جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د باچا امان الله ښېګڼې او تېر وتنې

د باچا امان الله ښېګڼې او تېر وتنې

په سیمه کې د اړیکو په تړاو، د یوه بریتانوي «پېري»،
يانې د عربي لارنس هاندې هڅې ۴برخه
 استاد شهسوارسنګروال
افغان واکمن امان الله پدې اند وه چې له روسانو پنجدې او له انګرېزانو بېرته پښتونخوا د افغانستان د جغرافیې برخه کړي. ولې د روسانو او برتانویانو نقشه دا وه چې ځوان پاچا څرنګه له پښو و غورځوي؟
نو ځکه دواړو هېوادونو خپلو جاسوسانو ته دنده وسپارله چئ نوی په پښو ولاړ افغانستان یو ځلې بیا د دوزخ لمبوته وغورځوي.
امان الله خان پوهېده دا چې شوروي او افغانستان د « خېوې او بخارا» خپلواکي منلې ده بیا نو روسان ولې په عمل کې دېته غاړه نه ږدي؟
له دې سربېره افغان – ترکی تړون کې هم د بخارا، خیوا ازادي په رسمیت پېژندل شوې وه، خو روسانو د یوه غولوونکي سیاست له مخې په سترګو کې خاورې اچولې دا خبره هغه مهال را پورته شوه چئ شوروي چارواکو په مسکو کې افغان استازي څرخي غلام نبي خان پړ وګاڼه اوګوت څېدنه یې وکړه چې باید د افغان حکومت د غو پنځو ټکو ته پام وکړي:
۱ـ افغانان باید د منځنۍ اسیا باغیانو سره مرسته ونه کړي.
۲- د بخارا په جګړه کې باید لاسوهنه و نشي.
۳- افغان حکومت باید د بخارا نه خپل استازی وباسي.
۴- له کرښې نه باید پوځونه پر شاشي.
۵- پدې سره کېدای شي چې روس او (افغان تړون) باورته زیان ونه رسېږي.
دا چې د افغان حکومت او شوروي اتحاد اړيکې خړې پړې شوې له له یادو ټکو سربېره نور لاملونه هم ول چې یو ستر لامل یې د انګرېزان توطیه وه چې یو تن جنرال مالیسن General wilfrid malleson یې دېته ګمارلي و چې د روسانو نیت په خپله ګټه راواړوي او کنه افغان چارواکو په ډېرې دېپلوماتیکي اوښیارۍ شوروي چارواکو ته داسې ځواب ووایه:
۱ـ د افغانستان دولت (۱۹۲۲-د جولای میاشت) ژمن دي چې موږ د دوستو هېوادونو روسې او بخارا هېوادونو لپاره ستونزې نه پیدا کوو.
۲- په بخارا کې روان کړکېچ د دوی د خپل منځۍ تربګنۍ پایله ده. افغان او روسي حکومتونه د لاس وهنې حق نلري.
۳- افغان حکومت به نا پیلی او بې پرې وي او دغه کورنۍ کشاله غندي.
بیا هم جنرال مالیسن (د جنوري ۲۴ نېټه ۱۹۲۲ کال) کال برتانوي چارواکو ته په ځغرده وویل که موږ غواړو چې د شوروي د پرمختګ مخه ونیسو غوره به داوي چې د افغانستان او روسئ تر منځ اړيکې خړې پړې کړو.[1]
نوموړي جنرال هند، افغانستان، مشهد او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د کار کولو اوږده تجربه درلوده.
ده په ۱۹۱۸ ز کال کې د اکتوبرله انقلاب (۱۹۱۷ کال) نه وروسته په منځنۍ اسیا کې د بلشویکانو، ترکانو، او ان د جرمنیانو د پرمختګ مخه ډب کړې وه.
مالیسن د خپل ماموریت په ترڅ کې دواړه غاړې (افغانستان او روسیه) یو د بل په وړاندې هڅولې.
د ساري په توګه، ځکه چې افغان ځواکونه د « کشک» نه د مروې په لوري پرمختګ وکړ.
ده ډېر ژر په دې تړاو بلشویکې څارګروته خبر ورکړ. هغوئ هم یو پلاوی «مروې » او عشق اباد ته واستوه.
بيا بلشویکانو د کشک سیمې ته د افغانانو د مخنیوي لپاره پوځونه و لېږل.
مالیسن پخپله وایې:
کله چې د بلشویکانو پوځونه سيمې ته ورسېدل نو بیا مې د هرات چارواکو ته د پېښې په تړاو خبر ورکړ.
هغوی د دې خبرې په اورېدو دومره خواشینې شول چې نور نو دواړو یو پربل باور نشو کولای.
له یوې خوا انګرېزي څارګرو او له بلې خوا روسي څارګرو دواړو د افغانستان په وړاندې له دښمنۍ ډک چلن غوره کړی وه.
د بېلګې په توګه کله چې امان الله خان شوروي روسیې ته سفر وکړ د « جي- پي- یو» څارګرې ادارې د روسیې دنامتو جنرال « سامو ییلوف» زوی دېته وګماره چې افغان واکمن شېبه په شېبه وڅاري.
نوموړى په پارسي ژبه پوهېده، خو پلاوي داسې فکر کاوه چې دی یوازې په روسي ژبه غږېدلی شي او بس.
افغان پاچا امان الله خان هغسې هم په شورویانو باور نشو کولای لکه څنګه چې د برتانویانو په دوستۍ شک درلود. دارنګه شوروي هم د باور وړ نه ښکارېده.
دغسې بې باورۍ ته جنرال مالسن هم لمنه وهله.
دوی پدې پوهېدل چې افغانان پرله پسې جګړو(افغان انګلیس جنګونو) ځپلي دي.
تر هغې چې شوروي اتحاد ورسره مرسته ونه کړي افغان حکومت د دې جوګه ندي چې د (ډېورنډ) موافقه لیک پرسر دنه منلو له بابته بله جګړه پیل کړي.
برتانوي چارواکو نه یوازې غوښتل چې افغانستان د شورویانو پر وړاندې بېباوره کړي بلکه پدې هڅو کې هم ول چې د محمدولي خان دېپلوماتیکي هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
دوئ له بېلابېلو لارو په فرانسې، ایټالیا، امریکا او نورو هېوادونو او همدا ډول په سیاسي شخصیتونو فشار راوړ چې د افغانستان نړیوال باور له ماتې سره مخ کړي.
انګرېزانو له بېلابېلو لارو کوښښ کاوه چې د هند دنیمې وچې او ترکي مسلمانان چې په کابل کې فعال ول له پښو وغورځوي. د ساري په توګه د ترکيې یو پخوانی چارواکی جمال پاشا چې د امان الله خان ښی لاس او د(اسلام زمری) یې باله، د انګلیس یوه جاسوس عبدالحق امیرته په غوږ کې وه څڅوله چې ده په خپلو سترګو یو سند په تاشقند کې لیدلی دی چې د جمال شا په مشرۍ به په کابل کې کودتا کېږي.
له یوې خوا انګرېزانو د پر له پسې لاس وهنو له امله او د خپلو جاسوسانو پرمټ یې افغان واکمن امان الله خان ته ډېرې ستونزې پیداکړې، ان تر دې چې یوه نامتو انکلیس څارګر « تي. اي. لارنس» د ملا په جامه کې چې په « عربي لارنس » نامتو دی خلک یې د امیر امان الله خان په وړاندې پاڅون ته را بلل.
له بلې خوا کله چې محمد ولي خان مخ په نیویارک (د جنوري میاشت ۱۹۲۱ ز کال) روان شو، برتانوي حکومت د یوې توطیې له مخې د «فاطمې سلطانه» په نوم یوه مېرمن (چې ښايې د شاشجاع له کورنۍ به وه) چې دری تنه اولادونه یېهم ور سره ول له برتانوي هند نه امریکاته پدې وخت کې ولېږل چې د افغان پلاوي له تګ سره یې سر خوړ.
مشر زوی یې شهزاده محمد هاشم (۱٩ کلن) بل زوي يې محمد عظيم خان (١٧ کلن) او دریم یې محمد اکبر (۱۲ کلن) نومېده. له ميرمنې سره د « دریانور» پنوم الماس هم وه.
نیویارک ټایمز د جولای (۱۹۲۱ ز کال) په یوه ګڼه کې « یوه افغانۍ شهزادګۍ له دریو زامنو سره» تر سر لیک لاندې و کاږل چې د اوسني پاشا خور فاطمه سلطانه نیویارک ته ورسېده.
ولې پخوا تردې چې د امریکې جمهوریس « هاردینګ) له افغان پلاوي سره و ګوري لومړی یې په سپینه ماڼۍ کې له فاطمې سلطان سره وکتل.
نیویارک ټایمز په خپله ۱۳ ګڼه کې دا په ګوته کړېده چې د سلطنتي کورنۍ دوه غړي يو له بل سره نه پېژني.
یوه خبریال له برتانوي چارواکي په دې هکله و پوښتل او هغه په ځواب کې وویل:
« دغه مېرمن په ريښتینې توګه یوه شهزاده ګۍ ده. ولې له افغان پلاوي نه ناخبره ده. [2]
له میلسن نه را واخله تر لارنس پورې ګڼو برتانوي څارګرو د افغانستان د ځوان حکومت د بې ثباته کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې چې په پایله کې خپلې موخې ته هم ورسېدل.
د چارواکو تر منځ خپل منځي ستونزې
د سراج الاخبار په خپرونه کې یو شمېر داسې کسانو کار کاوه چې د یوه فکري غورځنګ له مخې له یوې خوا یې د ښکېلاک په وړاندې او لس هڅاوه او له بلې خوایې د افغانستان د ودې او پرمختګ هیله درلوده.
دغه ډول اند او فکر ان د امیر عبدالرحمن خان د واک پر مهال هم له یو شمېر افغانانو سره وو. چې په سر کې مو لوي محمد سرور خان واصف، مولوي قیام الدین خان نیازی چې دوی دواړه د امیر ددولت مفتیان ول. همدا شان محمد قاسم خان سرمحرر یادولی شو.
دوی به تل یو بل ته خپله عقیده څرګندوله، د امیر حبیب الله خان د واک پر مهال دوى د لمړي مشروطیت بنسټ کېښود چې مشري یې د مولوي واصف په غاړه وه.
کله چې د حبیبې ښونځی جوړ شو بیا نو نوموړى په (۱۹۰۵ ز کال) د حبیبې ښونځي ښونکی شو. میر قاسم خان لیکي:
« خدای بښلی واصف هغه سالار وه چې د مشروطه غوښتونکو کاروان یې د خپل ژوند په بیه پیل کړ.
په همدغه غورځنګ کې یو شمېر هغه کسان هم ننو تلي وو چې د امیر حبیب الله خان اند او فکر يي ددغو هېواد و پالو په وړاندې واړوه ان تر دې چې د غلام محمد خان میمنه ګي په لاس یې یوه عریضه جلال اباد ته ولېږله.
په دغه کسانو کې یو شمېر د انکرېزانو جاسوسان هم ول، امیر یې دومره و لمساوه چې څو تنه یې هماغه ګړۍ په دار وځړول.
د دغه غورځنګ غړو د هېواد پالنې په موخه د هېوا د ودې او پر مختګ لپاره په دغو ټکو تینګار کاوه:
ـ د اسلام د سپېڅلی دین په رڼاکې د ملي حاکمیت وده.
ـ د ملي یوالې د پراختیا، سوله یېزې هڅې.
-د ښونې او روزنې پراختیا، دخلکو داستازو ټاکل.
– د هېواد د خپلواکۍ، دټولنیز عدالت ټینګښت. دنوې مدني ټولنې پراختيا او پرمختيا او نور.
– د نوې مدني ټولنې پراختیا او پرمختیا اونور.
امیر حبیب الله خان د یو شمېر محافطه کارانو په لمسون د لمړي مشروطه غوښتونکو زیات کسان یاخو یې ووژل او یاخو یې زنداني کړل.
ولې بیا هم د مشروطه غوښتونکو دویم غورځنګ د دوی د هېواد پالنې پل وڅاره او هماغه لاره یې خپله کړه.
دوی په لږ توپیر د همغې کړن لارې له مخې د یوه سیاسي ګوند بنسټ کېښود.
کله چې حبیب الله خان ومړ هماغه مشروطه غوښتونکو چې په دری ډلو په بېلا بېلو لوروکې فعال ول امان الله خان نه ملاتړ وکړ او په لږ وخت کې د ډېرو کارونو د کولو جوګه شول.
د زرګونو کتابونو خپرول، د لسګونو ورځپاڼو، مهالنيو او جریدو چلول، د لسګونو ښونځیو پرانستل، د قوانینو او نظام نامو تصویبول. او د ګڼ شمېر دولتي بنسټونو رغول د ساري په توګه یادولی شو.
ولې د مشروطه غوښتونکو د غورځنګ په وړاندې یو شمېر کسان هم ډګرته را ووتل چې په څرګنده یې دښمنۍ ته بډې را ووهلې.
دغه دښمنۍ او تربګنۍ ان ددولت تر کچې لوړې شوې.
ښه به وي چې لمړی دامان الله خان د کابینې غړي و پېژنو او بیا ددوی د تربګنۍ بنسټيزې موخې په ګوته کړو.
د اماني دولت لومړۍ کابینه او کړکېچونه
صدراعطم: سردار عبد القدوس خان (که څه هم د وزیرانو د شورا ریس پخپله امان الله خان وه)
حربیه وزیر: سپه سالار صالح محمد خان، سردار محمد نادرخان، عبدالعزیز خان.
د بهرنیو چارو وزیر: محمود طرزی، محمد ولي خان، غلام صدیق خان.
د کورنیو چارو وزیر: علي احمد خان، عبدالعزیز خان، عبد الاحد خان.
امنیه وزیر: شجاع الدوله خان(وروسته په کورنیو چارو وزارت واوښت).
د مالیې وزیر: میرزا محمود خان، میر هاشم خان.
د سوداګرۍ وزیر: غلام محمد خان، عبدالهادي خان داوي، علی احمد خان.
د ښونې او روزنې وزیر: سردار عبدالحبیب خان، سردار عبد الرحمن، محمد سلیمان خان، سردار حیات الله خان، سردار فیض محمد خان.
د کرهڼې وزیر: علی جان خان.
د ترانسپورت وزیر: غلام قادر خان.
د طب مستقل ریاست: سردار محمد کبیر خان.
د دربار وزیر: محمد یعقوب خان.
د دولت د شورا ریس: شېر احمد خان، محمد یعقوب خان.
د پاچا امان الله په کابینه کې په لوړه کچه تربګنۍ ته لمن وهل کېده.
د هېواد صدراعظم عبد القدوس خان د هغو کسان په وړاندې ودرېد چې په افغانستان کې د اوښتون او بدلون پېرته ژمن ول چئ موږ په سرکې د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي یادولی شو.
عبدالقدوس خان دومره د مشروطیت په وړاندې ودرېد چې دوی یې واجب القتل ګڼل.
لکه څنکه چې محمود طرزي يو شمېر روڼ اندي په ځان راټول کړي ول. همدا رنګه صدراعظم عبد القدوس خان هم کوښښ کاوه چې (دغه مهال ۸۰ کلن وه د زوکړې کال ۱۸۴۰) چې یو شمېر زاړه پالي خانان او مهافظه کاره روحاني شخصیتونه د ځان ملګري کړي.
چې موږ پدغه لړ کې شمس المشایخ مجددي او حضرت نورالمشایخ د بېلګې په توګه یادولی شو، له دې سربېره دامان الله خان د واک په مهال یو شمېر نور سیاسي خوځښتونه هم تر سترګو کېدل لکه:
پوهاند ډاکتر کاکړ چې چې د منشی علي احمد خان له خولې کښلي دي:
په کابل کې یوشمېر کسانو چې بهرني هېوادونه یې ليدلي ول او زدکړې یې کړې وې د محمد ولي خان په ګوند کې په پټه ننوتل او دافغانستان جمهوریت جوړولو په امکاناتو باندې په پته بحثونه کول. په هغو کې دغه کسان وو:
غلام صدیق څرخي، عبد الهادي خان داوي، حبیب الله خان (د حرب وزیر مرستیال) عبدالرحمن لودين،علي محمد خان، ميرزا محمد خان، میر سید قاسم خان، ځني نظامي افسران او هم ځینې غیر مهم کسان لکه میر غلام محمد او نور.
شجاع الدوله خان او محمد یعقوب خان (د دربار وزیر) هم په دغه ګوند کې وو.[3]
له امان الله خان سره خپلو درباریانو او برتانوي چارواکو لویه دښمني وکړه. دوی په ګډه چاپه شعوري بڼه او چا هم په نا شعوري نه یوازې له پاچا امان الله سره بد وکړل بلکه افغان ولس یې د بربادۍ کندې ته و غورځاوه.
یو شمېر دوه مخي درباریان د لښتي دواړو غاړوته څرېدل. مخامخ یې پاچا ته غوړه مالي کوله او تر شایې په پاچا ګوزار کاوه نو کارې او شوکارې پرې لګولې. ان تر دې چې د افغانانو د ښمنانو(انګرېزانو او روسانو) ته يې هم خپله لمن په سر اړه وله.
انګرېزانو له دا ډول خپل منځي نا خوالو نه سیاسي ګټه اخیسته.
«سټیوارت» وایې: د انګلیس چارواکي په دې پوهېدل چې دوی له افغان سردارانو او درباریانو سره څه ډول چلند وکړي؟.
هغه مهال چې لارډ رابرتس په کابل کې وه له افغان سردارانو سره په ډېر ادب او درنښت غږېدل. ان په اداري چارو کې یې له دوی سره سلا کوله.[4]
برتانوي څارګر ډېوه پلاس داسې سردارانو پسې ګرځېدل چې له باچا نه به خواشیني ول. دامان الله خان یو نامتو سردار شېراحمد خان د برتانیا د سفارت له یوه استازي « مکوناچي» سره د سپتمبر په میاشت ۱۷ مه نيټه (۱۹۲۴ز کال) نېټه ولیدل سربېره له دې چې ددولت ځینې پټ رازونه یې د غوړه مالۍ له مخې هغوی ته وویلې بلکې په امان الله خان او محمود طرزي یې هم نیوکه وکړه چې ګنې د ټیټې طبقې مامورین یې د دولت لوړ رتبه چارو کې ګمارلي دي چې عبد الهادي داوي او میر محمد هاشم د ساري په توګه یادلی شم.
د « جمهوریت ګوند) یوشمېر غړو هم د خپل واک او ځواک لپاره پتېلې وه چې ځانونه دپوځ په لیکو کې پیاوړي کړي.
دوی په تل د (مصطی کمال اتاترک) او پهلوي رضا د واک بېلګې وړاندې کولې نو ځکه یې محمد ولي خان ته سپارښتنه کوله چې د نادر خان په ځای دجنګ وزیر وټاکل شي.
محمد ولي خان هغسې هم چې د یوه پلاوي په مشرۍ یو شمېر بهرنیو هېوادوته دېپلوماتیک سفرونه وکړل، پاچاه ته دومره په زړه خوږ شو چې یومیلیون روپۍ یې ورکړې.
د کو هدامن په مرادبېګ کې د محمد حسین خان مستوفي (د استاد خلیلي پلار) ځمکې هم ور ډالۍ کړې او د طرزي پرځای د بهرنیو چارو وزیر هم کړ، دده د ګوند غړي پوهېدل چې پاچا دده هر ناز مني، باید د نادرخان پر ځای وټاکل شي.
د دولت د چارواکو تر منځ دغه نا خوالې او بې باورۍ را واخله د شېر محمد خان او فیض محمد خان زکریا اړيکې چې د برتانوي هند له چارواکو سره یې پاللې. [5]
یا د محمد نادرخان او د جمهوریت د ګوند د غړو تر منځ د چوکۍ پر سر ناندرۍ او کړکېچ.او د نورالمشایخ هاندې او هڅې.
دا ټول هغه څه ول چې د اماني غورځنګ ملایې ماته کړه، دې او پرمختګ ستنې یې ولړزولې او په پای کې امان الله خان د کورنیو لانجو او بهرنیو لاسوهنو قرباني شو.
د پاچا امان الله رغاونې اصلاحات او سپارښتنې
د امان الله له ملي او تاریخي کارنامونه يوه ستره کارنامه د هېواد د خپلواکۍ اعلان و، چې ولس ورنه ټینګ ملاتړ وکړ.
پا چا له دېنه وروسته کورنیو چاروته ډېره پاملرنه وکړه، لمړی یې بېګارونه د اولس له اوږونه جګ کړل او بیا په ډاګه وویل:
له دېنه وروسته حکومت نشي کولی چې د تېر په څېر خلک اجباري کاروته اړ باسي.
په هېواد کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سیاسي او فرهنګي بنسټونو پرمختیا، د کرهنیزوچارو وده، په جلال اباد او پغمان کې د لویو جرګو رابلل.
ښونې او روزنې ته ځانکړې پاملرنه، د پاچا امان الله یو بل ګټور ګام وه چې نه یوازې ځوانان یې زدکړې ته وهڅول بلکې پېغلې یې هم لوړو زدکړوته وهڅولې.
د ارشاد النسوان ټولنې بنسټ د ساري په توګه یادولی شو.. د افغانستان ملي بیرغ او د ملي شورا جوړول. د ډله يیزو رسنیو خپرول، د ټولنیز شعور د ودې او پرمختګ لپاره له نوښت او پایښت نه ډک کار وه، چې پاچا ورته ځانګړې پاملرنه درلوده.
د ښځو حقوقوته درناوی، د صورتي او غیرنکاحي ښځو رخصتول چې د امیر حبیب الله په دربار کې یې شتون درلود.
ده د تېرو پاچاهانو په خلاف يوازې یوه مېرمن لرله (که څه هم وروسته د تره لور په نکاح کړه) چې د محمود طرزي لور وه« ملکه ثریا» نومېده دوی (لومړی په سراج الاخبار کې اشنا شول).
د لاسي صنایعو وده او د دولتي بانک تاسیس، دهوایې شرکت جوړول. د سره صلیب په نړیواله کمېټه کې د افغانستان ګډون.
د عبد الهادي خان داوي په مدیریت د امان افغان جریدې بنسټ. د ملی يوالي ټینګښت دادې پاچا امان الله یو بل غوره کار وه چې د قوم پنوم ياد سردارانو په نوم یې ټول امتیازونه له منځه یوړل.
پاچا د اداري سموون لپاره په ځای کارونه سرته و رسول، قانونیت او مشروعیت یې د هرچا په ژوند کې ټاکونکی وګاڼه.
د همدې موخې پر بنسټ یې د هېواد بېلابېل سیموته سفرونه وکړل چئ موږ کندهار، مزارشریف، قطغن، او د هېواد ختیز د بېلګې په توګه یادولی شو.
په افغانستان کې د اساسي قانون(نظام نامو) تصویب او د لویې جرګې رابلل چې د هېواد ګڼ شمېر استازو پکې برخه اخیستې وه.
د جزا قانون چې د ملایانو انحصار يې له منځه یووړ او د محاکمو له خوا تر تطبیق لاندې ونیول شو، د نجونو تعلیم، د ښوونيزو او روزنیزو زدکړو پراختیا او پرمختيا، په ځانکړي ډول د ښځو ازادي او مخ لوڅی… دا ټول هغه لاملونه ول چې په خوست کې یوشمېر ملایانو ته په سر کې ملا عبدالرشید خان، او ملا عبدالله خان چې په ملا گوډ مشهور وه، د پاڅون او غبرګون زمینه برابره کړه، يو شمېر څېړونکي انګېري چي پدې کې بهرنى لاس وو، پدې تړاو تاریخ پوه مير غلام محمد غبار داسې لیکلي دي:
«انګریزانو، افغانستان ته د یوه لیک په ترځ کې په (۱۹۲۰) داسې وویل: افغانستان باید له شوروي سره خپلې اړيکې پرې کړي… په همدې اړه د پاچا امان الله تر مشرۍ لاندې د ارګ په شمالي برج کې دولتي چارواکو چې د مدير تر کچې کسانو هم برخه اخیستې وه (غبار هم پکې وه)، دوه ورځې کنفرانس جوړ کړ… په پای کې له ګډون والو نه د انګلیس دغوښتنې په تړاو پوښتنه وشوه، ټو لو پرته د جرګې له ریس شېر احمد حان نه په یوه خوله د انګلیس غوښتنه رد کړه.[6]
همدغه یوه لویه پلمه وه چې له یوې خوا کورنۍ ستونزې او له بلې خوا انګرېزانو د افغانستان په وړاندې یو شمېر کسان را پاڅول چې موږ پدغه لړکې د خوست پېښه هم د ساري په توګه یادولی شو.
دخوست پاڅون
د خوست پاڅون د ۱۹۲۴ کال په سر کې لومړی د منګلو له خوا پیل شو، وروسته د نورو قومونو او خېلونو په ملتیا وخوځېد.
ددې پاڅون موخه هماغه د امان الله حان د جزا قانون په شمول د پاچا داصلاحاتو او دټولنیزيو سمونونو مخه ډب کول وو. چې د خلکو د هوساینې لپاره په پام کې ول.
ولې یو شمېر ملایانو په سرکې ګوډ ملا چې په یوه لاس کې قرانکریم او په بل لاس کې د امان الله خان قانون وه خلکوته به يې وېل:
اې خلکو د خدای(ج) کتاب منی او که د امان الله کتاب؟ ددوی په منځ کې داسې سیاسي کسان هم ول چې ویل به يې:
پاچا غواړي چې « د ترکې ولسمشر اتاترک» په څېرملایان له منځه یوسي. (اتاترک امان الله ته ویلې ول که غواړې سمونې پلې کړې نو یوه ځواکمن پوځ ته اړتیا ده).
له یوې خوا د یوه پیاوړي او ځواکمن پوځ نه شتون او له بلې خوا د امان الله خان د واک پرمهال ازادي چې د امیر عبدالرحمن خان له پاچاهۍ سره د پرتلې وړنه وه.
نو ځکه له دغې یوې ناڅاپې ازادۍ نه چې د هېواد ډېر خلک نا لوستي وه، کورنیو او بهرنیو دښمنانو ترې ناوړه ګټه واخیسته.
پاچا په لمړي سرکې یو شمېر کسان دېته وګمارل چې د باغیانو له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
ان تر دې چې لویې جرګې هم یو شمېر پرېکړې چې د قانون په تړاو شوې وې واړولې. ولې بیاهم دیاغيتوب دغه بهیر د منګلو او ځدرانو قومونو پو رې ایسار پاتې نشو نورو قومونو او نورو سیمو ته هم وغزېد.
ټولې پکتیا، غزني او وردګو پورې یې لمن پراخه شوه.
په پروان، کاپیسا، تګاو او ان د ننګرهار په شاو خوا کې هم ولس د حکومت په وړاندې را پا څېده او خپل غبرګون یې په ډاګه کړ.
انګرېزانو غوښتل چې جګړه لا پراخه شي. دا ځکه چې دواړه لوري ته مخامخ جنګیالي ددوی تاريخي دښمنان ول. یوه لورته د افغانستان او انګلیس دریمه جګړه کې همدغه د پکتیا مېړني ول چې انګرېزان یې و ځغلول.
بل لورته دولت وه چې دوی یې په وسلو بندیز ولګوه چې له هند نه افغانستان ته وونه لېږدول شي.
دواړو لوروته درنه مرګ ژوبله واوښته داچې پوځیانو ته ډېر زیان ورسېد یولامل یې داوه چې امان الله خان غوښتل چې د سولې له لارې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.
نو خکه یې منځلاري دیني عالمان شمس المشایخ حضرت فصل محمد، نور المشایخ فضل عمر، د عدلیې وزیر، قاضي القضات، سردار محمد عثمان خان او یو شمېر نور سیاسي او ټولنیز شخصیتونه یې د خبر لپاره د جنګیالیو لیکوته واستول.
ولې له بده مرغه چې یو شمېر کسانو داسې رول ولوباوه چې نه یوازې جګړه پای ته ونه رسېده بلکې جګړه يې لا توده او اوږده کړه چې ان یو کال یې دوام وکړ.
«سټېوارت» انګيرلي دي چې نور المشایخ په پټه له یو شمېر بلواګرو سره اړیکه درلوده او دوی يې جګړې ته هڅول.[7]
که څه هم چې نور المشايخ د شمس المشایخ په سپارښتنه ازاد شو او شمس المشایخ دېته ژمن وو چې د دواړو لورو ترمنځ جوړه وشي. نوموړي له پاچا سره ورته اند او نظر درلود چې بایده دی د ډېورنډ له کرښې پورې قومونه ازاد او خپلواک شي.
فضل غني مجددي په خپل کتاب کې د « حضرت صبغت الله مجددي د مور له خولې چې د سردار محمد عثمان خان لور کېده په دې اړه کښلي دي:
« د نور المشایخ، سردار محمد عثمان خان او دملا عبدالله ترمنځ پټې خبرې وشوې چې د نور المشایخ او ملا عبدالله اندونه سره ورته ول ولې شمس المشایخ د ګوډ ملا وړاندیزونه ونه منل. [8]
نور المشایخ د پکتیا نه دېره اسمایل خان ته ولاړ یو شمېر نور لکه د تګاو اخون زاده ملا حمید الله د حج په پلمه له هېواد نه ووت.
د حرب وزیر محمد نادرخان له دندې ګوښه شو او د سټيوارت په اند کله چې د نادر خان او برتانوي استازي همفرز تر منځ خبرې وشوې. نوموړى لمړی د امان الله له ا صلاحاتو او سمونو نه سر وټکاوه، له پاچا ه سربېره یې په محمود طرزي هم ګوت نیوی وکړ او ځان یې دانګرېزانو دوست وښود. [9]
د حرب وزیر محمد ولي خان، یو شمېر پوځي، دیني او ولسي مشرانو د حکومت له کړو وړو نه ملاتړ وکړ، کوم څه چې دولت ته ډېر ګټور تمام شو هغه د مخالفینو سره د پخواني پاچا سردار محمد یعقوب د یوې وینځې د زوی سردار عبد الکريم خان یو ځای کېدل وه چې د انګریزانو په سپارښتنه پکتیا ته راغلی وه.
ډېر زر خلکوته څرګنده شوه چې پدغه اړو دوړ کې د برتانوي هند چارواکې ښکېل دي. نو ځکه خلکو د حکومت ملاتړ وکړ. عبدالکریم خان بېرته هندوستان ته و تښتېد.
له ده سربېره نعمت الله پنوم يو تن چې قادیاني وه هم ګمارل شوی وه چې یو شمېر پاڼې ترې تر ګوتو شوې. د سید سعدي افندي په نوم یو بل بهرنی چې ځان يې شیخ عبداالقادر جیلاني په ګوته کړی وه تر سترګو شو.
د عبذالکریم خان له رسواکېدو او دده د زامنو له ښکېلتیا وروسته یو شمېر قومونه د حکومت په ملاتړ پاڅېدل.
محمد امین، محمدغوث، میرزمان کونړی، شاولیخان، رجب علي، غلام نبي خان څرخي، علي احمدخان بارکزی چې د ننګرهار د تنظیم ریس وه. جنرال محمد عمرخان، جنرال عبد الوکیل، ببرک خان ځدران، جان محمد، بهرام خان، د حرب د وزیر مرستیال حبیب الله خان او نور یاد ولی شو چې پدغه جنګ کې یې مېړانه وکړه او مخالفین و ځپل شول.
[1] :- Wilfrid Malleson ( Jan Uary 24, 1922) the British military mission to Turkistan, 1918- 20 royal central asian journal, valiuem 1922,number 2
[2] :- stewart,rhea talley firein Afghanistan 1973. P.169
[3] :- کاکړ پوهاند محمد حسن د پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه ۵۴-۵۵ مخونه
[4] :-stewart rhea tally fifeln Afghanistan 1973-p. 274
[5] :- د زکریا پلار ګل محمد خان د امیر عبدالرحمن خان د واک په مهال په هند کې اوسېدل.
[6] :- غبار میر غلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۸۰۶ مخ
[7] :- سټيوارټ ۲۵۶ مخ
[8] :- مجددي، استاد فضل غني افغانستان در عهد امان الله کالفورنیا، ایالات متحده امریکا ۲۳۹ مخ
[9] :- سټیورات ۲۵۳-۲۵۵ مخونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب