جمعه, اپریل 26, 2024
Home+مخ، مخامخ او اړوند وییونه یې

مخ، مخامخ او اړوند وییونه یې

          ډاکتر ماخان مېږی شینواری

 زه دې لیکنې ته د څېړنوال محمد اصف احمدزی صیب لیکنې چې ،، د ،،مخ” او “مخامخ”؛ يو که دوه جلا مفاهيمه ،،  سرلیک لاندې یې لیکلې وه، راوهڅولم. په رښتیا، چې ډېره ستره لیکنه یې پرې کړې وه او په لیکنو یې پوره ستونځې ګاللې وې.

یوه پوهنیزه څېړنه باید څنګه وي؟

پوهنیزه لیکنه باید هراړخیزه وي. هغه څه چې څېړو، باید د هغه په هکله هراړخیز پوهاوی ولرو یا ښه یې هر اړخیز پوه وو، چې هر اړخ یې ښه وڅېړل شي.

د دې لپاره، چې د ګرانو لوستونکو یئ لوستلو ته مینه پیداشي، له هر څه څخه د مخه یو څو غونډالې.

 — د ما په مخ کې اغزی ننوت.

— د ما په مخ ( ښه یې : مخه ) کې سوی ولاړ دی.

— د ما پرمخ باندې ږيره لویه شوې.

— د ما پر مخ باندې څاڅکې پرېوتل

— د ماومخ ته څاڅکي راوالوتل

—  د ماپه مخکې ( کلیوالي ویېنډول دی)، نو

—  څه وخت  د مخه ور سره مخامخ شوم (هغه مخ شو).

— څه وخت د مخه ورسره مخ شوم (هغه مخامخ دی). 

— د ما په مخه کې سړی ولاړ دی.

— د ما و مخ یا مخې ته ناست سړی.

—  زه  مخې ته ورغلم. دا هغه مخامخ  مخ یا مخه  دی (ده).

— هغه و مخې ته راغۍ. زه ورسره مخامخ شوم.  

— ورسره مخ شوم او هغه راسره مخامخ شو (مخ کېدل او مخامخ کېدل)

— ورسره مخامخ شوم او هغه را سره مخ شو.

— هغه د ما و مخې ته راِغي. هغه مخامخ راځي.

— زه مخامخ ورځم او هغه و مخې ته راځي.

— هغه د ما د مخه راغلی وو، چې زه ورسره مخ شوم. هغه را سره مخامخ شو.

— هغه د ما د مخه راغلی وو، چې زه ورسره مخامخ شوم. هغه راسره مخ شو.

— زه کاندید شوم او سپین مې مخامخ ودرېد یا مخامخ کاندید شو. دامخامخ سپین دی.

— زه چې څه کوم، سپین مې و مخ یا مخې ته دریږي یا سپین مې مخامخ دریږي.

 دا و مخې ته د مامخه ده او دا مخامخ سپین دی.  

په پورته غونډلو کې دې نوم، کړوني کړونویونو او پسې – یا مخځاینیوو ته پام وي.

ستونځې مو دلته دي، چې موږ د دې وییونو لپاره مخالف، مقابل، بالمقابل او یا ضد لیکو، نو له دې امله مو اوس داسې لیکنو ته هم پام را اوړي.

زه دا لیکنه، چې تاسو ته یې وړاندې کوم، په څو برخو وېشم:

لومړی: هغه د ښاغلي څېړنمل صیب لیکنې ته اړوند روښانونه.

دویم: د پښتو دا تراوسه لرلې ستونځې.

دریم: د نورو ژبو سره پرتله کونه.

پیل یادونه: داچې په ژبه کې مو تراوسه دا سې پوره څېړنې او روښانونې نه شته، نو د ستونځوبیو لپاره به لار په نورو ژبو کې ګورو یا باید وګورو. دا ستونځې مو درې یا عربي نه شي را اوبی کولی، ځکه  هغه څه چې په دې ژبو کې راځي، موږ منلي او له دې امله یې د پښتو انډول ته فکر نه شو کولی، دا کار مو په هېڅ  بله کومه ريښه کې هم نه دی کړی. اجازه دې وي، چې ووایم پرته له ما څخه، چې دا دلته هم ګورۍ

اوس راځو موخې ته او دا به یواځې داسې ساده وڅېړم او پسې برخو کې به دا بیا د پښتو د ګرامر په بنسټ وڅېړل شي.

د یوه وی یا ان غونډالو روښانه کېده او موخه وره کارونه – له ګرامري جوړښته پرته، چې د ژبپوهانو کار دی – د ژبپوهانو یا ځانله د ژبپوها نو دنده نه ده او نه دوي دې کار ته باید جوګه وبلل شي، په ډېرو وییونو او کلمو کې هغه مسلکي کسان باید خپل اندونه د ژبپوهانو سره ګډ کړي یا ګډ کړي وي.

زه هم د څېړنوال احمدزي صیب سره د دې غونډلې یا روښانونې پلوی یم، چې هره یوه بېلګه دې چې راوړې لیکنه همهغسې ده او همهغسې سمه ده.  دې دواړو یا ټولو وییونو یو د بل ځای هم نه دی نیولی او داروښانه هم ده چې باید ځای یې ونه نیسي، ځکه چې دا دواړه – او دانور هم – بېلابېلې پرې پوهېدنې لري او د ځای اړونده ویېنډولونه ( موږ لکه چې (ځای اړونده) لهجې( دابه د ځای اړونده ویېنډولونو لپاره سم وي، خو باور وکړۍ، چې په یو څه نه پوهېږم، لیکل یې راته ستونځمن برېښي)   وایو) هم نه دي، ویېنې ( که غواړۍ افادې) یې هم همداسې دي، لکه څنګه چې دي. 

— دا چې دا بېلابېل وییونه دي، نو یو د بل لنډیز هم نه شي کېدی.

یوه بېلګه:  دما مخ ( ښه یې د ما ومخې ) ته راروان دی یا د ما مخامخ ( را) روان. دلته ګوره نه لیکو: دما مخامخ ته (را) روان دی.

دا موټر د ما ومخ ( مخې) ته روان دي.  یا

دا موټر د ما مخامخ راروان دی.

بیا: مخ او مخامخ دوه مخامخ ویونه دي. یو  مخ  او دا بل یې یو بل ویي مخ دی او نه همهغه مخ.

دلته لوریزوالی غوره دی. دا مخ او مخامخ مخامخ لوریز دي.

  یادونه: پام دې وي، چې موخه مې فزیکي مخ نه دی. دا پسې هم. وروسته به روښانه شي.

  دا ورته مخامخ مخ دی. دا مخامخ همهغه د مخ ویي مخ نه دی، نو هرو مرو سره بېل دي. دې مخامخ ته مخ په مخ هم ویل کیږي ( دا وروسته وګورۍ. دلته دپوښتنې لاندې راځي یا موخه انډول) نه دی، خو په دې پرېپوهېدنه، چې دلته دا لومړی مخ او دا بل یې بیا هغه بل مخ یا مخامخ مخ دی. دا مخ له یوې خوا نوم او له بلې خوا خوي نوم او د کړوني کړنوي په ځای هم راځي لکه مخکېدل یا – کول او مخامخ کېدل یا – کول – چې وروسته به روښانه شي- دی او بیا دا لوریزوالی په ګوته کوي. دا لورې هغه لور، چې مخ -، څټ – یا شاـ ، ښي- ، کيڼ لور په ګوته کوي.  دا مخامخ لور همهغه لور ده لکه په څټ لور یا  په شا لور نور به یې نه غزوو همدا به روښانه کړو.

د مخ لور  په مخ یا همداسې په څټ لور دا مخامخ لور ده،  او یا همداسې دا دا د مخ لور  په څټ لور یا دا مخامخ لورده ( لږ فکر غواړي او ک کېدی شو بیایې په غشو سره وښایۍ).

— دا دواړه ځای اړوند ویېنډولونه هم نه دي، دا پوره خپلواکې معیاري ویېنې او وییونه دي.

  کېدی شي، چې د دې لیکنې هره برخه سړی د راوړلو بېلګو سره وڅېړي او دا روښانه کړي، خو دا به ډېر وخت ونیسي. 

یوه یادونه: هېڅ وخت د یوې ژبې ویونه په بله ژبه هغسې مه ژباړۍ یا نه ژباړل کیږي، چې د وتونژبې د ويي هره پرېپوهېدنه مو په پام کې نه وي نیولي. لکه ،،مخ،، که غواړۍ په فارسي واړوۍ، نو یو دا فزیکي مخ دۍ او بل یې دا لورزیزوالی، دریمه پرېپوهېدنې یې بیا پسې تړي – کېدل سره مخکېدل یا مخامخ کېدل هم لرو. په فارسي کې بیا دې لوریزوالي ته فکر نه دی شوی او دا بیا پیش روي یا ( سم په فارسي، چې نه پوهېږم، کېدی شي، سم یې ونه شم ویېلی) څنګه وي.  

مخ، مخامخ یا مخ په مخ او هماسې مخ – یا مخامخ کېدل، څټ، څټ په څټ یا شا ، شاپه شا ورته وییونه دي، خو د مخ او مخامخ ویونو په څټ ویونه دي. په بخښنه. داسې را څخه لږپېچلې کیږي.

هغه غوره بېلګې یې: 

۱ – سپین مې و مخ یا مخې ته روان دي. 

۲ الف – سپین مې و مخ یا مخې ته را روان دی یا

 ۲ ب – سپین مخامخ راروان دی.

په ۱ – کې: د ما او د سپین لور همغه ده، خو په ۲ الف– کې را روان مخامخ دی او ۲ ب- کې خپله دا حالت مخامخ حالت دی. 

که په ۱ – کې زه له سپین څخه تېر شم، نو سپین بیا په ما پسې را روان دی، خو لور مو همهغه ده. 

که ۲ الف – کې سپین له ما تېر شي، نو بیا سپین د ما شا ته روان ( دلته ګوره را روان د روان مخامخ دی) او نه راروان، داپه دې پرېپوهېدنه، چې نور هم سره شا په شا لرې کېږو. دلته هم لور همهغه مخامخ ده

که ۲ ب – کې سپین له ما څخه تېر شي، نو بیا سپین د ما په څټ ځې یا روان دی. لور ساتلې ده.

غوره یادونه: دې ته دې هم  پام وي، چې مخ په مخ هم (نږدي) په همدې اړوند کارول کیږي، خو دلته یې توپير دا دی، چې دا دوه یې مخونه (فزیکي)، دا په دې پوېپوهېدنه چې نومونه دي او دا ،، په یا پر ،، تړنویي دی، چې دا دوه مخونه یو ،، په یا  پر،، باندې پرېباسي. که موږ دوه څېرې ولورو او دا دوه څېر  یو پر بل داسې واچوو، چې د یوه مخ د بل پر مخ باندې واچول شي، نو دا ،، مخ پر مخ،، دي او باید د دې نورو مخامخ او مخ یا دا لاندې یادونه:

یادونه: موږ وایو: د کور مخ ته یا د کور مخې ته ، د کور ومخ یا و مخې ته دلته دې مخ، مخې ، د مخې او همداسې دې نورو ته دې هم پام وي. 

دویم: د پښتو دا تراوسه لرلې ستونځې:

دویم ۱:

ستونځه دا ده، چې په یوې وتلې ژبه نه – یا داسې ښه نه پوهېږو او خپله ژبه مو لاتراوسه په ژبه کې هم داسې د شننو ډېر څه نه لري او له دې امله بلې وتلې ژبه ته اړیو. او

دویم ۲: د موږ د پښتنو له ستونځو څخه دا هم ده، چې موږ په کومه دباندنۍ ژبه پوهېږو، خو موږ په ډېرو وییونو په درې یاښه یې عربي پوهېږو او نه په پښتو. داپه دې پرېپوهېدنه، چې په فکر کې مو  پښتو نه شته او  موږ چې په درې یا عربي پوهېږو او ان چې نږدې خپل کړي مو دي، نو بیا یې پښتو انډول راته د ژبې د پراخېد و مخنیوی برېښي او لهدې امله یې دالاس ته راوړنه ده. زه به ووایم، چې همدا لامل هم دی، چې موږ لا تراوسه او یا پسې به هم د خپلې ژبې سره ستونځې ولرو. زه هم چې څه رانیسم، نو فکر مې په پښتو او الماني وي، خو دا چې هغه الماني مې موخه ژبه نه ده، د پښتو پرېپوهېدنه یې لیکم. 

بېلګه یې هم دا  مخ او مخامخ راوړم.

موږ په الماني او انګرېزي کې لرو: gegen ، against او د پښتو انډول ورته نه لیکو،همغه د درې انډول یې لیکو ضد یا مقابل. دلته مو هم د مقابل پښتو ته فکر هم باید رانه شي، چې بیا ګوندې تنګنظري ده، خو دا مو د خپلې ژبې وییونو پوهېدلو ته نه پرېږدي. دا ټول د پښتو د مخامخ انډول دي. که مقابل ته مو هم مخامخ لیکلی وی او یا مو ورسره ځانونه بلد کړي وی، نو بیا دا ستونځه نه رامنځ ته کېده، چې یوه ستره لیکنه مې پرې کړې او باور وکړۍ، چې لږ تر لږه مې په دې څو ورځې فکر کړی او دا ن ج  لغاتکتابونو کې مې دا وییونه را پیدا او دا غونډالې رانیولي، چې تاسو ته وړاندې کوم.

دویم ۳: په هره ژبه کې یو ویي په بلې ژبې کې څو پرېپوهېدنې لري او په هغې باید ځانونه وپوهوو.

دویم ۴:  لکه پورته باید د مقابل لپاره  له خپل مخامخ څخه تې نه شو. موږ په پیداېښتي توګه نږدې د هر بلې ژبې ویي لپاره پښتو انډول لرو، نو که دا پښتو راته لږ ساده برېښي، هم پروا نه لري، ساده خو یو.

دویم ۵: په هره ژبه کې د هغې ژبې، په هغې ژبې یو ویی کتاب شته، چې ټول وییونه په کې په همغه ژبه ښه روښانه شوي او داسې نه چې د مخامخ په ځای مقابل ولیکي. موږ لا تراوسه دا کار نه دی کړی.

دویم ۶: ما چې خپلې لیکنې په پښتو کړي، خو همدا لامل دی، چې په خپله ژبه ښه پوهېږو او که نه؟ باید پرې وپوهېږو. 

موږ دا څه چې لرو، که دا سم سره راټول کړو، او پرېپوهېدنې یې ښه روښانه کړو، نو دابه ډېر ستر کار وي.

بیا تکرار او تل تکرار: 

که غواړو، چې په پښتو وپوهېږو، نو یوه پرمختللې ژبه مو باید ښهزده وي. دا مې درې ژبو ته هم مشوره ده.

او په پښتو چې ښې لیکنې وکړی شو، نو فکر مو هم باید په پښتو کړی وي. فکر سړی تل په هغې ژبې کوي، چې ستونځې ورسره نه لري، نو دا چې موږ ته پښتو کې ستونځې برېښي او یا په کې د کمې فکر کوو، نو فکر هم پرې نه شو کولی.

بیا یو څو غونډالې:

— زه په لار روان وم، ګورم، چې سپین مې و مخې ته راغي.  سپین د کور و مخې ته ناست وو.

زه په لار روان وم، ګورم چې سپین مخامخ راغۍ. 

دلته دا ،، مخامخ راتلل،، هغه د کړنوی کړونی دی

په پورته غونډله کې مخامخ ادپوزېشن دی او دا مخ – – یامخې ته راتلل کړونی کړنوی 

زه په لار روان وم او سپین مخامخ و مخ یا ومخې ته راغۍ. ژبپوهان یا ژبمینه وال دې مرسته وکړي، چې کوم یې ادپوزېښن او کوم یې کړونی کړنوی دی. 

دریم: د نورو ژبو سره پرتله کونه:

په دې برخه کې به د ،،مخ،، او ،،مخامخ،، د نورو ژبو انډول راړو او انډولونې په مټه به یې پښتو ته پام راواړوو: 

پښتو یې هم په ورسره بلده په پردي وییونو، چې زه به یې هغه پښتو پرېپوهېدنه راوړم او د ستونځوبیو لپاره به ګټه ترې واخلو. 

الماني، انګرېزي، عربي، درې او پښتو Begegnen، meet ،encountern ، تقابل ، ملاقات،ملاقات کول

پښتو یې:  مخامخ کېدل او همداسې مخامخ کول.

دا ما کړوني کړنوییونه او کېدوني کړنوییونه بللي یا دي.

د یو چا سره توکلي مخامخ کېدل،

 ( jdm./etw. Dat ~) Verb Ich begegnete gestern einem alten Freund vor der Bibliothek. I met an old friend yesterday in front of the library. Auf seinen Reisen ist er vielen Menschen begegnet. During his travels, he encountered many people.

  زه پرون د کتابتون ومخې (مخ) ته  د ما د ملګري سره  مخامخ شوم. هغه په خپل صفر کې د ډېرو کسانو سره مخامخ شوی.

په پورته غونډله کې ،، مخې (مخ)،، ادپوزېښن دی او مخامخ کېدل کېدونکی کړنویي دی.

د پښتو او پښتنو ستونځه همدا ده، چې د یوې بلې ژبې څخه کوم وی، چې رانیسي، د هغې عربي یا په فارسي شوی عربي ویي  باندې یې رانیسي، نو بیا یې هغې د خپلې ژبې ويي ته هېڅ پام نه اوړي، لکه دلته چې عربي پرېپوهېدنه یې را اخستې. دا دا هملته ،، مخامخکېدل یې پرېپوهېدنه راغلې وی، نو بیا دا ،،مخامخکېدل،، ته هم پام کېدلی شو، زه خو تل له دې امله وایم، چې خپله ژبه د نورو ژبو په وییونو غني کړۍ، خو خپله ژبه مه پردۍ کړۍ. 

په یو څه مخامخ اغیز کول. یو څوک چې يو ځای کې سیاسي خبرې کوي، نو دا خبرې یې مخامخ اغیز کوي یا په مخامخ خلکو اغیز کوي.

– افغانستان د ډېر اوږده جنګ سره مخامخ دی.

– څوک چې ځنګله ته ځي،  د ډار سره مخامخ کیږي.

– که مسؤلین د خلکو سره په مینه مخامخ شي، باور یې زیاتیږي

– د افغانستان د دې حالت سره د مخامخ کېدلو اغیز په نړۍ، د دوي د ناسمو کارونو له امله هم ډېر وو. 

– باید فکر وشي، چې د دې حالت سره د مخامخکېدو څخه څنګه د روغې لپاره کار واخلو.

– په جلال اباد کې د سختې ګرمې هوا سره مخامخ شوم.

– د ستونځو سره د مخامخ کېدلو لار دې پرېښول شي.

– د دې لپاره د چې د اوبو د کموالي مخامختیا یا مخمخوالي څخه مو ځان ژغورلی وي، باید د اوبو د لګښت سره پام وکړو.

– زه د هغه سره د ښونځې په لار تل مخامخ کېږم. 

Opposite= gegenüber = نقيض = مخالف = مخالف 

زه یې باید سم په پښتو وبولم: مخامخ ( ځاییز)

یو چا یا یو څه ته مخامخ
Er saß ihr genau/schräg gegenüber.

he sat directly opposite [or facingher/diagonally across from her.

هغه و هغې ته ټيک/ څنګیز  مخامخ ناست وو.

  • Gegenüber meinem Hotel war ein großes Plakat.
  • Opposite my hotel, there was a large billboard.

د ما د هوټل مخامخ یوه ستره پلاکات  وه. یاښه یې 

دما و هوټل ته مخامخ یوه پلاکلات وه

د هغه مخامخ کس د هغه له خبرو بې اغیز وو. 

Gegen against ضد; برابر

پښتو انډول یې: مخامخ

– کارول کیږي، چې ووایي، چې یو څه د یوه شي لور ښایي. هغه ختونی مخامخ دیوال ته تکیه کړ.

– کارول کیږي، چې ووایي( موږ یې لیکو، چې افاده کړي)، چې یو څه د یوه بل شي مخامخ اغیز شندي.

– لامبو وهونکی د څپو مخامخ زور کوي، چې ترې تېر شي. 

،، زه د هر زور مخامخ یم،،. ،، ته د اتوم انرجي پلوی او که مخامخ یې؟،، . ،، د لمر سوزنې په مخامخ پوره اغیزمن لمرکرېم شته.،،

Vor   before   ، قبل  مخکې   ( ښه یې: د مخه)

دا یو د بل انډول وییونه د یو څه یا کس لوریځوال په ګوته کوي، چې په پیل کې مو پوره څېړلي.

د الماني مخځاینیوی دی او د پښتو پسې ځاینیوی ( مرستې هر چېرته غوښتونې او اړیېنې دي) 

کارول کیږي، چې ووایي،  چې یو څه د مخ لور ته او دې اړوند کس یا څه ته مخامخ دی.

هغه د لږ سترګو رپ څخه د مخه تللی 

پسې ځای نیوی.

ما دما بایسکل د کور و مخ ته درولی

 (را) مخ ته: مشران را مخ ته شۍ. 

— ولې موږ د ،، مخ،، او ،،مخامخ،، سره داسې د (نه) پوهېدلو سره لاس او ګرېوان یو؟

دا ځکه چې موږ د خپلې ژبې ویونه پوره یا کم یا هېڅ نه کاروو او دا په دې وییونو کې هم داحالت دی. که موږ د دې وییونوانډول په دري، عربي کې کورو، نو همهغسې یې منو، لکه دري چې دي او د باندنیو ژبو انډول یې هم په دي ژباړې منو، پښتو ته په کې پام نه کړو. دابه یې هملته په ،، د نورو ژبو وییونو ژباړه کې وکتل شو.

که موږ د ضد، مخالف یا مقابل یا تقابل او نور داسې انډول یا ورته وییونو سره مخامخ شو، نو د پښتو انډول ته یې هېڅ فکر نه کوو، ځکه چې دا مو منلي. له دې امله که د مخامخ کلیمې ژبنیزې روښانونې ته راشو، دامو هېڅ اند ته نه راځي، چې ګوند دا مخالف، ضد یا مقابل به هم له دې سره کوم اړوندوالی لري یا به ان چې ټیک انډول وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب