د هالنډ د حکومت کابینه د درېیم ځل لپاره ړنګه شوه.
دا ځل هم د مهاجرت او پناهغوښتنې موضوع د ائتلافي ګوندونو ترمنځ ژور اختلاف راوپاراوه.
د “آزادي ګوند” (PVV) مشر، خِرت ویلدرز، چې د ۲۰۲۳ کال د ټاکنو وروسته یې ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې، غوښتنه وکړه چې د مهاجرت په اړه یو سخت لسمادهییز پلان عملي شي.
په دې پلان کې د سرحدونو پوځي کنټرول، د پناهغوښتونکو مرکزونو تړل، د سوریایي پناهغوښتونکو بېرته استول، او د کورنۍ یوځای کېدو بندیز شامل وو.
خو د ائتلاف نورو ګوندونو دا غوښتنې رد کړې، ځکه چې دا د اروپایي بشري حقونو قوانینو او د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون سره په ټکر کې وې.
د ائتلاف د نورو ګوندونو له خوا د دې پلان د نه منلو وروسته، ویلدرز اعلان وکړ چې ګوند یې له ائتلاف څخه وځي.
د دې اعلان سره سم، د هالنډ صدراعظم، ډیک شوف، تمه ده چې استعفا ورکړي او پاچا ویلم الکساندر ته د کابینې د ړنګېدو خبر ورکړي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوه چې هالنډ د ناټو د مشرانو کوربهتوب ته چمتووالی نیسي، او ښايي د دفاعي پرېکړو پر بهیر هم سیوری واچوي.
دا دریم ځل دی چې د هالنډ حکومت د مهاجرت د پالیسیو له کبله ړنګېږي.
لومړی ځل په ۲۰۱۰ کې د افغانستان د پوځي ماموریت له امله، او دویم ځل په ۲۰۲۳ کې، د همدغو ستونزو له امله، د مارک روته حکومت ړنګ شوی وو.