Home+له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي او ادبي ناسته تر سره شوه.

څه موده مخکې پر ښاغلي سوله مل د زړه مرګونې حمله راغلې وه او کابو درې میاشتې په روغتون کې بستر و. د ښاغلي سوله‌مل د پوښتنې او لیدنې  په پلمه د یو شمېر اروپا مېشتو هېوادونو: انګلستان، ،هالنډ ، فرانسې، بېلجیم  او جرمني  مېشتو فرهنګي ټولنو استازو، فرهنګیانو،  لیکوالو او شاعرانو  په دغې ادبي ناسته کې ګډون کړی و.

د غونډې کوربه په بېلجیم کې مېشت فرهنګپال شخصیت ښاغلی محمد امبن باوري و، د غونډې چلوونکی پیاوړی شاعر او لیکوال  ښاغلی نظیف تکل و او ځانګړی مېلمه عبدالوکیل سوله‌مل و.

د غونډې په سر کې پیاوړي کیسه لیکوال او کره کتونکي  ښاغلي زرین انځور د سوله مل صیب  د کیسه ییز نثر په اړه لنډه وینا وګړه. ښاغلي انځور په ټولیزه توګه د ښاغلي سوله مل د لسو چاپ شویو داستاني ټولګو د ځانګړتیا وو  په اړه خبری. وکړي، ښاغلي انځور  همدارنګه عبدالوکیل سوله مل د افغانستان  او د پښتو ژبې هغه پیاوړی کیسه لیکوال وباله چې په خپلو کیسو کې یې د افغان مېرمنو په ژوند پورې تړلي موضوعات غوره  کړي دي  او نه یوازې  نوې او پېچلې سوژې په کیسو بدلوي بلکې د خوږ هنري او داستاني نثر  پنځونکی هم دی.

تر ښاغلي انځور وروسته پیاوړي شاعر او کره کتونکي ښاغلي عبدالغفور لېوال د سوله‌مل صیب د داستاني اثارو په اړه خپل نظر څرګند کړ او  سوله مل یې د پښتو ژبې یو زړور او تابو ماتوونکی لیکوال وباله . تر ښاغلی لېوال وروسته ډاکتر  طارق رشاد  د ښاغلي سوله سره خپلې په زړه پورې خاطرې  له ګډونوالو سره شریکې کړې . تر دې وروسته د کیسه ډایجست داستاني مجلې چلوونکي محبوب الله خان هم لنډې خبرې وکړې او د ښاغلي سوله‌مل  د کیسه ییز نثر  یو شمېر ځانګړتیاوې یې په ګوته کړې.

 د دې ادبي ناستې په پای کې ښاغلي عبدالوکیل سوله ‌مل ته وار ور ورسېد او هغه په خپلو خبرو کې له ټولو ګډونوالو او وینا والو څخه مننه وکړه او  بیا یې خپله لنډه کیسه (صیغه یی نکاح) ولوسته، د یادونې وړ ده چې ښاغلی عبدالوکیل سوله مل د افغانستان یو پیاوړی کیسه لیکوال دی چې  تر اوسه یې په پښتو ژبه د لنډو کیسو لس ټولګې خپرې شوي او په پنځو ژبو انګلیسي، فرانسوي، هندي، اردو  او دري کې یې هم  لنډې کيسې  ژباړل شوي او خپرې شوې دي.

راپور: محبوب خان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...