جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت: د محتسبینو امتحان اخیستونکي شیخان مو قرنطین کړي وو

امر بالمعروف وزارت: د محتسبینو امتحان اخیستونکي شیخان مو قرنطین کړي وو

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۱ مه )   د طالبانو د رژيم امربالمعروف وزارت د کابل ښار لپاره ۲۰۰ نوي مذهبي پولیس، چې دوی یې محتسبین بولي، ګوماري.

یاد شوي وزارت پرون د  دغو کسانو د ګومارنې لپاره له نوماندانو ملایانو ازموینه اخیستې ده.

د وزارت په یوه اعلامیه کې د ازموینې د روڼتیا ټینګار شوی او ویل شوي: ((د محتسبینو د ګمارنې ازموینې د پوښتنو د برابرولو پروسې لپاره منتخب شپږ تنه شیوخ کرام  قرنطین شوي و،  او هر ډول ارتباط نیونې مخه یي نیول شوي وه؛ څو د ازموینې پروسه شفافه ترسره شي.))

طالبانو د یادو محتسبینو د امتیازاتو او په ټوله کې د امربالمعروف وزارت د بودیجې په اړه څه نه دي ویلي.

یاد شوی وزارت د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ښځو چارو وزارت پر ځای رامنځته او د ښځو وزارت ټول مرکزي او ولایتي تاسیسات او امکانات په واک کې ورکړل شول.

د طالبانو ځینو منتقدینو ویلي، چې طالب شېخان خپلو کې یو پر بل دومره بې باوره دي، چې د دوه سوو کسانو د ګومارنې د ازموینې اخیستونکي قرنطینوي.

طالبانو دغه راز د خپلو مذهبي پولیسو کاري حدود نه دي ښودلي.

دوی پرون په کابل ښار کې د همدغو مذهبي پولیسو لخوا د نیشه یي توکیو د پلور په تور د دوو تنو د نیونې خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب