یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاتمر: دیپلوماتان مو په اندونیزیا کې د افغانانو پر وړاندې د پوليسو...

اتمر: دیپلوماتان مو په اندونیزیا کې د افغانانو پر وړاندې د پوليسو تاوتريخوالی څېړي

تاند:( چار شنبه، د جدي نهه ویشتمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر، چې ملګري ملتونو اوس هم د افغانستان د استازيتوب څوکۍ د نوموړي معرفي کړو دیپلوماتانو ته ورکړې، په اندونیزیا کې د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د پوليسو تاوتريخوالي ته غبرګون ښودلی.

حنيف اتمر،‌ چې لا هم ځان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګڼي، لیکلي چې دیپلوماتان یې د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د اندونيزيا د پوليسو تاوتريخوالی څېړي.

هغه د یاد شوي هېواد د بهرنيو چارو له وزیرې غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو د « ناوړه» وضعيت په اړه پاملرنه وکړي.

په اندونیزیا کې له څه باندې لسو کلونو راهيسې په زرګونه افغان پناه غوښتونکي په بې‌ سرنوشته ډول له کړاوه ډک ژوند لري.

په وروستيو کې دوی د مظاهرو او نورو اعتراضونو له ترسره کولو سره، له ملګرو ملتونو غوښتي چې په اروپايي هېوادونو کې د پناه ورکولو په اړه مرسته ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب