چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکالمونهبونېریدا خاوره او دا خلک؟ / شاهین بونیری

دا خاوره او دا خلک؟ / شاهین بونیری

دا خاؤره د ګندهارا ځانګو، د امن کور ، دا خلک د جنګ خوراک ـــــــــ دا خاوره د فطرت په رنګونو او خوندونو ښایسته، دا خلک بې رنګه، بې خونده ، نه ساز لري نه سوز ، نه هنر شته، نه اتڼ ــــــــ دا خاؤره د لعلونو خزانه، دا خلک نه مال لري نه دانې، نه نن لري او نه سبا، په کورهم مسافر ، بهر هم مسافر … دده نه ګیرچاپیره قامونه بدل شو ، د ژوند لارې بدلې شوې، خو دې بدل نه شو … دده قسمت بدل نه شو.

جمود نور څه ته وايي؟ زوال څه ته وايي؟

داد شلمې پیړۍ د وړومبۍ نیمایۍ خبره ده. د دې خاورې یو باچا وو چې دا خلک يي په تیارو کې نه وو خوښ. د هغه نوم امان الله خان وو، غازي امان الله خان. هغه د جنګ او ډپلومیسۍ دواړو میدانونو سپه سالار وو، هغه په اولس باچا نه وو ، د اولس باچا وو. د هغه په باچایۍ کې افغانستان د یرغلګرو د جنګ میدان نه وو، ، سوالګرې نه وو، ؛بفر سټیټ؛ نه وو، افغانستان خپلواکه وو، آزاد وو او د خپل تقدیر خپله مالک وو.

هغه په افغانستان د تورې او ټوپک په ځاي د کتاب او قلم باچايي غوښته، هغه دغه خورو ورو قبیلو له د نوي ژوند یو دستور ورکړې وو، هغه ویل چې ښځه انسان دی، حقونه لري، عزت لري، حرمت لري، ښځه نوکره نه ده، ښځه د کور شریکه مالکه ده، ښځه د نوي نسل مور او لارښوده ده، ملګرې ده، مینه ده، ښایست دی، سپکه نه ده، بې ننګه نه ده، بې الهامه نه ده.

د هغه افغانستان په علم او شعور ولاړ وو ، د هغه افغانستان د وهمونو جاله نه وه، د هغه افغانستان ؛کوسموپولیټن؛ وو ، د نړۍ د پرمخ تللي هیوادونو سره څنګ په څنګ د تلو جوګه وو، د هغه افغانستان په رنګونو ښایسته وو ، په لوږو تور او په وینو سور نه وو.

خود هغه افغانستان د چا خوښ نه وو، د هغه په افغانستان کې د جهالت خیر نه وو ، د هغه افغانستان د یرغلګرو د لارې دیوال وو نو ځکه نړول يي اړین وو.

د کال نورلس سوه اته ویشتم خبره ده، باچا اروپا ته ځي، ملکه ثریا ورسره هم ملګرې ده، په اروپايي پلازمینو کې يي تود هر کلې کیږي، د باچایانو او ریاستونو د مشرانو سره ګوري، په وچت سر د خپلې خاؤرې استاذیتوب کوي او د خپل اولس لپاره د پرمختیا نوې لارې او نوې فکرونه ګوري.

خو هغه چې د کومې خاؤرې د ننګ خبره کوي، په هغه خاؤره څو ملان په هغه د کفر او بې ننګۍ تورونه پورې کوي ، بغاوتونه راوچتیږي، او د غلو د یو لښکر د مشر ؛ باچا سقاؤ؛ په مشرۍ ولس د خپل باچا پر ضد راپاسي او د افغانستان پر ضد راپاسي. د غلو باچا د افغانستان باچا کیږي او د اولس باچا له خپلې خاورې په تیخته مجبوره کیږي.

نوې باچا تر ټولو وړومبې کار دا کوي چې له ؛ارګه؛ ټول ګلونه ریبي او سبزیانې پرې کري، د جینکو ښونځي تړي، د پرمختیا ټولې منصوبې رانغاړي او د اسلام د خدمتګار په شکل کې په دغه خاوره د نفرت، تنګ نظرۍ او وهمونو تخم کري.

دا خاؤره هم لکه چې د کربلا خاؤره ده!

1 COMMENT

  1. چاري مو ښي ښاغلي بونيري،
    ستاسي ليکني ډيري دردونکي دي خو ليکو ته يي هم اړتياده ځکه داسي نازکو او تاريخي هوالاتوته اشاري کوي چي سړی مجوره شي ستاسو ليکنه لوولي ستاسو ليکنه ماته لکه ګوړه او تريخ چای شانتي خوند را کوي
    ګوتي مو ستړي مشه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب