دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاحمدي نژاد: طالبان امريکايانو پر افغانستان حاکم کړل

احمدي نژاد: طالبان امريکايانو پر افغانستان حاکم کړل

تاند:( دوشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه) د ايران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په يوه تازه مرکه کې پر امريکا متحده ايالاتو تور پورې کړی، چې طالبان يې واک ته رسولي، څو القاعده ډله پرې بيرته پياوړې او ایران د هغې ډلې په وسيله وګواښي.

نوموړي په دې مرکه کې طالبان د افغانستان د خلکو د ارادې خلاف ګڼلي او زياته کړې يې ده، چې امريکا به د القاعدې له بیرته پياوړي کولو سره خپلو موخو ته ونه رسيږي.

د ایران دغه پخواني ولسمشر په داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې د ايران برحال ولسمشر محمد ابراهيم رئيسي هم د افغانستان په اړه پر متحده ايالاتو نوي تورونه لګولي.

رئيسي په يوه تازه وينا کې ويلي، چې متحده ایالاتو او لويديځ د افغانستان د ويجاړۍ دنده داعش ډلې ته سپارلې ده.

ایراني چارواکو او سياستوالو په داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې ايران هم په افغانستان کې د طالبانو له بیرته واکمنیدو سره په مرستو تورن دی.

د ايران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد دا تورونه په نسبي ډول تاييد کړي او د خپل هېواد پر هغو ادارو يې نيوکه کړې، کومې ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي.

طالبانو د ايران د پخواني ولسمشر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان په نړيواله کچه د یوه افغان لوري په توګه په سياسي بڼه تر هغې وروسته مطرح شول، چې په ۲۰۱۸ کې متحده ايالاتو د دوحې د سولې تړون ورسره لاسلیک کړ.

د یاد شوي تړون ډېر منتقدین وايي، چې له هماغې ورځې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سقوط عملي اقدامات پيل شول، چې متحده ایالات پکې اساسي ملامتي په غاړه لري.

نن د متحده ايالاتو د دفاع یوه پخواني وزير رابرټ ګېټس هم په يوه مرکه کې د ډونالډ ټرمپ او جوبایډن پر حکومتونو د دوحې تړون د لاسليک او عملي کولو په خاطر نيوکې کړي او ويلي، چې دوی له دغه کار سره د ترهګرۍ په مخکيني مرکز د افغانستان بيا بدليدو ته زمينه مساعده کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب