سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد‌ زينب کورنۍ سره مرسته، ط مقام وايي ټولې دبدېې سره بیا...

د‌ زينب کورنۍ سره مرسته، ط مقام وايي ټولې دبدېې سره بیا هم د « رعيت» په غم غمجن دي .

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت تامیناتي مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي په کابل کې د خپلو جنګیالیو په ډزو د يوې وژل شوې نجلۍ د کورنۍ غمرازۍ ته ورغلی و ‌

نوموړي د زینب عبداللهی په نوم د وژل شوې دغې نجلۍ د کورنۍ سره ۶ لکه افغانۍ مالي مرسته هم کړې ده.

طالب مقام نوموړی نجلۍ «:شهیده» ګڼلې او د قاتل د نیولو خبر یې هم ورکړی.

طالب چارواکي ويلي، چې د نجلۍ قاتل نه دا عمل « سهوآ» شوی، چې محاکمه به شي او که د قصاص حکم يې وشي، هم به یې تطبيق کړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت دغه مرستیال په خپره شوې ویډیو کې ویلي: موږ له همدومره دبدبې سره، چې ټوله نړۍ مو ماته کړې، د خپل « رعيت» په غم شریک یوو او اوښکې ورسره تویوو.

 زینب عبداللهی د تېرې جمعې په شپه هغه مهال د طالبانو له یوه چیک پینټ څخه د دوی پر موټر په ډزو ووژل شو، چې کورنۍ یې یوه واده ته روانه وه.

دا پېښه د کابل په لويديځ مهتاب قلعه سيمه کې رامنځته شوه.

د یادې پېښې پر وړاندې په پراخه کچه اعتراضونه وشول او طالبانو یې په خلاف کابل کې د څو ښځینه لاریونونو د ترسره کيدو مخنيوی هم وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب