پاک خدای انسانان ښکلي پیدا کړي او داسې ځانګړتیاوې یې ورکړي، چې د نورو مخلوقاتو په نسبت برتري ورکوي. د واک او هوډ تر څنګ د فکري ځواک له مخې تر نورو ممتاز دی.
انسانان که ځینې چارې په ښکاره د ریا په خاطر کوي، ممکن ځینې نور کارونه په پټه وکړي او هغه د ټولنې پر اخلاقي معیارونو برابر نه وي.
په رواني لحاظ ریاکار انسانان بالاخره نورو ته څرګندېږي او که یې په تېر وخت کې ځینې ښېګڼې د ریا لپاره هم کړي وي، خلک یې په صفر کې ضربوي.
پر انسانانو غوره انساني ژوند لورول شوی، که یې په سمه لار ونه کاروي، په داسې موجود بدلېږي چې خلک پر حیواناتو لا شکر باسي. خلک هغه کسان زیات خوښوي، چې د زړه او ژبې خبره یې یوه وي. په زړه کې څه ونه لري.
دا دې ته ورته وي چې د شپې او نورو تيارو له امله څوک هيڅ ونه شي ليدلای، خو حتما شپه په ورځ بدلیږي او تياری خپل ځای رنا ته پرېږدي او یا که پرون زه تا نه پېژندلم او ما ته نه پېژندلې او يا هغوی موږ نه پيژندلو او موږ هغوي نه پیژندل او يا موږ ټولو خپل ځان نه پیژندلو. خو ټول بايد په دی پوه شو چې له موږ ټولو د نه پيژندلو پرده پورته کيږي.
که څوک غواړي او که څوک يې نه غواړي خو د هر چا په هکله حقيقت روښانه کيږي. دا هم ښکاره ده چې ځان ته رنګ ورکول او يا په مصنوعي توګه د ځان بدلول د يوې لنډې مودې لپاره کار ورکوي او دا بدلون نه شي کېدلای چې ابدي وي.
په ټولنه کې د ابرومندانه ژوند لپاره ابرومندانه کړه وړه په کار دي، له خپلو کړنو سره صداقت په کار دی، د نورو د غولولو او تير ايستلو له لارې په ټولنه کې ځان ځايول دا ټول هغه څه دي چې غولوونکي دي، د لنډ وخت لپاره دوام کوي او ابدي نه دي.
د کور د جوړولو لپاره د ټينګ تهداب جوړول ډېر اړين دي، هر څومره چې تهداب غښتلی وي، کور به ډېر مطمئن او د باور وړ وي. په ټولنه کې ژوند کول هم د کور په څېر ټينګ او د باور وړ تهداب ته اړتيا لري.
په لړزانه او غولوونکی تهداب هيڅ وخت نه شو کولای چې د ډير وخت لپاره د خلکو په منځ کې ابرومندانه ژوند وکړو. یو ابرومندانه ژوند کله- کله په یوه اشتباه هم په اوبو لاهو کېږي. معنی یې دا ده چې انسان باید د ژوند په هر پړاو کې هر ګام په احتیاط پورته کړي.
د انسان لپاره د باور وړ او پوخ تهداب په انساني عاطفه، صبر، قناعت، رحم، مهرباني، عفت او فضلیت پورې تړلی دی.
که دا ونه لري هر څومره چې ځان سور، سپین او شین رنګ کړي، بدلون به يې طبیعي نه وي. ځکه څه چې طبیعي نه وي هغه حتما لنډمهاله وي.
ګل پاچا الفت له ويل:
رښتياني دوست نه لري هغه سړی
چې په خوله باندې وي خپل، په زړه پردی
محبت د لاس او ژبې اثر نه کا
که په مینه نه وي تود د زړه نغری