پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهچین: له افغانستان څخه د جلغوزیو واردات بيا پیلوو

چین: له افغانستان څخه د جلغوزیو واردات بيا پیلوو

تاند:( دوشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه) طالبان وايي، چې‏د بهرنيو چارو وزارت سرپرست يې مولوي اميرخان متقي بېګا ماښام په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چين د بهرنيو چارووزيرانو پرناستې توافق وشو.

سرچينه وايي، چې د دې ناستې ځای او وخت به له سلامشورو وروسته وټاکل شي.

ويل شوي، چې په دې لیدنه کې د چين سفير هغه هېواد ته د جلغوزيو د صادراتو د بيا پيل خبر هم ورکړ.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

افغانستان د ولسمشر غني په جمهوري نظام کې د هوايي دهليزونو له لارې چين ته د جلغوزیو صادرات پيل کړل، چې د جلغوزیو بيې ورسره خورا لوړې او افغانستان ته يې ډېره ګټه وکړه.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د ډېرو نورو برخو په شان دا برخه هم سقوط شوه، چې د خلکو ډېر شکايتونه يې را وپارول.

چين د طالبانو له مهمو سيمه ييزو متحدينو څخه دی، چې د پاکستان په وساطت يې طالبانو سره ښې اړيکې ساتلي.

دغه هېواد که څه هم د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی، خو څه موده مخکې يې ورسره د ۳۱ ميليونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د ځينو شنونکو په باور، د روسیې په شان چین هم له متحده ايالاتو سره په دې سيالي کوي، چې طالبانو سره ښې او نيږدې اړيکې ولري او خپل نفوذ پرې زيات کړي.

طالب چارواکي بيا د متوازنو بهرنيو اړيکو ډاډ ورکوي او دا د خپل بهرني سياست اساس ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...