه وهونکی طبعآ د ژوند یا حالاتو له سختو شرایطو څخه تېرېدونکی انسان دی. دا کرکټر فعال دی، د ځان ژغورنې هڅه کوي.

د چنګاښ اته منګولې، چنګاښ د خطر، ګواښ، یا یو پټ دښمن نخښه گڼلی شو. اته منګولې ممکن له ټولو لوریو یا ښه ده ووایم، ګواښ هر اړخیز او محاصره کوونکی دی.

خو انسان بې وسه دی، په سختو شرایطو کې ممکن عقل چندانې کار ونه کړي.

پاسپورت، وېزه هر څه مرادیان صادقي ارزو بېچاره گۍ ته جوړ کړي وي او مازې یې افغانستان ته حرکت ته چمتو کړي.

دا دوه برخې مو لږ ژورې او هر اړخیزې وشنلې. اوس به خال،خال مهمو سیمبولیکو اړخونه ته سر ورښکاره کړو.

په یو دېرشم مخ کې د دویم وار د لیدلو لپاره چې مرادیان صادقي او ارزو نوري د لیدلو ځای یو رستورانټ مشخص کړی وي، کله چې ارزو ور ننوځي د صادقي له لارښوونې سره سم، په یوه دوه کسیز مېز خوښوي. وینې چې:” په رستورانت کې رڼا ډېره نه وه، ښځې هم پکې ډېرې نه وې، د سړو څو کسیزې ډلې یو خوا بل خوا ناستې وې.”

رستورانت یو داسې ځای دی چې خلک هلته د خوړو لپاره راټولیږي، رستورانت د ټولنیزو اړیکو، غونډو، او خبرو اترو ځای دی. شاید لکه څنګه چې خلک دلته سره راټولیږي، رستورانت د ټولنې کوچنی عکس العمل دی، چې د بېلابېلو طبقو، نظرونو او حالتونو ګډوډي پکې ښکارېږي.

د رڼا کموالی د ناڅرګندتیا، پټوالي یا د روحیې ټیټ حالت نخښه که وبولو، ډېر به نه یو، تېروتي. لږه رڼا ښايي د ناامیدۍ، یوازیتوب یا د تیاره فضا استعاره وي.

د ښځو کموالی، ته وا د ښځو شتون محدود دی، شاید د ټولنیزو محدودیتونو، دودونو یا نارینه‌ محوره ټولنې نخښه راتداعي کړي.

د سړو څو کسیزې ډلې د ګډوډۍ یا بې پروا فضاء څرګندونه ده. د فردي شتون کمښت او د ټولنیزو اړیکو کمرنګوالی ښيي او نرواک ټولنیز حالت را مالوموي.

بل خوا ته که د نیاز محمد خوا ته راشو. هغه ډاډه نه دی، چې دنده دې ور کړل شي، د مدیر صاحب لیدلو ته ورځي، چې بیا د وظیفې په اړه یوه خوا ورسره وکړي. د مدیر نوم خپله ممکن د هغه چا مانا ولري، چې ټولنه مدیریت کوي.

په ناول کې وایو:” په پراخه ځمکه جوړ شوی کور، سړک یې خام دی، خو له اوبو او خټو تش دی. چغل په سړک اچول شوی، پولادي لمبه کوي. د مدیر د کور دېوال تر عادي دېوالونه یو نیم برابر هسک دی، مریرینې ډبرې پکې کارېدلې.”

دا پراخه ځمکه د ځواک او شتمنۍ د شتون نخښه ده. ځکه پخوا چې به په پښتنو کې چا زیات ملک و پټی درلود، خان به و او په گرده کلي کې به د ښه نوم څښتن و. چا په ټیټه سترگه نشوای ورته کتلی. خو دې کور ته تللی سړک “خام دی” ممکن د ژوند وضعیت یې خام وي. د اوبو او خټو نشتوالی یې شاید د مدیر د ژوند په لاره کې د ستونزو او سختیو نه درلودلو ته اشاره کوي.

 پولادي لمبه چې په چغل باندې لګېږي، ښايي د زغم، سختۍ نخښې وي، چې ستونزې ژر خپروي.

د مدیر د کور دېوال هسک دی او د معمول نه لوړ، دا د ځواک، واک او لوړتیا نخښه ده. په دېوال کې مرمرینې ډبرې کارول یې، دې ته اشاره کوي، چې د کور جوړښت قوي او ثابت دی، چې د مدیر موقف او قدرت څرګندوي.

نیاز محمد خپل نوم پیره دار ته ورکوي، چې مدیر صاحب ور غوښتی یم، اجازه ترې راواخله، وسله وال چې په مخابره کې خبرې کوي، دی د سړک پورې غاړې اوړي، چې سیوری و.

“سیوری” دلته یوازې په بهرنۍ نړۍ کې سیوری نه دی، بلکې د ارامتیا، پناه، یا د روښاني (لکه لمر) نه د ځان شا ته ساتلو نخښه ورته ویلی شو.

شاید له ټولنیز واقعیت یا واک نه ځان لرې کوي. همداراز، د سړک پورې غاړې ته تلل، دې ته اشاره کوي، چې هغه له یوه حالت نه بل حالت ته اوړي، یا له یو حقیقت نه بل ته ځي.

د مدیر صاحب پوخ درې پوړیز کور، درې پوړیز کور د واک، ثبات، شتمني او ټولنیز حیثیت استازیتوب کوي. دا ښيي چې مدیر صاحب یو قدرتمن، مستحکم او لوړ موقف لري. د “پوخ” صفت په دې ټینگار کوي، چې دا موقف یا قدرت د لنډ مهال لپاره نه دی؛ بلکې ټینګ بنسټ لري. دا یو ثابت او له تغییره وتلی جوړښت منعکس کوي.

عجیبه او په زړه پورې دا ده، چې د وروستي پوړ د کړکۍ په سر او تر چت لاندې غټ ماشاءالله لیکل شوي دي. “ماشاءالله” معمولاً د حسد یا له بدو سترګو  د مخنیوي لپاره لیکل کېږي، خو دلته دا ریاکاري، تصنّع یا مذهبي ځان بلل را ښیي. دا وايي، چې مدیر صاحب غواړي، د خپلې مادي شتمني مخه د دین او تقدس سره وتړي یا یې پرې تر لاسه کړي.

“تر ماشاءالله ور پورته په یوه راوتلي سیخ تړلی تور ټوکر شمال رپاوه.”

تور ټوکر، موږ د اندړو خلک یوه اصطلاح لرو، کله چې یو څوک ډېر سرگرداني او سختیاوې پسې واخلي او د مخ رنگ یې بدل شي؛ نو اکثره وخت ښځې ورته وایي:” د خوارکي یا خوارکۍ مخ توکری غوندې شوی.” یا” بلا دې را وگرځه توکری در څخه جوړ شو.”

یا وایو:” غمونو توکری رانه جوړ کړ.”

توکری دې ته وایو، چې کله په تناره کې اور مړ شي، نو یا گنجی وي یا کمیس وي، نو هغه څو وارې په تناره کې تېز، تېز راتاووي، چې په تناره پورې نښتي تورکي پاک کړي.

 کېدای شي تور ټوکر د بدبختي او ماتم نخښه وي. همداراز، تور رنګ د ناوړه پېښو، خطر یا د شفافیت نشتوالي استازیتوب هم کوي.

دا په راوتلي سیخ ټوکر ممکن د اشرافو لپاره ټولنه وي، یا اضافه برخه.

کله چې کور ته ورځي، گوري چې، په لویه خونه کې د کړکیو ترڅنگ کوچونه کتار وي، چې ټول ټول خلک پرې ناست وي. د بر سر په دېوال د قومندان مسعود، ښي لاس ته د برهان الدین رباني او کیڼ لاس ته د حامد کرزي انځورونه وي. دا هم شاید سیمبولیک سیوری ولري او د مدیر صاحب تکیې قوي او قوي ترینې وښیي.

مدیر صاحب په پلنه یوه کسیزه چوکۍ باندې ناست وي. نیاز محمد ته یې ور پام کېږي هم نه، خالي د وره تر څنگ څو ناست کسان لاندې باندې په ځیر سره ورته ګوري.

مدیر تر پایه پورې دی نه وینې او دا دې ته اشاره کوي، چې واک او زور خلک واړه کسان یوازې د ګټو پر مهال وینې او لوبوي یې. دغسې یې په نظر نه راځي.

“کله چې مدیر له کوټې وځي، نیاز محمد وینې او ورته وایي:

– د سرمعلم زو، ته څه وخت راغلی یې؟

– صاحب لږ مخکې.

– نو ولې حال نه وایې داسې خاموشه ناست یې.

مدیر صاحب د نیاز محمد لاس ونیوه، له ځان سره یې د باندې ویوست، په دهلېز کې یې یوه کونج ته ودراوه:

– کارونه دې وشول؟

– صاحب! غفارزاده صاحب وعده وکړه، له کومې خارجي ژورنالیستې سره د ترجماني کار دی.

– آفرین! انگلیسي زده کړه په درد دې خوري.

– نه صاحب، د فارسي ترجمه ده، ایرانۍ ژورنالسته ده.

– مقصد کار دې وشي.

– وعده یې کړې ده، نو مالوم به شي، ما ویل ستاسو له امر سم تاسو خبر کړم، تاسو هدایت راته کړی و، چې بیا مو خبر کړم.

مدیر صاحب په دهلېز کې یوه ځوان ته اشاره وکړه:

– دا د سرمعلم صاحب زوی دی، پلار یې ډېر نجیب سړی دی، ښه ډوډۍ ور کړئ.”

دی غریب د مرستې لپاره ورغلی، مدیر څه ورسره کوي!؟

بېرته د ارزو نوري خواته ور گرځو، کله چې مرادیان صادقي د رستورانت ور پرانیزي، ارزو د ده له لارښوونې سره سم له کړکۍ لرې په منځ کې یو ځای ناسته ده. مخامخ دېوال ته گوري، چې نجلۍ له پنجرو هاخوا اسیره ښکاري، شونډې یې وچې، وېښته یې ببر، سترگې اوښلنې، لستوڼی یې پرې شوی.

دا جمله ممکنه خپله د ارزو بدحالي بیانوي، چې په باطن کې له څه حالاتو تېرېږي.

له کړکۍ لرې کېناستل خپله مانا لري.

دا چې ناول برخې برخې دی، یو وار د ارزو په حال او بیا د نیاز محمد په وضعیت راچورلي؛ نو هسې نه ګډوډ نه شو.

“نیاز محمد پخپله په کرایه کور کې اوسي، یوه خونه، یو تشناب، او یو پخلنځی لري او په دویم پوړ کې وي. په لاندیني پوړ کې د کور د خاوند پسخانه وه، د کور د څښتن کور ته شا ته و. حوېلۍ یې درلوده. بالاخانه یې د سړک په غاړه جوړه وه، چې نیاز محمد ته یې په کرایه ورکړې وه. د بالاخانې او د ده د خونو تر منځ کوچینۍ حوېلۍ وه، چې یوه څاه پکې کنستل شوې وي، څلور واړه پټي پکې جوړ شوي وي او د څاه تر څنگ یې د ګلابو دوه بوټي درلودل، خو نیاز محمد ته په له ورکړل شوې بالاخانې دا حوېلۍ نه ښکارېدل.

د نیاز محمد له واده اووه کاله اوښتي وو، په دې اوو کلونو کې یې پنځه ماشومان زېږولي ول.”

دلته ممکن د کور مالک بېله مانا ولري. بالاخانه او تشناب، د خونو تر منځ کوچینۍ حوېلۍ. د ګلابو دوه بوټي او نور… هر یو ځانته مانا او اشاره لري.

که نور ځغلنده په دې ناول کې سیمبولونه را وسپړو، ښه به وي، هسې د طوالت له وېرې د لیکنې خوند پیکه نشي.

یو وار ارزو له کړکۍ گوري، یوه ژېړه کلیسا وینې، چې د نورې اروپا د کلیساوو غوندې لرغونې ودانۍ نه لري. ژېړ رنګ گڼې ماناوې لري. لکه موږ چې یو غلط کار وکړو او شرمېږو، نو رنگ مو ژېړېږي. یا وایو په مخه مو ژېړي ګلونه، یانې مخه دې رڼا اوسه او نور…

 کلیسا د عبادت ځای دی. طبعآ د روحانیت، عقیدې، اُمید او د خدای سره د اړیکې سیمبول دی. د ژېړې کلیسا ترکیب مانا کېدای شي د عقیدې، دیني ځای یا اُمید چې پکې کمزوري، بې روحي یا د باور کمښت ښکاري، بیان وي. ممکنه ده دا د هغه ځای څرګندونه وي چې پخوا روښانه او روحاني و، خو اوس یې رنګ او انرژي کمزورې شوې وي.

ممکن دا شی د اوسنیو انسانانو ته دا ورښیي، چې دین ته مو شا کړې او خدای ج عبادت ته چندانې توجه نه کوئ. ځکه چې د کلیسا رنگ ژېړ شوی دی.

ارزو نوري یو ځای په څلور لارې کې درېږي. څلور لارې د پرېکړې ځای دی، په کوم ځای کې چې یو څوک باید د څو لارو ترمنځ انتخاب وکړي. دا د ژوند مهم پړاوونه او انتخابونه سیمبولوي.

د ژوند پیچلتیاوې شاید څلور لارې وي، څلورلارې د ټولنیز تعامل ځای، د خلکو د تګ راتګ ځای دی، چې د ټولنیزې ژوند متقابل عملونه او اړېکې په ګوته کوي.

خو دلته کرېکټر له څلور لارې سره مخ شوی دی، دې ته اشاره کوي، چې هغه د مهمو انتخابونو او ژوند په پیچلي حالتونو کې دی.

یو بل ځای نیاز محمد چې د غفورغفارزاده دفتر ته ورځي، ګوري چې” په لفټونو کې خلک ولاړ دي، تور لفټونه ښکته پورته کېږي”

 لفټ د حرکت، بدلون او انتقال نخښه ده. ښکته پورته کېدل د ژوند د حالاتو بدلون، لوړتیا او ټیټتیا ته اشاره کوي. لکه د بریالیتوب او ناکامۍ، خوشحالۍ او خفګان دورې. یا دا لفت ژوند دی، څوک آسمان ته خېژوي، څوک په ځمکه غورځوي.

یو بل ځای یو بل کرېکټر سید رحیم چې په ارګ کې دنده لري، له کړکۍ گوري، چې د ښار په منځ کې د ناجو دنگې ونې ولاړې دي، سپېرې دي.

له کړکۍ دنگې د ناجو سپېرې لیدل، دنگې ونې یا لویې ونې د ځواک، استقامت نخښه ده. کولی شو، چې د ثبات او دوام استازې یې وگڼو.

یو ځای غفورغفارزاده چې په ارگ کې کوم ریاست په غاړه لري، راځي:” له ځایه پورته شو، په دېوال راځوړندې تابلو ته ودرېد، د سیند له غاړې یوه نجلۍ ناسته ده کتاب لولي. هلک د کب نیولو چینگک اوبو ته غورځولی. لیرې لمر په ډوبېدو دی.”

نجلۍ چې کتاب لولي د پوهې، زده کړې او د هڅې سیمبول دی. سیند د ژوند جریان دی. د نجلۍ ناسته استقرار او آرامتیا روښانوي.

 چینگک د کار، هڅې او یوه شي د موندلو نخښه ده. د چینگک غورځول، ممکن د هیلې او تلاش مانا ولري.

د لمر ډوبېدل د پای، بدلون یا د یو دور ختمېدو سیمبول دی. خو دا هم د نوي پیل لپاره د چانس نخښه کېدای شي.

یو ځای لولو”ارزو لیرې غرونو ته کتل ټکی شین بوټی نه و، ځیږې تیږې وې.”

له لیرې غرونو ته کتل د هیلو، غوښتنو او د نه رسېدو خنډونو څرګندونه کوي.

 شین بوټی د ژوند، اُمید، تازه والي او ودې نخښه ده. د شین بوټي نشتوالی د ژوند د سختوالي، بې‌روحي او وچوالي سیمبول دی.

ځیږې تیږې د سختۍ، دوام، مقاومت او کله کله د خنډونو سیمبول دي. ځیږې (وچې) تیږې ممکن د ژوند د کړاوونو، سختیو او ستونزو اشاره وي.

ارزو نوري چې کله کابل ته راشي، د علي مرجان په نامه د مرادیان صادقي یو جاسوس ورسره وي، هره شېبه یې څاري. دا نه وي خبره.

نیاز محمد هم ورسره وي، دا خبریالانو ته تمرین ورکوي، حال دا چې خپله ژورنالسته نه ده. ژورنالیزم پرې تحمیل شوی دی. کله چې خپلې موخې پرې سر ته ورسوي. نو بېرته یې لندن ته بوځي، هلته په تلوېزیون کې خبرونه گوري او دا خبر پکې چې یوه انگرېز جنرال چې ایرانی الاصله دی، ایران ته د جاسوسي په تور نیول شوی وي.

ارزو خورا خپه کېږي. مور ته زنګ وهي. دې ته وروسته ور یادېږي، چې مرادیان صادقي او نور ملگري یې ټول په مستعارو نومونو ول، نو اوس به دا څه کوي.

دې خوا ته نیاز محمد یوه ورځ چې ارزو نوري ته په کابل کې یو کور نیول شوی دی، یوه ورځ دا نه وي، علي مرجان په مېز زر ډالر غورځوي، خپله حوېلۍ ته ځي، نیاز محمد چې ورشي او روپۍ وگوري، نو له خپله مجبوریت دوه سوه ډالر ور اخلي، بله ورځ یې علي مرجان ور غواړې، په پټو کمرو یې فلم ترې اخیستی وي. نو دی ګواښي چې پټه خوله دې بهتري ده، ما چې څه کول، پروا نه کوي. نیاز محمد چې یوې غونډې ته ځي، جنرال پټه یوه ایس بي ورکوي. هغه علي مرجان ته پټه راوړي.

پایله به ځکه د ناول نه وایم، چې بیا خوند په اوبو لاهو کېږي. ناول نوره شننه هم غواړي، زیاته شننه، خو هغه بل وخت ته پرېږدو.

#حاذق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...