تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د جرمني د فدرالي احصایې ادارې د تازه شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان څخه جرمني ته د کډوالو شمېر ۴۱ سلنه کم شوی دی. د افغانانو ترڅنګ جرمني ته د نورو هیوادونو د اتباعو مهاجرت هم کم شوی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې جرمني ته د ورغلیو کډوالو شمېر ۲۳۵ زره کسانو ته راټیټ شوی دی، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۰ زره تنه و. د تېر کال په ترڅ کې شاوخوا ۱.۴۸ میلیونه کسان جرمني ته ورغلي او نژدې ۱.۲۵ میلیونه نور له دغه هېواده وتلي دي.
شمېرې ښيي چې د وړم کال پرتله ۱۹ زره لږو افغانانو تېر کال په جرکمي کې د پناه غوښتنې کړي دي. همدارنګه، د نورو هغو هېوادونو لکه سوریې او اوکراین د کډوالو په شمېر کې هم، چې د کډوالو مهمې سرچینې ګڼل کېږي، د پام وړ کموالی راغلی دی.
د راپور له مخې، جرمني لا هم کډوال او پناه غوښتونکي مني، خو د پخوا پرتله په ورو سرعت. د سوریې د وګړو د پناه غوښتنې شاوخوا ۲۵ زره کسانو ته راټیټې شوې، په داسې حال کې چې د اوکراین د وګړو ۹۶ زره کسانو ته رسېدلې ده.
کارپوهان وایي، دغه شمېرې په اروپا کې د کډوالۍ د بدلیدونکو بهیرونو او د مهاجرتي تګلارو د بدلونونو څرګندونه کوي.
جرمني لا هم د افغان کډوالو له مهمو مقصدونو څخه دی
جرمني له ۲۰۱۵ کال راهیسې، کله چې اروپا د پناه غوښتونکو له سترې څپې سره مخامخ شوه، د افغان کډوالو او مهاجرینو له مهمو مقصدونو څخه ګڼل کېږي. همداراز په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم زرګونه افغانان د پناه غوښتنې، د کورنۍ د یوځای کېدو او بشري پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته تللي دي.
په وروستیو کلونو کې جرمني چارواکو د کډوالۍ پر تګلارو لا ډېر محدودیتونه لګولي، خو په ورته وخت کې هڅه کوي د کار بازار اړتیاوې او د کډوالۍ په اړه کورني سیاسي فشارونه سره متوازن وساتي. د کډوالۍ موضوع لا هم د جرمني او اروپا په سیاست کې له مهمو بحثونو څخه ده.
تازه شمېرې د اروپا دننه د نفوسو د خوځښت په بهیر کې هم بدلون ښيي. د راپور له مخې، جرمني د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره د کډوالۍ منفي توازن ثبت کړی؛ یعنې له دغو هېوادونو څخه جرمني ته د ورتلونکو پرتله له جرمني څخه نورو اروپايي هېوادونو ته ډېر کسان تللي دي.
همداراز، د جرمني د وګړو د کډوالۍ کچه هم لوړه شوې او زیات شمېر جرمنان د استوګنې لپاره د سویس، اتریش او هسپانیا په شان هیوادونو ته کډه شوي دي. دا بدلونونه د اروپا په کچه د اقتصادي، ټولنیزو او کاري فرصتونو د بدلېدونکو شرایطو څرګندونه کوي.