سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه)په داسې حال کې چې د کار بازار د اشباع دی، د چین د شمالي په لرې پرتو دښتو کې د شپنۍ یوې دندې ته شمېر ځوانانو ځانونه کاندید کړي دي.
د شانګهای او چونګکینګ په څېر د لویو ښارونو له ۷۰۰ څخه زیاتو کسانو، چې پکې د فابریکو کارګران او د پوهنتونونو فارغان شامل دي، د منفي ۳۰ سانتيګراد درجې په سړه هوا کې د پسونو د پوولو لپاره د کار غوښتنلیکونه سپارلي دي. دغه کاري اعلان، چې د مالدارۍ د یوه فارم څښتن «ژو شیاویونګ» خپور کړی، اوس د چین په کورنیو ټولنیزو شبکو کې تر ټولو په ډېر لیدل شوي مطلب بدل شوی دی.
دا دنده د دوبي په موسم کې د ۲ زره هکټاره څړځایونو پر سر د ۳ زره پسونو څرول، او په ژمي کې له منفي ۳۰ درجې څخه په ټیټې تودوخې کې د هغوی لپاره د واښو برابرول او پالنه رانغاړي.
د دې کار میاشتنی معاش ۸ زره یوانه (شاوخوا زر یورو) ټاکل شوی، او ورسره وړیا استوګنځای او خواړه هم ورکول کېږي. دا اندازه د ښاري سیمو د خصوصي سکتور تر منځني معاش، چې شاوخوا ۶ زره یوانه دی، ډېره لوړه ده.
د فارم مالک وايي: «هیڅکله مې فکر نه کاوه چې دا اعلان به دومره په خواله رسنیو کې خپور شي.»
خو هغه د دې کار پر سختیو هم ټینګار کوي او زیاتوي: «معاش یې لوړ دی، خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا یو کس کولی شي په اوږدمهال کې دوام ورکړي او د ژمي سختې یخنۍ وزغمي که نه. دا د چکر او سیاحت ځای نه دی. زموږ په سیمه کې کېدای شي یو انسان بشپړ کال د بل انسان مخ هم ونه ویني!»
«نور یې زغملی نه شم!»
د دې دندې نژدې لسمه برخه غوښتونکي تازه له پوهنتونونو فارغ شوي دي. نور بیا د چین له مشهور او ستړي کوونکي کاري فرهنګ «۹۹۶» څخه د تېښتې په لټه کې دي؛ یعنې د سهار له ۹ بجو څخه د ماښام تر ۹ بجو پورې، په اوونۍ کې ۶ ورځې کار.
چینايي کارګر ۲۱ کلن جېمز ګو د خپلې تجربې په اړه وايي:
«تاسو هېڅ نه پوهېږئ چې هره ورځ له ۱۳ ساعتونو زیات کار کول او دومره پیچونه کلکول چې لاسونه مو وپړسي او ټول تڼاکې شي، څه احساس لري. د کار فشار دومره زیات دی چې نور یې زغملی نه شم.»
همدا وضعیت د شانګهای د برېښنايي سوداګرۍ د کارکوونکي ۲۸ کلن «وو» لپاره هم دی. که څه هم هغه هره میاشت ۱۰ زره یوانه عاید لري، خو چمتو دی له «ښاري ژوند څخه د تېښتې» او «له شور او زوږ څخه لرې د ارام ژوند» لپاره د معاش کمښت ومني.
یوه مخ پر زیاتېدو ستونزه
دغه ناهیلي او ستړیا د «چین د بازار د څېړنو ډلې» د مشر شان راین له مشاهداتو سره هم سمون لري. هغه وايي چې د چین د پوهنتونونو ډېری فارغان ویني چې د دوی د عاید لویه برخه د کوچنیو اپارتمانونو د کرایې په ورکولو لګېږي.
د ING مالي بنسټ مشر اقتصادپوه «لین سونګ» باور لري چې د دې دندې لپاره د غوښتونکو دغه هجوم «د داسې کاري بازار څرګندونه کوي چې لا هم سخت رقابتي دی او ډېری وختونه ټیټ معاشونه لري.»
سره له دې چې د بېکارۍ رسمي کچه شاوخوا ۵ سلنه ښودل کېږي، خو د «ناقصې دندې» پدیده ورځ تر بلې پراخېږي. د منځني ختیځ د کړکېچونو له امله د صنعتي لګښتونو زیاتوالی، د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ، او په روان دوبي کې بازار ته د ۱۲.۷ میلیونه نویو فارغانو ننوتل، وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.
په داسې شرایطو کې، انزوا او پراخو دښتو ته پناه وړل د ځینو کسانو لپاره د ژغورنې په یوه لاره بدله شوې ده.
په پای کې، د یاد اعلان خپروونکي چینايي مالدار د دې دندې لپاره څلور شپانه وټاکل: دوه جوړې (مېړه او مېرمنې) چې په ۱۹۸۰مې لسیزې کې زېږېدلي او ټول د کرنې او مالدارۍ تجربه لري. د هغه په باور، یوازې همدا کسان د دومره ژورې انزوا او سخت ژوند د زغملو وړتیا لرله.