پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه روسیې کې شدیدې واورې د ۲۰۰ کلونو د ډېر ورښت ریکارډ...

په روسیې کې شدیدې واورې د ۲۰۰ کلونو د ډېر ورښت ریکارډ مات کړ

تاند (یکشنبه، شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) د روسیې په پلازمېنه مسکو کې روانه میاشت دومره سخته واوره اورېدلې چې په تېرو څه باندې ۲۰۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د مسکو د دولتي پوهنتون د هواپېژندنې متخصصانو په وینا، د جنورۍ تر ۲۹ پورې په ښار کې ۹۲ ملي‌متره باران او واوره ثبت شوې ده، چې د ۲۰۳ کلونو تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د ښار په کوڅو او واټونو کې کوټه واورې پرتې دي، چې له امله یې ښاریان له سختو ستونزو سره مخامخ شوي۔ په مرکزي سیمو کې تر ۶۰ سانتي‌متره (۲۴ انچه) پورې واوره پرته وه، چې د خلکو ورځنی ژوند یې سخت اغېزمن کړ.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په مسکو او شاوخوا سیمو کې د رېلګاډو او ټرمونو تګ راتګ له ځنډ سره مخ شو، او موټرونه په ساعتونو په اوږدو ترافیکي بندښتونو کې بند پاتې شول۔ ښاریان اړ شول چې د واورینو غونډیو ترمنځ ځان ته لارې خلاصې کړي۔

د مسکو دولتي پوهنتون په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي چې جنوري په غیر معمولي ډول سړه او واورینه میاشت وه، او په دې موده کې ریکارډ ماتوونکې واورې د سیمې د هوا پېژندنې تاریخ بدل کړی دی۔

له مسکو جلا روانه میاشت (جنوري) د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا په سیمه کې هم د درنې واورې د اورېدو او د سخت واورین طوفان له امله بېړنی حالت اعلان شوی و. هلته واورې د ودانیو تر دوهم پوړ پورې رسېدلي وې او موټرونه یومخ تر واورو لاندې پټ شوي وو۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...