Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتاجکستان وایي د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د راتلونکي کال تر پایه بشپړېږي

تاجکستان وایي د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د راتلونکي کال تر پایه بشپړېږي

تاند【سه شنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۳مه】‏د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې به د راتلونکي ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر پورې بشپړ شي.

د یاد هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، جمشېد شویم‌ زاده زیاته کړې، چې په ۲۰۲۶ کال ګې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تر بشپړېدو وروسته به پاکستان ته د ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا لېږد پیل شي.

د نوموړي په وینا چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به یې د چارو له بشپړېدو وروسته یاده پروژه په رسمي توګه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

پر دې پروژې چې تمه وه چارې یې د جمهوري نظام په وخت کې بشپړ شي، تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت راځي چې لویه برخه یې نړیوال بانک په غاړه اخیستی دی.

د دې پروژې له مخې د قرغزستان او تاجکستان یو زر درې سوه میګاواټه برق افغانستان او بیا پاکستان ته لېږديږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...