دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعمران خان د افغانستان په اړه سعودي ته په سفر ځي

عمران خان د افغانستان په اړه سعودي ته په سفر ځي

تاند:( دوشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه) ټاکل شوې، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د خبرو لپاره سعودي عربستان هېواد ته سفر وکړي.
د سعودي رسنيو ويلي، چې دا سفر د سعودي د وليعهد شاهزاده محمد بن سلمان په بلنه ترسره کیږي.
ويل شوي، چې په دې سفر کې به د پاکستان او سعودي عربستان چارواکي د خپلمنځیو اړیکو تر څنګ د افغانستان په اړه هم بحثونه او مشورې سره ولري.
د دغو بحثونو او مشورو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د پاکستان صدراعظم او د سعودي عربستان ولیعهد تېره مياشت په ټليفوني خبرو کې هم د افغانستان په اړه غږيدلي وو.
پاکستان او سعودي دوه سره ملګري هېوادونه دي، خو معلومه نه ده چې د افغانستان په اړه به یې دریځونه څومره سره نيږدې وي؟
سعودي عربستان، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د پاکستان تر څنګ د دغې ډلې له درېيو په رسميت پېژندونکو هېوادونو څخه و، اوس له القاعدې ډلې سره د طالبانو د بيا نيږدې اړيکو له کبله دغې ډلې سره خواخوږی نه ښکاري.
عمران خان به په داسې مهال د سعودي عربستان له چارواکو سره پر افغانستان وغږيږي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په یوه مرکه کې د افغانستان په استازيتوب د پاکستاني چارواکو په پرله پسې رول لوبولو اعتراض وکړ.
کرزي په يوه مرکه کې وويل، چې پاکستان د افغانستان د استازيتوب حق نه لري.
طالبانو او پاکستان دواړو د کرزي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

6 COMMENTS

  1. د پاکستاني چارواکو دوه مخی چلند او سیاست ډیر بدنامه سابقه لري. د عمران خان دغه اقدام به هم د یوه واقعي شیطان چلند په حیث و شمېرل سي چي د خپلو دوستانو سره يې کوي. یقین دی چي د دوست هیواد سعودی عربستان ځوان نسل سیاسیون به دپاکستان ددغه دوه مخي سیاست کارانو سره د چلند په هکله و دغه ټکي ته خاصه پاملرنه وکړي چي افغانان د دغه شیطان هیواده سره ملي دښمني لري. د دې هیواد په لنډ تاریخ کي دغه خطه هیڅکله هم د افغانانو د تاریخي هیواد افغانستان دوست نه وو پاتي سوی او نه به سي!!

  2. KHAN THIS IS NOT YOUR BUSINESS.
    AFGHAN TALIBS CAN CONTUCT WITH SULIMAN SAHIB.
    THEY KNOWS AFGHAN BETTER/BECAUSE WE ARE REAL MUSLIMS AND YOU ARE FAKE MUSLIM.
    ALL MUSLIMS ARE BROTHER EXCEPT PAKISTANI
    PAKISTANI ARE BROTHER OF SHITAAN AL RAJEEM

    ACHAA

  3. مننه ګرانو هغه حذف سوېده. د اضافی مزاحمت بښنه غواړم.
    تاسو د تاند درنو چلونکو ته د همدغه نېک نوم بقا او د لا زیات بریالیتوب ویاړونه غواړم.
    مه کمېږئ!
    څانګه هوډ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب