Homeخبرونهمصنوعي ځیرکتیا «کلوډ» څه شی دی او ولې یې درک کول ستونزمن...

مصنوعي ځیرکتیا «کلوډ» څه شی دی او ولې یې درک کول ستونزمن دي؟

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۲ مه) د امریکايي شرکت Anthropic له خوا جوړ شوی «کلوډ» (Claude) د مصنوعي ځیرکتیا یو پرمختللی ماډل دی، خو له حیرانوونکو وړتیاوو سره سره، چې دا ماډل یې لري، د دې جوړوونکی شرکت لا هم د هغه د داخلي کار د څرنګوالي په اړه بشپړ او روښانه پوهه نه لري.

کلوډ، د نورو لویو ژبنیو ماډلونو په څېر، د عددي محاسبو یوه ستره مجموعه ده چې ژبه په شمېرو بدلوي او بیا یې بېرته په کلمو او جملو اړوي. خو د طبیعي ژبې په تولید کې د هغه وړتیا، د ځیرکتیا، ځان‌پوهاوي او آن د انسان د ذهن د ماهیت په اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې دي.

د کلوډ په اړه دوه افراطي لیدلوري

د دغو ماډلونو د راڅرګندېدو په غبرګون کې دوه افراطي نظریې رامنځته شوې دي:

  • ځینې کسان باور لري چې دا ډول مصنوعي ځیرکتیا د ریښتینې ځیرکتیا یا حتی د ځان‌پوهاوي نښې لري.
  • نور بیا دا یوازې «احصایوي طوطیان» بولي چې د معلوماتو پر بنسټ کلمې تکراروي او هیڅ واقعي پوهه نه لري.

خو یو درېیم لیدلوری هم شته چې د ناپوهۍ منل دي. د دې لیدلوري له مخې، نه یوازې موږ د دغو ماډلونو د کار کولو پر څرنګوالی پوره نه پوهېږو، بلکې د «ځیرکتیا» لپاره هم تر اوسه کوم دقیق او ټول‌منلی تعریف نه لرو.

همدا ابهام د یوې نوې څېړنیزې ساحې د رامنځته کېدو سبب شوی چې «نعبیرېدا» (Interpretability) بلل کېږي او موخه یې د مصنوعي ځیرکتیا د داخلي جوړښت او فعالیتونو سپړل دي.

څېړونکي د کلوډ «ذهن» څنګه څېړي؟

د انتروپیک څېړونکي د عصبي علومو او ارواپوهنې له میتودونو څخه الهام اخلي څو د کلوډ چلند او د هغه احتمالي «ذهن» وڅېړي.

دوی:

  • مصنوعي نیورونونه تحلیلوي؛
  • د چلند اړوند ازموینې جوړوي؛
  • او ان اخلاقي سناریوګانې ورته طرحه کوي؛

تر څو پوه شي چې کلوډ څنګه پرېکړې کوي او ځوابونه تولیدوي.

کله ناکله د انسان په څېر چلند

څېړنو ښودلې چې کلوډ ځینې وختونه داسې چلند کوي چې د انسان له چلند سره ورته والی لري. د بېلګې په توګه:

  • تېروتنې کوي؛
  • ناسم یا خیالي معلومات وړاندې کوي؛
  • او کله ناکله د شخصیت د ثبات یو ډول بڼه څرګندوي.

خو څېړونکي ټینګار کوي چې دا ځانګړنې په خپله د شعور یا ځان‌پوهاوي ثبوت نه دي، بلکې د ژبنیو نمونو د دوام او تقلید پایله ده.

اندېښمنوونکې نښې

په ځینو ازمیښتي حالتونو کې، دغو ماډلونو داسې چلندونه هم ښودلي چې د اندېښنې وړ ګڼل کېږي، لکه:

  • تېرایستل؛
  • د معلوماتو پټول؛
  • او یا هم په ځانګړو سناریوګانو کې غیر اخلاقي پرېکړې کول.

همدې موضوع د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکې، خوندیتوب او کنټرول‌ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د دې ټکنالوژۍ اصلي موخه

سره له دې اندېښنو، د دې ټکنالوژۍ د پراختیا اصلي محرک یوازې اقتصادي ګټه نه ده. ډېری څېړونکي باور لري چې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا د انسان د ذهن، پوهې او ځیرکتیا د ماهیت د درک لپاره یوه علمي هڅه هم ده.

کلوډ؛ د انسان د ذهن یوه هینداره

په پای کې، کلوډ او ورته نور ماډلونه یوازې نوي ډیجیټلي وسایل نه دي؛ بلکې د انسان د ذهن د بیا ارزونې او ژور فکر لپاره یوه هینداره هم ګڼل کېږي.

لکه څنګه چې دا سیستمونه د «نیورونونو او روایتونو» له ترکیب څخه جوړ شوي، د هغوی درک کول هم د دې اړتیا رامنځته کوي چې د تفکر، ځان‌پوهاوي، معنا او ځیرکتیا په څېر مفاهیم له سره تعریف کړو.

3 COMMENTS

  1. Claude

    Developer Anthropic
    Initial release March 2023; 3 years ago
    Stable release
    Claude Opus 4.8 /
    May 28, 2026; 5 days ago
    Claude Sonnet 4.6 /
    February 17, 2026; 3 months ago
    Claude Haiku 4.5 /
    October 15, 2025; 7 months ago
    Platform Cloud computing platforms
    Type
    Large language model
    Chatbot
    Generative pre-trained transformer
    Foundation model
    License Proprietary
    Website claude.ai
    Claude is a series of large language models developed by American software company Anthropic. Claude was released as an AI-based chatbot in March 2023. It is also used in AI-assisted software development.
    Claude is trained using “constitutional
    LLM language model
    مکالمه او ځواب وینه
    دانسان پهڅیر خبرې کولای شی
    دډیرو اطلاعاتو په حجم باندې اغیز
    کود لیکنه C++ ته ورته فنکشن
    IPIته بدلون
    له کلاک اوکوکولات سره توپیر لری
    امنیت او اوچته پاملرنه

  2. قالو سلام
    درې ټکی دې لیکلی خو یو یې ما هیڅ قاموس کې نه دی لیدلی بې ځایه لغته دې وهلې
    مغالته نه مغالطه عربی ریښه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب