یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ځوانان او تخلصونه / عزیز انیس

ځوانان او تخلصونه / عزیز انیس

     یو له هغو شیانو چې زموږ ځوانان ورسره سرسري چلن کوي، تخلص دی. که له ځوان څخه وپوښتې چې دا تخلص دې ولې ټاکلی؟ نو ممکن درته ووایي چې زما په نوم په راډیو کې یو خبریال ؤ، د هغه تخلص همدا شان ؤ، یا زما په نوم پلانی مشهور شخص دی، د هغه تخلص همدا شان دی. ځینو ځوانانو ته په ښوونځي کې استاد او یا په کورنۍ کې کوم شخص له نازه په یو تخلص غږ کوي، بس همدا تخلص دی په خپل نوم پسې سریخ کړي. ځینې نور ځوانان هم شته چې سولیدلي یانې ډېر کار شوي تخلصونه په ځانونو کېږدي، مثلن: ارمان، اتل، قلم یار…

     تخلص له دې سره سره چې ستاسو پر شخصیت اغېزه لري، ستاسو په شناخت کې هم مهم رول لري. زموږ په سیمه کې زما په نوم څو کسان شته، کله چې څوک زموږ د نوم په اورېدو شکي شي چې کوم عزیزالله؟ نو سمدستي ورته په ځواب کې تخلص لوستل کېږي. د دې لپاره چې له تخلص څخه مو د شناخت لپاره استفاده وشي، نو مناسبه نه ده چې د هغه شخص تخلص غلا کړئ چې ستاسو په نوم دی، ځکه چې بیا مو نومونه او تخلصونه دواړه سره ورته کېږي. که د هغه مشهور شخص تخلص دې غلا کړ چې ستا له نوم سره یې نوم یو شان دی، نو ستا شخصیت خلکو ته ټیټ معرفي کېږي. 

     داسې ځوانان هم شته چې تخلصونه ورباندې بل چا اېښودلي دي. که یو ځوان وغواړي چې د خپل تخلص د ټاکلو لپاره له پوهه اشخاصو سره مشوره وکړي، نو په دې کې کوم بدیت نشته، خو که دی یو چا په یو تخلص یاد کړ او دی هم هغه لفظ د ځان لپاره تخلص وګرځوي، نو په دې صورت کې دا ځوان بې غوره او یا هم کم فکره ښکاري، چې د خپل تخلص د ټاکلو لپاره هېڅ تصمیم نشي نیولی.

     دلته ډېری وګړي له خپلو تخلصونو څخه په تنګ دي، خو له مجبوریته بدلولی نشي، ځکه چې اوس په همدې تخلصونو مشهور شوي. د دې لپاره چې سبا له خپلو تخلصونو څخه پښېمان نشئ، نو خیر په ځنډ تخلص وټاکئ، خو ښه پر ذوق برابر تخلص انتخاب کړئ. 

     دا هم مناسبه نه ده چې تخلصونه ژر ژر بدل کړئ، دا کار ستاسو په فکري بې ثباتۍ دلالت کوي. زموږ د یو ملګري کشر ورور په کال کې درې، څلور تخلصونه بدلول، یو ورځ زموږ دې ملګري وویل: ښه ده چې دا تخلصونه په پیسو نه دي، که نه نو د ورور له لاسه به موږ هر وخت قرضداري ؤ.

د تخلص په ټاکلو کې باید کومو ټکو ته پام وکړ؟:

  1.  تخلص باید د یو شخص له شخصیت سره برابر وي، مثلن: که یو څوک« زړور» تخلص کېږدي، نو باید همدغسې زړور واوسېږي. 
  2.  ځینې ځوانان په ذهن کې یو ایډیال شخصیت لري. (ایډیال مانا هغه شخص چې ځوان ورسره مینه لري او غواړي چې په راتلونکي کې باید دغسې واوسېږي) که همدې ایډیال ته په کتو خپل تخلص وټاکي، نو بیا هم مشکل نشته. ځکه که نن دا صفتونه په دې کې نه وي، نو په راتلونکي کې به په دې کې دا صفتونه پیدا شي. مثلن: د یو کلي خیرخوا او همدردي لرونکی مشر د یو ځوان لپاره ایډیال دی، که همدې شخص ته په کتو سره خپل تخلص وټاکي، نو ممکن په راتلونکي کې دی همدغسې کس واوسېږي.
  3.  تخلص باید چې نوی او نااشنا وي. د انسان ذهن د نوي لفظ په اورېدو ژر متوجه کېږي. که څومره مو تخلص تکراري وي، هغومره به د خلکو له پاملرنې لوییدلی وي.
  4.  تخلص باید لنډ انتخاب شي. یو خو زموږ د پښتنو پر ماشوم د نوم اېښودلو فرهنګ ډېر زیات مشکلات لري. اوږده اوږده نومونه ږدي، چې ډېر کم یې په خپل حال پاتې کېږي، اکثریت نومونه نېم شوي دي. د دې یو علت دا دی چې خلک د اوږدو نومونو له لوستلو څخه تنګ شي. په دې خاطر چې ستاسو تخلص خلک په اسانه ولولي، نو لنډ یې وټاکئ. 
  5.  تخلص که د نوم همکافیه وټاکل شي، نو لوستل یې ډېر اسانه کېږي، مثلن: نعمت حسرت، عمر لمر، احسان ودان… په عموم کې تاسو نوم له تخلص سره ګډ ولولئ چې ایا روان لوستل کېږي او که نه په تلفظ کې یې سختګي شتون لري؟

۱۴۰۰/۰۷/۲۵

3 COMMENTS

  1. عزیز جانه د یو ډیر محترم شخص تخلص دی غلا کړی. ته وګوره اوس هم دانیس اخبار ته خلک دهغه محترم (محی الدین انیس) په خاطر درناوی لری. لیکنی کوه ، خو مخکی تر نشر یی یو چاته وښیه چی غلطی دی اصلاح کړی مثلاً تا لیکلی سریخ، فکر کوم ستا مطلب( سریښ) دی ، همکافیه څخه دی مقصد همقافیه دی . مطلب دا چی ډیر ولوله لږ ولیکه او ښه یی ولیکه او که د نورو پام دی یوې نیمګړتیا ته رااړاو، نو اول خپله هغه نیمګړتیا له منځّه یوسه بیا نورو ته وایه. خپه مشی خدای دی کامیاب لره

  2. سلامونه وحیدجانه!
    تخلص د یو چا شخصي ملکیت نه دی، چې ته ما ته وایي د استاد محی الدین انیس تخلص دې غلا کړی. که چېرې زما نوم هم محی الدین وای، نو بیا دې ادعا یو څه سمون لرلو.
    بل دې لیکلي چې سریښ دې سریخ او قافیه دې کافیه لیکلې، زما لپاره دا دومره مهمه نه ده، مهم راته د پیغام لېږدول دي. ته دې خپل کمنټ وګوره چې ټوله املاء یې سمه ده؟
    بیا هم ستا له نظره مننه.

  3. عزیزجانه بیا هم سلامونه
    ډیره مننه چې زما ناچیز نظر دی لوستی او آن دا چی اهمیت دی ورکړی، خو لکه چی را څخه خپه شوی یې؟
    ما خو درته په عاجزی لیکلی و چې خپه مشی. یو مسلمان ورور دبل لپاره آیینه ده کاشکی ما یو څوک ما
    تیروتنی ته متوجه کړی زه به ډیر خوښ شم هیڅوک بی اشتباه نه دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب