انجنبر زلمی نصرت
دنمارک
د زلمي خلیلزاد په اړه تبصره نه کوم؛ ځکه ډېر کم کسان شته چې د افغانستان د سیاسي ښي او کیڼ اړخونو ډلو او د افغانستان د شاوخوا هېوادونو ستراتیژیک سیاستونه د هغه په کچه وپېژني.
دجمهوریت له سقوط وروسته د افغانستان په اړه د هغه نظرونه اولیدلوری په ډېرو مواردو کې راته د درک او منلو وړ دی.
خو په دې وروستیو کې د امریکا په کانگرېس کې د افغانټبرې عایشې وهاب څرگند او روښانه دریځ د ستاینې او ملاتړ وړ بولم.
هغې په روښانه، ساده او عامفهمه ژبه او لنډو جملاتو له طالبانو سره د امریکا د رسمي تعامل په اړه خپل نظر څرگنده کړیده. د هغې په دریځ کې، د امریکا د ستراتیژیکو گټو ترڅنگ، د افغانستان د خلکو ملاتړ، د ښځو حقونه او د هغوی د زدهکړې حق ته هم په څرگند ډول توجه شویده.
زما په باور، دا د هېواد څخه بهر د افغان ښځو لپاره یو ښه مثال کېدای شي،ترڅو نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو د لا زیات ملاتړ لپاره د افغانستان د خلکو او د ملي لویو گټو پهچوکاتکې وهڅوي.
یوازې بغاوتیان، ټوپکیان او قومي ټیکهداران کولای شي د عایشې وهاب دې څرگندونو ته قومي رنگ ورکړي او له هغې سره مخالفت وکړي؛ هغې ویلي چې «واشنگټن باید، پرته له دې چې په افغانستان کې کومه ډله واکمنه وي، له دغه هېواد سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وساتي.» هغې همدا راز د طالبانو پر مخالفینو سختې نیوکې کړې او هغوی یې ژور ناکام او بېلارې، یا بېپروگرامه، بللي دي.
عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي