تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) ساینسپوهان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي دا معلومه کړي چې ولې ځینې کسان اوږد ژوند کوي، خو ځینې نور ژر له نړۍ ځي۔ اوس نوې څېړنه ښيي چې د انسان د ژوند په موده کې د جینونو رول د پخوانیو اټکلونو پرتله نژدې دوه چنده ډېر مهم دی۔
د څېړنې له مخې، د اوږد عمر عوامل یوازې د ژوند طرز لکه ورزش، خواړه او ټولنیزې اړیکې نه دي، بلکې جینونه د انسان د ژوند کابو ۵۵ سلنه موده ټاکي۔ پاتې ۴۵ سلنه د ژوند موده له نامعلومو او بهرنیو عواملو سره تړاو لري۔
په «ساینس» مجله کې خپره شوې څېړنه وایي چې د ژوند پر موده اغېز کوونکي پېچلي عوامل لکه د کولیسټرول کچه، د هډوکو کمزوري او نور طبي فکتورونه دي، چې جینټیک اغېز پکې ډېر مهم دی.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې په پخوانیو اټکلونو کې د جینونو اغېز سم نه و ارزول شوی، ځکه ډېری یې له ۱۹مې پېړۍ څخه مخکې زېږېدلو کسانو پر معلوماتو ولاړ وو، هغه مهال چې طبي اسانتیاوې محدودې وې او وبایي ناروغۍ ډېرې عامې وې۔
څېړونکي وایي، سالم عادتونه او د ژوند د طرز ښه کول کولی شي د انسان په عمر کې څو کاله زیاتوالی یا کموالی راولي۔ د بېلګې په توګه، که د یو کس جینټیک عمر ۸۰ کاله وي، نو د سالم ژوند په وسیله دا تر ۸۵ کلونو پورې لوړېدای شي، خو د زیانمنو عادتونو له امله تر ۷۵ کلونو پورې راکمېدای هم شي۔
خو څېړونکو روښانه کړې چې له مناسب جینټیک جوړښت څخه پرته، یوازې د سالمو عادتونو په خپلولو، تر ۱۰۰ کلونو پورې رسېدل ممکن نه دي، ځکه چې جینټیک جوړښت لا له مخکې د انسان د ژوند اعظمي موده ټاکلې وي۔