شنبه, اپریل 27, 2024
Home+په دې ورځ د سوکلوبې افسانوي اتل له نړۍ وکوچېد

په دې ورځ د سوکلوبې افسانوي اتل له نړۍ وکوچېد

تاند- له نن څخه ۷ کاله پخوا د ۲۰۱۶ م کال د جون په درېیمه د بوکس لوبې نامتو لوبغاړی محمدعلي کیلې د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو او د خپلو زرګونو مینه والو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.

تر دې یوه ورځ وړاندې د محمد علي په زرګونو مینه وال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کینتاکي ایالت ته لاړل او د محمد علي د جنازې لمونځ یې ادا کړ.

محمد علي څو لسیزې په پارکینسن (رېږد) ناروغۍ اخته و، سر او ځان یې پوړېده او نه یې شوای تکیه کولی.

محمد علي درې ځله د نړۍ د درانه وزن اتل شوی او د یوه مدني فعال په توګه د شلمې پیړۍ په یوه تلپاتې شخصت بدل شو.

د محمد علي اصلي نوم کسیوس کیلې و. دی په ۱۹۶۴ کې مسلمان شو او خپل نوم یې په محمد علي بدل کړ.

د محمد علي د جنازې او درناوي مراسم د لوویل ښار په ازادي سټیډیم کې ترسره شول دا هغه ځای دی چې محمد علي په کې خپله وروستۍ مسابقه کړې وه.

په دې لوبه کې چې په ۱۹۶۱ کال کې وشوه، محمد علي بیسمن هوف ته ماتې ورکړه.

د جنازې امامت زید شاکر وکړ. امام زید شاکر وویل، محمد علي د نړۍ په میلیونونو مسلمانانو ته د اسلام یوه واقعي څېره ده چې سولې او زغم ته یې خلک رابلل:

“محمد علي د مسلمانانو د ټولنې ستره څېره وه. ده د ډېرو شیانو استازیتوب کاوه، ځکه چې دی د واقعیتونو څرګندونه کوله د هغو واقعیتونو چې هر مسلمان یې غوښتنه کوي، میړانه، سخاوت، عالي روحیه، مهرباني او مینه.”

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اردن پاچا عبداله الثاني هم د محمد علي د تدفین په مراسمو کې ګډون وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب