پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزخبر جوړول

خبر جوړول

د خبر د جوړولو لپاره ترهرڅه دمخه د یوې مسلې په اړه ځان پوهول او د هغې په باب بشپړ مالومات ترلاسه کول ډیر اړین دي. کیداي شي کله هم د مالوماتو له ترلاسه کولو وروسته او د خبر لیکلو په مهال داسې نویو مالوماتو ته اړتیاولرئ چې له هغې پرته مو خبر نیمګړی پاتې کیږي نو د دې لپاره چې لومړی ستاسو او  بیا دهغې موسسې او یا ارګان چې ورسره کار کوئ اعتبار او  حیثیت پیاوړی پاتې شي یوځل بیا دخبرپه اړه کافي مالومات راغونډ او خبر ولیکئ ځکه یوناسم خبر خپرول ستاسو د میاشتو او حتی کلونو ښو هڅو ته زیان رسوي.

دیوې موضوع دبیلابیلواړخونوپه اړه خبرجوړولاي شئ ښايي چې دغه اړخونه دمختلفوکسانواوارګانونولپاره توپیرولري ځکه یوه رسنۍچې هرڅومره هم خپلواکه وي بیاهم دمسایلوپه هکله ځانګړې تګلاره لري خوهغه رسنۍ بریالۍاودخلکوپه وړاندې له ارزښت اومقامه برخمنې دي چې دواقعیتونوپه انعکاسولوکې خپله بې پلوي وساتي اوواقعیتونه چې څه ډول دي هغه خلکوته وړاندې کړي .

ځینې مسلې داسې دوامداره وي چې خلک یې له اوریدوستومانه شوي وي خوددغه ډول مسلوپه باب داسې خبرچې داوریدونکواولوستونکوپام ځان ته جلب کړي ډیرې ځیرتیاته اړه لري اوبایددهغې داسې اړخونه وموندل شي چې ترهغه وخته ورته پام نه وي شوی دبیلګې په توګه تاسوله افغانستان  سره  ددغه هیواددبیارغونې لپاره دبهرنیوهیوادونودنورومالي مرستوورکول اودافغانستان دحکومت لخواپه بیلابیلوولایتونوکې دهغې دلګولو خبرخپورکړئ داخبردخلکولپاره دومره په زړه پورې نه دی ځکه دغه رازژمنې په ځلونوشوې دي خومثبتې پایلې یې نه دي لیدل شوې نوکه تاسوپه خپل خبرکې دمرستندویوهیوادونواودافغانستان له حکومتي چارواکو سره تماس ونیسئ اوداسې خبربرابرکړئ چې مثلادعربستان هیوادپه مالي مرسته دافغانستان دوردګوولایت سړکونه اوښوونځي رغول کیږي نو داخبردپام وړګرځي ځکه تریوه حده دخلکوهیله زیاتوي .

دهرې مسلې په اړه چې غواړئ خبرولیکئ دهغې په هکله کره مالومات راغونډکړئ له بیلوبیلواړوندوکسانو او ارګانونوسره خبرې اوپوښتنې ترې وکړئ که خبري غونډې ته ولاړئ نوتروروستي وخته هلته پاتې کیږئ ځکه ډیرې مهمې خبرې کیداي شي چې داسې وخت ترګروت کړئ چې رسمي کنفرانس پاي ته رسیدلی وي اوپه آزادوخبروکې خپلې موخې ته ورسیږئ اودهغې مسلې په اړه داسې جزیات برابرکړئ چې لوستونکی اواوریدونکی موترپایه ستاسوخبرتعقیب کړي .

خبرپنځول

ډیروخت داسې وي چې هیڅ خبرنه وي که څه هم همدادخبرنشتوالی ترټولوښه خبردی ( No news is good news )خوبیاهم که وغواړئ چې هرومروخبرورامنځته کړئ نودخبري موضوع ترټولوښه لاره له خپلونژدې ملګرونیولې دښار کلي اوټولنې له خلکوسره دخبروکول دي کیداي شي دداسې چاله خولې دومره مهمه خبري موضوع ترلاسه کړئ چې مخکې مویې هیڅ فکرهم نه وي کړی همدارازدنوروورځپاڼواوبیلابیلورادیويي اوټلویزیوني رسنیوتعقیبول هم په دې کارکې درسره مرسته کوي .په یادولرئ چې خبریال بایدتل له ځان سره یوه دیاددښت کتابچه ،قلم اوټیپ چې اوس دتکنالوژۍپه ودې سره دغه کارډیرآسانه شوی اودګرځنده ټلیفون څخه دغږاوتصویردواړودترلاسه کولوکاراخستل کیږي ،هرڅه بایدولیکل اویاهم ریګارډشي .

مخکې تردې چې دخبرپه لیکلوپیل وکړئ په ذهن کې دغوره شوې موضوع په مهموټکوچې راغونډکړي مودي ښه غوروکړئ اوترټولومهم ټکي چې دلوستونکي اواوریدونکي پام ښه ورجلب کړي په یوه اویاهم دووجملوکې ولیکئ هڅه وکړئ چې لیډیادخبرلنډوکی یاسرکښ موبایدلنډاوله مفهومه ډک وي ترڅوپه لوستونکي یااوریدونکي کې ترپایه دخبردلوستلویا لیدلو ګروهنه پيداکړئ .لوستونکی بایددلیډپه لوستلویااوریدوسره دموضوع اهمیت ته راوبلل شي چې خبرموترپایه تعقیب کړي .همدارازکه دټاکلې موضوع په باب کړیومرکوکې دیوکس خبره ډیره مهمه په نظردرغله نوکولاي شئ هغه په یوه جمله کې دخبرله لیډوروسته رانقل کړئ .

له لیډوروسته کولاي شئ په ترتیب دموضوع اهمیت ته په پام سره نورپاراګرافونه اوجملې ولیکئ په دې توګه چې د موضوع تړاودرنه غوڅ نه شي ځکه خبردځنځیردکړیوپه شان دی چې بایدله یوبل سره اړوندوي اوتل هڅه وکړئ چې خبربشپړکړئ په دې ماناچې لوستونکي یااوریدونکي ته پکې دسوال ټکی پاتې نه شي .

په خبرلیکنه کې بله مهمه مسله دساده کلموکارول دي تروسه وسه هڅه وکړئ خبرپه ساده روانو اوجوتوکلمو او جملو سره ولیکئ اودانسانانو،دسیمواوښارونونومونه په سمه توګه ولیکئ ځکه که نومونه ناسم ولیکئ ستاسو د عمومي مالوماتو د لږوالي ښودنه کوي له همدې امله بایدخبریال تل دمطالعې او بیلابیلو چاپي او بریښنايي رسنیوله لارې دخپلو عمومي مالوماتوپه زیاتولوکې هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب