سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان زرګونو افغان محصلانو ته د تورخم لار پرانیسته

پاکستان زرګونو افغان محصلانو ته د تورخم لار پرانیسته

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۵مه) پاکستان نن زرګونو افغان محصلانو ته اجازه ورکړه چې په تورخم ورواوړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت وویل، تر ۱۰۰۰ پورې افغان محصلان پرېښودل شول چې په تورخم تېر شي.

پاکستان په وروستیو کې هغو کسانو ته چې وېزې یې هم لرلې اجازه نه ورکوله چې په مځکنیو لارو ورشي. د ځینو افغانانو په باور پاکستان د دې لپاره خپلې لارې بندې کړي چې افغانان مجبوره شي د پاکستان د سفر لپاره د پي آی اې شرکت د الوتکو ټکټ په لوړه بیه واخلي.

مخکې تر دې چې طالبان پي آی اې او کام اییر ته د ټکټ د بیې د ټیټولو خبرداری ورکړي، دغو هوايي شرکتونو د کابل اسلام اباد ټکټ ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړ کړی و.

د لارې د بندېدو له کبله ګڼ شمېر افغان محصلان چې په رخصتیو کې خپل هیواد ته راغلي وو، له درسونو پاتې شوي وو ځکه چې بېرته پاکستان ته نه شوای تللی.

د پاکستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې افغان محصلان له هغه وخته چې طالبانو کابل نیولی دی، بند پاتې وو خو بالاخره اجازه ورکړای شوه چې پاکستان ته لاړ شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان څو ځلې د سپین بولدک او تورخم لارې بندې کړي دي.

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې له خپلو لارو پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي خو پخواني ولسمشر اشرف غني د منځنۍ اسیا د څو هیوادونو لارې د افغانستان د محصولاتو لپاره پرانیستې او د افغان سوداګرو اتکا د پاکستان پر لارو کمه شوه. وروسته چې پاکستان ولیدل چې افغان سوداګر نورو لارو ته مخه کوي، د لارو له بندولو یې لاس واختیست خو اوس چې د طالبانو حکومت ته نه د منځنۍ اسیا لارې پرانیستي او نه هوايي دهلیزونه لري، یو وار بیا د پاکستان فشارونه ډېر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب