شنبه, اپریل 27, 2024
Home+په رڼو سترګو خوب | اسدالله بلهار جلالزی

په رڼو سترګو خوب | اسدالله بلهار جلالزی

دواوړو نجونو چې عمرونه يي د پینځو او څلورو کلونو په شاوخوا کې ول. دا یې څوم وار وو، چې خپړې یې سره ولګولې دوۍ د کوټې په کنج کې د مریو په پییلو بوختي وي.
باد د کوچني دهلیزه ور په زوره پورې واهه، سړه سیلۍ او د واورې بڅرکې په د هلیزه کې خواره واره شوه. د تیرې شپې له نیمایې په پرله پسې توګه اوریا وه. لارې او کوڅې له واورو ډکې وې. سرداره ترور په کوټه کې د ناروغې میرمنې سره د مرستې په مقصد ها خوا دې خوا کیده. ناروغې کرۍ شپه په دردونو کې تیره کړې وه. رنګ يي ژیړ او شونډانو يې پتري نیولي وو. تور ویښتان یې ګډوډ په مخ را خواره شوې وو. واوره لا هم اورې او تیز باد يي یوې او بلې خواته دوړوي. د وره له غنګیدو او خلاصیدوسره سردارې ترور ور منډه کړه چې له دې سره خونې ته هم د سړې سیلۍ څپه ننوته، د دواړو نجونې وچونګیدې، یوې يي په زوره وویل: دادا جانې په یخ دي مړې کړو. دغه غږ د ناورغې میرمنې په سترګو کې د اوښکو څاڅکې وځلول او په ځیر ځیر يي خپلو لوڼو ور وکتل ، د زیږیون په بستر پرتې مور يي اوس د خواښي مرستې ته سترګې نیولې وې، سردارې وره ته اړم ور ړنګ کړ. په بیړه بیرته کوټې ته ننوته، د ناورغې خواته ورغله، په ملا يي کیښکله، ورو يي ورته وویل: لورې! زه به یو وار د خانګل کره ورسمه، که يي موټر تلای شوای نو شفاخانې او ډاکتر ته دي بوزو.
ناروغې میرمنې د سر په اشاره دا خبره ورسره ومنله. سرداره ترور په بیړه را ووته، کله چې یې په واوره سترګې ولګیدې له ځانه سره يي وویل: خدای خبر چې په دې واوره کې به موټر ترغزني پورې ولاړ شي. زړه نازړه یې د خانګل د کورلاره ونیوه. پلاستکې کلوشو ته يي واوره ور ولویده. دلته يي پښه ښویږه هالته يي پښه په بله لاړه شي خو دا يي پروا نه کوي د څو شیبو لاره يي په نیمه ګړۍ کې ووهله. ښويه يي په کلا ورننوته، چیغې يي کړې.
– وا خانګله زویه، خانګله زویه!! خو چا يي غږ وانه وریده، وړاندې ورتیره شوه. پاس ور وخته په چوتره کې څو په واورو لمدو چرګو او چرګانو یوې او بلې خواته منډې کړي. دې بیا نارې کړې، خانګله وا خانګله زویه! له هغه لوري ورته وویل شول، دادی در ووتمه څوک يي؟ خانګل پرته لدې چې د خپلې پوښتنې ځواب واورې وريي خلاص کړ.
ـ سردارې ترور ته يي خیرت دی؟
ـ هو زویه زه یمه، نګور مې په اولاد ناجوړه ده. ما ویل: موټر را چالان کړه چې غزني ته يي بوزو. له پرون راهسي په یوه چیغه ده.
– سمه ده ته دلته یوه پیاله چای وڅیښه زه به کورولا را چالانه کړم. خدای دي وکړې چې واوره ډیره نه وي.
– در جار مې کړې، چای مې دې زهر سي، چای نه خورمه! مه وارخطا کیږه، کرایه دې درکوم، څو ورځي پخوا کریمداد له کراچۍ یو څو روپه ګۍ رالیږلې وي. راسره دي.
– سردارې ترور، دا خبرې مه کوه، چې زه دی هم بل زوی یم. کریمداد زما ورور ده، د روپو خبرې مه کوه
– ښا در جار مې کړې زه کورته ځمه ته پسي راځه! او د خپل کور په خوا روانه شوه. په راغلې لاره ورو، وروڅپیده، کله چې کورته ورسیده، کوچنۍ لمسۍ يي  په ژړا ژړا کې له خپلې مشرې خور څخه ورته شکایت وکړ. دی ته يي وویل: دادا! خمارې ووهلمه، ما خمارې ته وویل: ته ودریږه چې زه یو وارې ادې درته راولم خوادې غږ نه کاوه په رڼوسترګو خوب وړي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب