یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکالمونهبونېریښه ده چې شونډې مې اور نه اخلي! / شاهین بونیری

ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلي! / شاهین بونیری

اظهار حق دی ــ خبری کول حق دې ـــ بنیادي انساني حق ــــ ټوله نړۍ يي مني ـــ ټول مهذب انسانان يي مني ـــ دفاع يي کوي ــــ د دې حق ګټلو لپاره بې شمیره خلکو د خپلو وینې قربانۍ ورکړي دي ـــ او دا ځکه چې خبرې په خبرو هواریږي. خو په پاکستان کې هغه خلک دا حق نه لري ــــ کوم چې په بلوچستان او په پښتونخوا کې د بې ګناه خلکو په وژنه، تښتولو او ځورولو خبره کول غواړي ـــ پوښتنه کول غواړي ـــــ اواز اوچتول غواړي.

هغه ریاستي او غیرریاستي ادارې چې په ښکاره د یو بل دشمنان دي ــــ د بشري حقونو د دفاع کوونکو ، ملت پاله سیاسي مشرانو او د امن جرګو د غړیو په وژنه کې شریک دي ـــــ یوه خله دي ـــــ یو مشن لري ـــــ یوه نظریه او یو فکر لري.

ځکه له وزیرستانه تر سواته او له خیبره تر بولانه او تر کابله خاموشي ده ـــــ ویرونکې خاموشي. داسې خاموشي چې په خپل ځان کې يي د زرګونو بې ګناه خلکو چغې او سورې رانغښتلي دي ـــــ زړونه مات دي ــــ ذهنونه شل دي ـــ خو څوک آه هم نه شي کولې. ته به وايي چې دا ټوله سیمه یو ؛کنسټریشن کیمپ؛ (Concentration Camp) دې ـــ زندان دې ـــ چرته چې ټول د خپلې سزا په انتظار دي.

په پیښور و کوټه ، کابل او سوات کې د ‌ذهني مریضانو شمیره لا په ډیریدو ده ــــ د روحي رنځونو په ډاکټرانو وار نه شي موندل کیدې ــــ هیلې نشته ـــــ ارمان نشته ـــ سندره نشته ـــ ساز نشته ــــ خوب نشته . ویره ده ،  بې یقیني ده ـــ  او ویرونکې خاموشي ده!

زما ځني ملګري وايي ـــ دا خاموشي په خپل ذات دننه یو لوې طوفان لري ـــ یوه لویه زلزله چې د ظلم ماڼۍ به رانسکورې کړي. کیدې شي دا خبره تر څه حده سمه وي خو دا اوس چې د میلنونو انسانانو په زړه څه تیریږي ــــ دا اوس چې د خلکو شونډې ګنډلې دي ــــ او څوک تور ته تور او سپین ته سپین نه شي ویلې ــــ ددې بدبختو به څه کیږي؟ ددوي د ارمانونو او خوبونو د خاورې کیدو تاوان به څوک پوره کوي؟

خو خبرې کول هم هنر غواړي ــــ لاره غواړي ــــ ځاي غواړي او حوصله غواړي. اوس د اولس خوښه ده چې په نوي دور کې د خبرو نوې چل اذده کوي او ځان له تورو تیارو راوباسي ـــــ او کنه د مرګ له ویرې خاموشه پاتې کیږي او د ځان سره سره خپل راتلونکي نسلونه هم مرګ او بربادۍ  ته سپاري.

ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلي

د زړه له سره مې لمبې خلې له راځینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب