دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د استاد پسرلي یو غزل

د استاد پسرلي یو غزل

مازدیګر چې ته راتلې د ګودر خواته
لمر به سر په احترام ټیټاوه تا ته
دا هغه د راده غاړه ها ګودر دی
چې د تا له مخه ښکلي وو هر چا ته
اوس د هغه لوګ ګودر په غاړه ناست یم
کوم چې تل یې خاطرې بخښلې ما ته
نه ته ښکارې، نه دې شرنګ د بنګړو اورم
وړم په هېرو خاطرو پسې ژوند شا ته
د وړو وړو څپو پاڼو کې ګورم
کوم تصویر دې ګوندې وي لا پکې پاته
سور سالو د شفق نن هم باندې خور شو
ولې نه راځې دې ښکلې تماشا ته
چېرته لاړئ،چېرته لاړئ، ښاپېریو
لکه عمر چې مې شا کړله زلما ته
لږ د تللې ځوانۍ مستو شېبو راشئ
ما د تل په مخه سوړ مه پرېږدئ ما ته
لوګ ګودر د ښاپېرو شو هغه زړه مې
چې مدام به لاس تر غاړه و ښکلا ته
د منګو د ډکېدو په پلمه هیڅوک
نه رادرومي اوس د زړونو تشېدا ته
بیا د دې سړو اوبو په زړه اور بل کړئ
چې نشې یې څاڅکي پور ورکړي مینا ته
غزلبڼ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب