له کړکۍ رالویدلې رڼا ته یې سترګې وبریښیدې، اوچت پاڅید. د تخت له پښو سره لیک و. میرمنې یې ورته لیکي و چې ژوند نه شي ورسره کولی، ځي، کور پرېږدي.
لیک یې ټوټه ټوټه کړ په هوا کې یې وپاشه. تشناب ته تیر شو سړې اوبه یې مخ ته واچولې. له اوبو لمدې ګوتې یې پر زنګنې هندارې کش کړې، د زړې ایینې پر ژۍ یې ګوته وینه شوه. ګوته یې وزبیښله.
د میرمنې د پرې شوې لیک ټوټې یې د خاک جارو په کڅوړه کې واچولې. له کوره ووت.
کار یې د شپې تر یولسو بجو و. له هغې خوا چې د بس تمځي ته راته واوره پیل شوه. په تمځي کې یو بل کس تر ده مخکې و، داسې ښکاریده لکه غړۍ چې یې نه وي، خو د تمځي څراغ ته یې ورپام شو چې نجلۍ ده له یخه یې غړۍ په جمپر کې دننه نیولې ده.
ده ورته وویل:
-سخته یخني ده خو خیر اوس چې بس راشي په کور کې به تاوده شو
نجلۍ وریږدیده. ده مخ ورنژدې کړ:
-ښه یې؟
نجلۍ د سړک لور ته مخ واړاوه. ده یې پر اوږه لاس کیښود:
-ډیر یخ دې کیږي
نجلۍ روانه شوه. ده ورغږ کړ:
-یخ دی بس زاتي راځي
نجلۍ تیزه شوه. ده خپله رارسیدلې ږیره ټینګه ټینګه وموښله. د جمپر خولۍ یې پر سر ورکش کړه.
پر سړک پرته واوره د بس څراغونو ته وځلیده، بس تش و، مخ ته کښیناست. واوره د بس پر ایینو پریوته، ویلي کیده.
ده د غوږ پر سر ویښته په ګوتو مروړل:
« پخوا خو یې هم دا اخطارونه راکول خو دا وار یې خط لیکلی…تللې.. پلمې کوي…»
د بس له تیز بریک سره که یې لاس نه وای تکیه کړی، لویده. موټروان چیغه کړه، ده وکتل، همهغه نجلۍ چې پلې روانه شوې وه د لارې په منځ کې موتر ته لاس نیولی و بس پرې تیر شو.
ده شاته پسې وکتل، په تیاره کې نه ښکاریده:
« مینه خو خواخوږي ده نو…»
« لیونۍ غوندې وه..»
بس د ده کور ته نژدې له تمځي سره ودرید. د کور په لور چټک شو:
«کاشکي مې څه نه وای ورته ویلي»
« ته هغه پریږده چې دا بله به دې راغلې وي که یې هسې خط لیکلی؟!»
د کور ور یې پرانیست. کوټه یخه پخه وه. د خاک جارو له کڅوړې یې د څیري کړي لیک ټوټې وروایستې، څنګ په څنګ یې کیښودې. څو ټوټې ورکې وې میرمنې یې د تګ علت دا یاد کړی و چې ته له نورو نجونو سره ګرځې نو زه نور نه غواړم چې له تاسره ژوند وکړم. کڅوړه یې وڅنډله چې د لیک پاتې ټوټې راواخلي په هغو کې نور څه نوي نه و.
پراګ