جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+المپیک؛ افغان نښه ویشتونکی نن سیالي لري

المپیک؛ افغان نښه ویشتونکی نن سیالي لري

تاند- د توکیو د ۲۰۲۰ کال په المپیک سیالیو کې ټاکل شوې نن یکشنبه افغان لوبغاړی مهدی یاوري د نښې ویشتنې په برخه کې سیالۍ ته ووځي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېتې ویاندې بنفشې فیضي ازادي راډیو ته وویل، له افغان لوبغاړی مهدی سره سیالۍ ته د بیلابیلو هیوادونو ۴۵ نور لوبغاړوې ولاړ دي.

دا سیالۍ چې وړمه ورځ پيل شوې د راتلونکې اګسټ میاشتې تر ۸ مي نېټې پوري دوام کوي.

 د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د افغانستان په ګډون له ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړي په بېلابیلو سیالیو کې ولوبیږي.

له افغانستانه په کې پنځه لوبغاړو ګډون کړی چې يوه یې مېرمنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...