جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد تماس کمیسون د کړنلارې نهایي کیدل؛ وثیق: ستنیدونکي څېرې به زموږ...

د تماس کمیسون د کړنلارې نهایي کیدل؛ وثیق: ستنیدونکي څېرې به زموږ د رژیم اطاعت کوي

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۱ مه )  له افغان شخصتيونو سره د طالبانو د تماس کمېسيون وياند احمد الله وثیق وايي، چې اوس اوس ((له افغان شخصيتونو سره د تماس او د هغو د راستنېدو کمېسيون)) پنځلس ماده ييزه کړنلاره وروستۍ شوې، چې د تګ راتګ، حقوقي دعوې، د پانګونې مسايل او د ځينو وسايلو د کارولو په څېر موردونه په ګوته کوي.

احمدالله وثيق د دغې کړنلارې يوه مهمه ماده د طالبانو له رژيم څخه د راستنېدونکو اطاعت ګڼي.

هغه زیاتوي: (( د هغوی لپاره هم يوه کړنلاره جوړه شوې ،چې هغوی هم کولای شي، دلته داسې يو سند ترلاسه کړي ،چې د هغه له مخې په خپل وطن کې ډاډه او په امن کې و اوسېږي. د هغو لپاره هم پر يوې کړنلارې کار روان دی او وروستۍ شوې ده.))

له افغان شخصيتونو سره د طالبانو د تماس کمېسيون وياند وايي، چې هيواد ته د پخوانيو چارواکو او سياسي څېرو راستنېدل، د هغوی د راستنېدو د بهير د اوږدوالي له امله په وروستيو مياشتو کې کم شوی دی.

  زياته کړه: (( په لومړيو وختونو کې د دغو کسانو شمېر ډېر زيات وو، زما په نظر اوس به ډېر کم هغه کسان پاتې وي ،چې هغوی هيواد ته مراجعه کوی يا ځينې کسان هلته تجارتونه لري، يا يې کورنۍ هلته اوسېږي.))

 د دغه کمېسيون د شمېرو له مخې، له افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسيون د فعاليت له پېلېدو راهيسې ۵۵۴ تنه هيواد ته راستانه شوي دي.

یو شمېر شنونکي یاد شوی کمیسیون او هڅې یې سمبولیکې بولي او وایي، تر هغې چې طالبان یوه قانونمند نظام جوړولو او د ټولو افغانانو حقونو، غوښتنو او په پریکړو او قدرت کې عادلانه مشارکت ونه مني، نه به یې منزوي رژیم پر پښو ودریږي او نه به افغانان او نړیوال د همکارۍ لاس ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب