یو شمېر ښځینه لیکوالو انلاین ادبي بهیر پیل کړی دی چې دلته یې د لومړۍ غونډې راپور لوستلی شئ.
نیته: ۲۸، مې، ۲۰۲۳
ځای: انلاین (واتس اپ)
د ګډونوالو شمېر: ۱۶
غونډه د افغانستان د ماښام پنځه نیمې پیل شوه. په دریو برخو ویشل شوې وه. لومړۍ برخه کې پر دې بحث وشو چې څنګه کولی شو دا بهیر فعال او ګټور وساتو. دوهمه برخه د شعر کره کتنې ته ځانګړې شوې وه او په دریمه برخه کې یې مشاعره وشوه.
د بهیر د فعال ساتلو لپاره بېلابېل نظرونه وړاندې شول چې دلته یې غورچاڼ راخیستل شوی:
- د بهیر د فعال ساتلو لپاره یو وړاندیز دا و چې بحثونه مو منظم او دومره ښه واوسي چې په لیکنې بڼې یې خپاره کړو، تر څو هغو لوستونکو ته هم ورسېږي چې نه شي کولی په غونډو کې ګډون وکړي. په دې ډول به د بهیر د ګډونوالو فعالیت لا ډېر ګټور وي. دا لیکنې به نورو نجونو ته هم روحیه ورکړي. بله خوا، له ځینو رسنیو سره هم باید د بهیر د پیلېدو په اړه خبرې وشي.
- بحثونه دې یوازې تر غونډې محدود نه وي او که ممکنه وي په چټ کې هم پر ځینو ادبي مسایلو، کیسو او شعرونو بحث وشي.
- د غونډې اجنډا باید مخکې له مخکې شریکه شي. یو کس باید غونډه مخته یوسي، بله یې راپور ولیکي.
دوهمه برخه:
دا برخه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه. د شفیقې خپلواک په دې شعر کره کتنه وشوه:
زړه
چې زه درومم
حس کوم
تن مې وي پاڼې
طلايي وي
نارنجي وي
یو نیم رګ یې لا زرغون وي
خو ټټر مې
لکه ډېره زړه ونه
چې یې جرړې هم ترې لیرې
او پر ځمکه راوتلې
نه خوځېږي
نه بدلېږي
چې زه درومم
حس کوم تن مې ایرې دی
له ورو، ورو باد مې هم ویره
خو ټتر مې
خو ټټر راپسې دروند وي
لکه غر د لندو تېږو
نه ښورېږي
نه حسېږي
چې زه درومم
حس کوم
تن مې وروستۍ لمبه د شمعې
خو ټټر مې
یوه سمڅه د تیارې ده
چې رڼا یې هم له مخې نه تېرېږي
څو یې وینې، څو یې ګورې
تیاره لا هم پراخېږي
اوو! نه، نه !
زه یم تېروتې
زما دا احساس غلط دی
زه نو کله یم روانه؟
دا خو باد دی
چې له څنګه مې تېرېږي
دا خو پاڼې دي
چې شاوخوا نڅېږي
دا خو شمعې دي
بلېږي او بلېږي،
زه ولاړه یمه
تن مې هدېره دی
او ټټر کې مې
یو مړی ګرځومه
چې ورو، ورو راپسې درنېږي
چې ویښېږم
وینه یې وچه
نه په چا پسې خوږېږي
نه ځورېږي
نه دردېږي
نه درزېږي
زړه مې مړی
زما د زلفو په تک سپین کفن کې نغښتی
او د تن په هدیره کې
په واړه قبر کې ایښي
څه به درومي
څه به ژوند ته هوسېږي؟
نرګس سهاک دا وویل چې د شاعرې سبک ځانګړی دی، خو دې شعر کې ډېره ناهیلي ده. اوسني وضعت ته په کتو باید داسې لیکنې وشي چې هیله او امید پکې وي او مثبت پیغام باید ولېږدوي. خو په شعر کې احساسات په ښه توګه بیان شوي.
د هیلې پسرلۍ نظر دا و چې دا شعر عالي تصویرونه لري او د مني رنګونو د پیل د تصویر ښکلا څو برابره کړی ده. په پښتو شعر کې د رنګونو یادول کم دي، ښايي یو دلیل دا وي چې موږ ګڼو رنګونو ته نومونه نه لرو خو رنګونه د ښکلا او سمبولیزم جالبه دنیا ده. دې وویل: “ښه شعر هغه دی چې پر ما یو څه پوره احساس کړي او یو واحد تاثر ولري، چې په دې شعر کې و. هیلې، “حس کوم” فعل ته اشاره وکړه چې په پښتو کې ډېر طبیعي نه راځي.
شفیقې خپلواک وویل: ” په حس کوم مې ځکه شعر پیل کړی چې ښايي دا ټول حالت یوازې احساس وي. اصلا کې داسې کوم څه نه وي. ښايي یوازې احساس وي او بله خبره د تضاد وه چې تاسې یو ځای کې اشاره وکړه. ګوندې دوه متفاوت فعلونه مې یاد کړي د «ولاړه یم» او «ګرځوم». زما استدلال دا و چې هڅه مې کړې یو تضاد رامنځته کړم. چې شونې ده ولاړه یم او شونې ده هېڅ نه یم.”
ملالې کلیوالې د ښه شعر ځانګړتیاو ته اشاره وکړه چې باید نوې خبرې ولري. د دې په باور: د دې نظم ځانګړنه دا ده چې ډېر طبیعي او له عواطفو څخه ډک دی. د ټټر تشبیه له زړې ونې سره یوه نوې او نادره تشبې ده.
فرشتې غني وویل: “…چې زه درومم
حس کوم تن مې ایرې دی
له ورو، ورو باد مې هم ویره..” زه په دې برخه کې بنده پاتې یم، دې ته حیرانه یم چې څنګه شاعرې دومره ژور درد دلته بیان کړی. شاعره حس کوي چې تن یې ایرې دی خو له ورو ورو باده وېره لري. کله چې تازه اېرو ته ورو ورو باد ورکړې هغه بیرته تودیږي، که کومه برخه یې لا سمه نوي اېرې شوی نو ممکن بیرته سکروټې شي. نو دلته د شاعرې وېره بلکل په ځای ده، هغه ویریږي چې پټ زخمونه يې تازه نشي او و نه سوزي.
غونډه په مشاعره پای ته ورسیده. ځولې لمن، ملالې کلیوالې، فرشتې غني، امنې فنا خپل شعرونه، نرګس سهاک او ګلالۍ مومند د امنې فنا شعرونه ولوستل. د بلې غونډې راپور به نویده خوشبوه لیکي او غونډه به ګلالۍ مومند مخته وړي.
مننه
ډېر بهترين بحث و. کور مو ودان چي دلته يې خپروی.