Homeروغتیازړه ته د هوږې د ګټې راز څرګند شو

زړه ته د هوږې د ګټې راز څرګند شو

 امریکايي څېړونکو دا څرګنده کړې چې هوږه د روغ زړه لپاره ولې ښه ده. هغوی وايي دا راز د هوږې په هغې مادې کې پټ و چې (ایلیسین)نومېږي.

همدا ماده سبب کېږي چې د هوږې له خوړلو وروسته مو له خولې بد بوی ځي. ساینسپوهانو په خپلو څېړنو کې مالومه کړې چې همدا ماده (ایلیسین) د وینوله سرو ګولوبولونو سره یوځای کېږي او هایدروجن سلفایډ پیدا کوي او په نتیجه کې یې د وینو پر شریانونو او رګونو فشار کمېږي او د وینو جریان اسانېږي.

د امریکا د الباما پوهنتون له لوري په دې څېړنه کې د امریکا د ساینس د ملي اکاډیمۍ څېړنې هم رول لري. هغوی وايي کله چې یې د څېړنې په ترڅ کې د وینې سره ګولوبولونه د هوږې په شیرې یا اوبو کې واچول نو د هغو په ټینګوالي کې دوه اویا فیصده توپیر راغی.

د دې څېړنې د ډلې مشر ډاکتر ډیوید کراس وویل «زموږ د دې څېړنې له پایلو ښکاره شوه چې په خوړو کې د هوږې شتون ډېر ګټور دی او همدا علت دی چې د لېرې ختیځ په څېر هغو هیوادونو کې چې هوږه زیاته خوړل کېږي، د زړه ناروغۍ کمې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...