دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهدا چارشنبه روسيه، بله ایران پر افغانستان غونډه لري

دا چارشنبه روسيه، بله ایران پر افغانستان غونډه لري

تاند:( دوشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه) ايراني چارواکو ويلي، چې راتلونکې اونۍ به د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي.

 د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ويلي،چې دا کنفرانس به د راتلونکې چارشنبې په ورځ ترسره شي.

ويل شوي، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د ګاونډیو هېوادو د بهرنیوچارو وزیران او د روسیې استازی ګډون وکړي.

سرچينې ويلي، چې ایران به په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو او ټولو سیاسي ډلو په ګډون د یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړي.

 د راروانې چارشنبې په ورځ به مسکو د طالبانو، متحدوایالاتو، پاکستان او چین د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه وي.

ايران په داسې مهال د افغانستان په اړه د دې غونډې د جوړولو اعلان وکړ، چې پرون یې ولسمشر محمد ابراهيم رئيسي د افغانستان لپاره خپل نوی استازی اعلان او په مناسبت یې جوړه شوې غونډه کې امريکا په افغانستان کې د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ.

د افغانستان په اړه له دې سیمه ییزو غونډو او د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ له دوه مياشتني کيدو سره، د‌ دې ډلې حکومت تر اوسه هیڅ هېواد، حتا تر ټولو نيږدې ملاتړي یې پاکستان په رسميت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب