لیکوال: نورمحمد لاهو
احمد به هميشه صنف ته ناوخته راته ،استاد به ددرس وركولو په حال كې ود صنف دروازه به خلاصه شوه اودده سراوغوږ به راښكاره شول.
استادانو به هم څه ورته نه ويل ، موږ ټولو ته سوال پيدا و چې احمد ولې دايم ناوخته راځي.
درخصتۍ وخت به چې شو تر ټولو به ناوخته له پوهنتونه وت ،يوه ورځ استاد وويل چې نن تر ناوخته پورې بايد واوسو ځكه له درسونو شاته پاتې شوي يو.
موږ هم په پټه خوله داستاد درس ته غوږ ونيو او د هغه دخبرو په زړه پوري ټكي موپه كتابچو كې ليكل
كله چې له صنف څخه راووتو ګورو چې په پوهنتون كې هيڅ څوك نه دي پاتې ، ټول محصلين خپلو كورونو ته تللي وو شاته مو وكتل ګورو چې احمد نشته پوښتنه مو وكړه چې احمد څه شو زموږ يوې هم صنفۍ وويل چې هغه بيرته صنف ته لاړ ويل ېې چې كتابچه مې په صنف كې پاتې شوې ده.
احمد به هميشه كوشش كاوه چې درخصتۍ وخت كې له خپلو ملګرو ځان ورك كړي ، په دا درې كالو كې زما نه ياديږي چې دى دې زموږ سره يوځاى له پوهنتونه وتلي وي زموږ اكثره ملګرو شخصي موټر درلودل ځينْې به له هغو سره تلو ،موږ به له ځانو سره ويل شايد نه به غواړي چې له موږ سره ناسته ولاړه ولري خو چې دده خوي ته به موكتل ډير خوږ ژبۍ او مهربان هلك و هميشه به ېې يو تور كميس او كوباى پطلون په ځان كې و.
له كاليوېې ښكاريدل چې اقتصادي حالت ېې ښه نه و په صنف كې هم نسبت موږ ته په درسونو كې ډير تكړه و داستادانو به ورسره ډيره جوړه وه، كله كله به چې كوم استاد ته ضروري كارپيداشو نو ده ته به ېې خپل لكچر نوټ وركاوه چې محصلينو ته درس وركړي.
احمد سره له دې چې سراوكال به ېې يوه جوړه دريشي اغوسته خوبياهم د جونو ډير خوښيده ، ده به چې كله خبرې كولې نو زموږ صنفيانې به پرې راټولې وې او دده ټوكواو خبرو ته به ېې خندل ، موږ ته به ېې ډير زور راكاوه اوويل به مو چې دغه خوشبخته ته وګورئ ، كه دى شتمن واى څومره جونې به ېې خريدارې وې.
نن هم درخصتۍ په وخت كې ېې له موږه ځان ورك كړ ، زموږ يو ملګرى چې لطيف نوميده اوډير شوخ هم و وويل چې نن خو زه احمد څارم او په دې ځان پوهوم چې دى ولې هميشه ترټولو ناوخته له پوهنتونه وځي.
زه هم ورسره شوم ځكه ماسره هم له پخوا دغه سوال و، دپوهنځي په طرف وخوځيدوڅوقدمه تللي نه وچې له ليرې مو په احمد سترګې ولګيدې چې دګڼو ونو منځ ته ننوت ، زموږ تلوسه نوره هم زياته شوه او له ځانوسره مو وويل، دى به دلته څه كوي؟
موږ دواړه ورپسې شوو ، احمد شاته نه كتل ، موږ دونو نه ليرې ودريدو او منتظر شو او يوبل ته مو وويل چې له څه ځنډ وروسته به موږ هم دونو منځ ته شو، لطيف راته وويل چې زه اوته بايد دكانتين شاته پټ شو ، ماېې خبره ومنله له كانتين څخه مو لږ چپس راواخيستل او هلته ليرې ودريدو له ځنډ وروسته مو په احمد سترګې ولګيدې، ژر دكانتين شاته شوو ، ګورو چې احمد يوډير زوړ بايسكل له غوږه رانيولى له ونو راووت ،د بايسكل كانجوغه هم نه وه، نواحمد په يوه لاس كتابونه په بل لاس ېې بايسكل له انډله نيولى و وروسته ېې پښه پرې ورواړوله او غوښتل ېې په چټكۍ له پوهنتونه ووځې چې يوناڅاپه له بايسكيله غږ پورته شو، احمد په ښۍ پښْې بايسكل ودراوه ، داسې ښكاريدل چې بركونه ېې هم سست و نژدې دسړك په مخ لويدلى و.
وروسته ېې بايسكل يوې خو اته څملاوه ، دبايسكل زنځير خطاوتى و ،لكه يوه غله چې ډيرې پيسې غلاكړي وي او دپوليس دليدو ويره ورسره وي ژر ژرېې شااوخواته وكتل ، پوره نيم ساعت چنګاو وه دبايسكل زنځير ېې نه شو اچولى ،كله ېې چې جوړ كړ نو دكتابچې يوه سپينه پاڼه ېې وشكوله اوپه ګريسو ككړ او تور لاسونه ېې پرې پاك كړل وروسته ېې بايسكل ودرواوه او پښه ېې پرې واړوله ، خودا ځل ېې په ډير وروسره بايسكل زغلوه لكه زړه ېې چې ډاډه شوي وي چې چا نه دى ليدلى نو په هسك سرېې داخوا او هغه خوا كتل.
۲۰\لندۍ\۱۳۸۶
وزيراكبرخان
ن: لاهو