Homeخبرونهد ورځې یو شمېر نور مهم خبرونه

د ورځې یو شمېر نور مهم خبرونه

په جرمني کې د خپلې پخوانۍ مېرمنې د وژنې په تور افغان وګړی ونیول شو

د جرمني پولیسو ویلي، هغه افغان سړی چې د زاکسن ایالت په کمنیڅ ښار کې د خپلې پخوانۍ مېرمنې د وژنې په تور تورن دی، له تېښتې وروسته په چک جمهوریت کې نیول شوی او ټاکل شوې جرمني ته وسپارل شي.

پولیسو د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۰مه، وویل چې په دې پېښه کې یوه ۳۸ کلنه افغانه ښځه وژل شوې او یوه بله ۲۰ کلنه ښځه سخته ټپي شوې ده.

د راپور له مخې، دا پېښه په ځایي وخت د سهار شاوخوا ۴:۲۵ بجې د کمنیڅ ښار په یوه اپارتمان کې شوې ده.

چارواکو د پېښې د انګېزې په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې شکمن کس له پېښې وروسته چک جمهوریت ته تښتېدلی و، چې وروسته هلته ونیول شو.

پولیسو زیاته کړې چې د قضیې په اړه پلټنې روانې دي او تمه کېږي شکمن کس د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته جرمني ته وسپارل شي.

د پاکستان دفاع وزیر: د ټي‌ټي‌پي ملاتړ لا هم دوام لري

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف، ویلي چې د افغانستان حکومت لا هم د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ملاتړ کوي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د واکمن رژیم د چارواکو پر هغو «متضادو پیغامونو» باور نه شي کېدای چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي د بریدونو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

خواجه آصف ویلي: «دا دریځ یوازې په رسنیو کې مطرح شوی او په عمل کې یې د واقعیتونو په بدلون کې هېڅ اغېز نه دی کړی.»

هغه زیاته کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک ملاتړ لا هم دوام لري او د وضعیت په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې نه دي کمې شوې.

پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال له افغانستانه فعالیت کوي، خو د افغانستان واکمنه اداره دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د کار فرصتونه لا پسې کم شوي

د خوړو د نړیوال پروګرام په تازه اوونیز راپور کې راغلي، سره له دې چې د خوراکي توکو بیې تر یوه حده راټیټې شوې او بازارونه په نسبي ډول باثباته پاتې شوي دي، د مې میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د کارموندنې وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې و.

راپور ښيي چې د کورنیو عایدات لا هم تر سخت فشار لاندې دي او ډېری کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د یاد بنسټ په وینا، د مې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې ورځنيو مزدورانو په اوسط ډول یوازې د اوونۍ ۱.۹ ورځې کار موندلی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۰ سلنه او د تېرو درېیو کلونو د اوسط پرتله ۱۶ سلنه کمښت ښيي.

راپور زیاتوي چې دا وضعیت د کار بازار د دوامدارې کمزورۍ او د دندو د موندلو لپاره د سیالۍ د زیاتېدو څرګندونه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي هم د کار پر بازار فشار ډېر کړی او د محدودو کاري فرصتونو لپاره یې سیالي نوره هم سخته کړې ده.

اوچا: افغانستان ته د بشري مرستو د بودجې یوازې ۱۶ سلنه ورکړل شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالره مرستو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي چې د ټولې غوښتل شوې بودجې ۱۶ سلنه جوړوي.

اوچا یړه خبرپاڼه کې، چې پر خپله اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) یې خپره کړې، خبرداری ورکړی چې د بودجې مخ پر زیاتېدونکي کمښت په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو بهیر له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

دې ادارې زیاته کړې چې که بېړنۍ مالي ملاتړ برابره نه شي، میلیونونه کسان به له اړینو بشري مرستو بې‌برخې پاتې شي.

اوچا ټینګار کړی چې د مرستو د دوام او د بشري ناورین د لا ژورېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې عاجلې مرستې حیاتي اهمیت لري.

په پروان کې د سپرلیو د موټر د چپه کېدو پېښه؛ ۹ تنه مړه او ۶ نور ټپیان

له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، د پروان ولایت په شینواري ولسوالي کې د یوه فلاینګ‌کوچ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۹ تنهمړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، پېښه د سې‌شنبې په سهار هغه مهال وشوه چې موټر د آستانې درې له سیمې څخه د غوربند عمومي سړک پر لور روان و. ویل کېږي موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د ادارې ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره د پروان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پېښې ټول قربانیان د شینواري ولسوالي اوسېدونکي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه تر ډېره د سړکونو خراب وضعیت، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او له ټاکل شوي سرعت څخه چټک تګ بلل کېږي.

روسي چارواکی: د افغانستان او روسیې ترمنځ دې د ویزې معافیت رامنځته شي

د Info Kazan د راپور له مخې، په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم خبیبولین وړاندیز کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ویزې معافیت یا بې‌ویزې تګ راتګ دې پیل شي.

هغه ویلي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراخېدو سره، سوداګرو او پانګه‌والو ته د سفر اسانتیاوې برابرول کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.

خبیبولین زیاته کړې چې د تګ راتګ د محدودیتونو کمېدا به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو په ټینګښت کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...