تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) وروسته له هغې چې یوې رسنۍ ادعا وکړه چې د ولسي جرګې پخوانی غړی میرزا محمد کټوازی په امریکا کې نیول شوی، د هغه ورور دا ادعا رد کړه ویې ویل چې کټوازی نه دی توقیف شوی.
د نوموړي ورور رضا خان کټوازي له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي چې میرزا کټوازی د سوداګریزو چارو لپاره امریکا ته تللی و او اوس مهال په دوبۍ کې دی.
هغه وویل: «زه چې څه وایم باوري دي، ځکه زه یې ورور یم. زما ورور اوس په دوبۍ کې په خپل کور کې دی او موږ هره ورځ اړیکه لرو. هغه څه چې رسنیو خپاره کړي، ناسم دي.»
میرزا محمد کټوازي هم په خپلې فېسبوکپاڼې کې د امریکا وروستي سفر ته اشاره کړې، خو د نورو جزییاتو له ورکولو پرته یې ویلي چې د اسنادو ارزونه او پوښتنې ګروېږنې د امریکا د سرحدي او کډوالۍ د معمول پروسیجرونو برخه ده او پر ټولو مسافرو په یو ډول تطبیقېږي.
هغه لیکلي: «زما وروستی سفر امریکا ته هم د سوداګریزو موخو لپاره و. لکه څنګه چې څرګنده ده، هر هېواد، په ځانګړې توګه امریکا، له بهره د ورتلونکو خلکو او سرحدي کنټرول ځانګړي اصول لري. د مسافرو د اسنادو ارزونه، پوښتنې او اړینې څېړنې د عادي پروسیجرونو برخه ده چې پر ټولو مسافرو په یو شان ترسره کېږي.»
سره له دې، کټوازي په تېره یوه اوونۍ کې له رسنیو سره مستقیمې خبرې نه دي کړې، او د هغه کورنۍ هم د رسنیو د مرکې غوښتنه نه ده منلې.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو د امریکا د کورني امنیت وزارت په حواله راپور ورکړی و چې میرزا محمد کټوازی د مې په ۲۷مه د واشنګټن په ډلاس نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی و، خو د هغه کورنۍ دا راپورونه ردوي.