پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهبغلان کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنه مړه او ژوبل...

بغلان کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنه مړه او ژوبل دي

تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۳مه】‏بغلان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دې ولایت په خنجان او دوشي ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ژوبل شوي دي.

سرچینې ویلي چې، لومړۍ پېښه د خنجان ګزان سیمه کې د یو ۳۰۳ ډوله او پاسو موټر د ټکر له امله شوې چې درې میرمنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز په دې پېښه کې دوه ماشومان او یو سړی ژوبل شوي دي.

په بله پېښه کې یو کرولا ډوله موټر د دوشي ولسوالۍ قره احمد سیمه کې له سړکه اوښتی چې په کې سپاره پنځه تنه سپرلي ژوبل شوي دي.

دغه ټرافیکي پېښي پرون دوشنبه ناوخته شوې او مسئولان یې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې تر جګړو وروسته ترافیکي پېښې هغه لویه ننګونه ده چې د زیات شمیر خلکو ژوند اخلي.

خلک په دې برخه کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لومړی لوی لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او دوهم قدم کې د حاکم نظام بې پروایي بولي.

دوی وایي، که حاکم نظام د بې اسناده موټرو او چلوونکو مخه ونیسي ښایي د ترافیکي پېښو ګراف راټیټ شي.

1 COMMENT

  1. حاکم نظام خپله غیر قانوني دی ، نه نړیوالو په رسمیت پېژندلی او نه ولس .
    حاکم نظام قانون او نړیوال منل شوي نورمونه نه مني ، دوی خپله په دعا او تعویذ چلیږي .
    د دریوري امتحان اساسي پوښتنه موټر ته د ختلو اود سفر په دعا شروع کیږي . نور که لږ سختي وکړي ، ګیر بدل کړه ، بریک ونیسه او اکسیلیټر ورکړه .
    په هغه هېواد کې چې اساسي قانون ، نور فرعی اوملي قوانین ، ملي بیرغ ، ملي سرود او ملي ګټې یا منافع او یو منل شوی خارجي ساست او خصوصا د هېواد ملي زعیم یا مشر وجود ونلري ، د ترافیکو او لویو لارو قانونه به له کومه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...