دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکابل نن د ملا حسن اخند په ګډون د « افغانستان اقتصاد»...

کابل نن د ملا حسن اخند په ګډون د « افغانستان اقتصاد» کنفرانس کوربه دی

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) ټاکل شوې، چې کابل نن د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون د “افغانستان اقتصاد” تر سرلیک لاندي یو ورځینی کنفرانس ترسره شي.

د طالبانو یوې سرچينې تاند ته وويل، چې دغه کنفرانس به د دوی د رياست الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په وینا سره پرانیستل شي او د ریاست الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا سره پای ته ورسیږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه کنفرانس جریان به د ملي ټلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپور شي.

د کنفرانس د ګډونوالو او اجنډا په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا کنفرانس داسې مهال ترسره کیږي، چې طالبان په افغانستان کې « مالیاتي اونۍ» نمانځي او د عوايدو د زياتوالي خبر ورکوي.

له دې سره، په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين له کبله له فقر سره د مخامخو کسانو شمېر ۲۴ میلیونه تنه ښودل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب