تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د امریکا د استازو جرګې ته لمړنۍ بریالۍ شوې افغانه عایشه وهاب، د دوشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن باید، پرته له دې چې په افغانستان کې کومه ډله واکمنه وي، له دغه هېواد سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي.
هغې د طالبانو پر مخالفو ډلو سختې نیوکې وکړې او هغوی یې «ناکام او بې لارې وبلل.
دې په تاکید وویل، هغو جنګسالارانو چې د واشنګټن ملاتړ یې درلود، د افغانستان د ملي ګټو لپاره د هڅو پر ځای دغه هېواد لوټلی دی.
وهاب وویل، افغانستان نورو متحدانو ته اړتیا لري او امریکا تر اوسه په دې برخه کې له خپل ډیپلوماتیک ظرفیت څخه په ښه توګه ګټه نه ده اخیستې.
هغې زیاته کړه چې د طالبانو ترڅنګ په افغانستان کې نورې جنګسالارې ډلې هم د واک ترلاسه کولو هڅه کوي، خو د هغې په باور، دغو ډلو هم د هېواد د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې غوره بللې دي.
وهاب وویل: «زما په اند، دا ټولې ډلې هم یو مخ ناکامې دي؛ ځکه هغه څه نه کوي چې د هېواد لپاره سم دي، بلکې هغه څه کوي چې د دوی په خپله ګټه وي.»
نوموړې زیاته کړه چې ان په هغه وخت کې چې دغو جنګسالارانو د امریکا ملاتړ درلود، امریکا شاهد وه چې هغوی په عملي توګه افغانستان لوټ کړ.
عایشه وهاب د کلیفورنیا ایالت سناتوره او د ډیموکرات ګوند غړې ده. هغې تېره اوونۍ په ځانګړو ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې د اریک سوالوېل د خالي شوې څوکۍ لپارهخ انتخابات وګټل او لومړنۍ افغان الاصله امریکايي شوه چې د امریکا کانګرس ته لار مومي.
اغلې وهاب وویل: «متحدایالتونه باید د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي؛ یعنې پرته له دې چې په افغانستان کې کومه ډله په واک کې وي، موږ باید ډیپلوماسۍ ته ژمن پاتې شو او له دې هېواد سره اړیکې ولرو.»
نوموړې هیله څرګنده کړه چې امریکا د رسمي اړیکو د ټینګولو له لارې طالبان د بشري حقونو رعایت او د افغان ښځو د وضعیت بدلون ته هڅولی شي.
دې دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړي چې له «ډیموکراسي ناو» رسنۍ سره یې وکړه. اغلې وهاب د افغانستان اوسنی وضعیت «ناهیلی کوونکی» وباله. هغې د ښځو او ماشومانو د زدهکړو او د عادي ژوند له حقونو څخه محرومیت ته اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دې وضعیت دوام ښايي په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د ناورین سبب شي.
د افغانستان کانونه او له امریکا سره اقتصادي همکاري
وهاب د افغانستان کانونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا باید لږ تر لږه د افغانستان له حکومت سره د بېلابېلو برخو د شراکت او قراردادونو لپاره همکاري وکړي.
هغې زیاته کړه چې افغانستان نورو متحدانو ته هم اړتیا لري او تر اوسه امریکا له دې ظرفیت څخه په حقیقي ډول ګټه نه ده اخیستې.
د طالبانو پر مخالفو ډلو نیوکه
د امریکا د استازو جرګې دې افغان الاصله استازې د طالبانو پر مخالفو ډلو هم سختې نیوکې وکړې.
هغې وویل، په افغانستان کې بېلابېل پخواني جنګسالاره ډلې هم شته چې د واک غوښتونکي دي، خو د هغې په باور، ډېری دا ډلې هم ناکامې او بې لارې شوې دي؛ ځکه د هېواد د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې تعقیبوي.
وهاب، پرته له دې چې د کوم شخص یا ډلې نوم واخلي، وویل چې ان په هغه دوره کې چې امریکا د دغو ډلو ملاتړ کاوه، لیدل شوي چې دغو جنګسالارانو هېواد د تباهۍ پر لور بیولی او په افغانستان کې یې له زورزیاتي او لوټمارۍ څخه کار اخیستی دی.
د وهاب په وینا، د افغانستان ستونزې یوازې په طالبانو پورې محدودې نه دي.
اغلې وهاب مخکې تر دې چې په انتخاباتو کې بریالۍ شي د افغانانو په یوه غونډه کې ویلي و چې دا نه د طالبانو بیرغ مني او نه د جګړه مارو بیرغ یوازې د افغانستان درې رنګه بیرغ ستر او د افغانستان ملي بیرغ بولي.