تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی ویلي، د پاکستان اوسني امنیتي او سیاسي ستونزې په تېرو څلورو لسیزو کې د افراطیت د ملاتړ او د بهرنۍ پالیسۍ د وسیلې په توګه له هغه څخه د کار اخیستلو پایلې دي.
کرزي نن (سې شنبې) په اېکسپاڼه کې په یوه پیغام کې کښلي، د پاکستان دې سیاستونو نه یوازې افغانستان له اوږدمهالې بېثباتۍ سره مخامخ کړی، بلکې د افغانانو د پراخو مرګژوبلو او زیانونو سبب شوي هم دي.
هغه له اروپايي هېوادونو او اروپايي اتحادیې څخه د افغانستان د بشري مرستو له امله مننه کړې او له اروپايي چارواکو یې غوښتي چې د سیمې د امنیتي بحرانونو په ارزونه کې د ناامنۍ اصلي عوامل او بهرني رولونه په پام کې ونیسي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو کړکېچونو ته په اشارې وویل، دغه وضعیت جدي بشري اغېزې لرلې دي او د افراطیت د پراخېدو او سیمهییزې بېثباتۍ خطر یې زیات کړی دی.
کالاس زیاته کړې وه چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان او خپلو خلکو د دفاع حق لري، خو د کړکېچ د کمولو لپاره خبرې اترې تر هوايي بریدونو غوره لار ده.
نوموړې دا څرګندونې په اسلاماباد کې د اروپايي ټولنې او پاکستان ترمنځ د اتم ستراتیژیک ډیالوګ پر مهال کړې وې، چې د افغانستان وضعیت او سیمهییز امنیت یې د بحث مهم موضوعات وو.
کرزي د خپل پیغام په پای کې د افغانستان او اروپا ترمنځ د څه باندې یوې پېړۍ اړیکو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه اړیکې تل دوستانه او رغوونکې پاتې شوې دي.