جمعه, مې 10, 2024
Home+انلاین کره کتنه او سادیست | فهیم بهیر

انلاین کره کتنه او سادیست | فهیم بهیر

سادیزم (Sadism) یو ډول رواني ناروغۍ ده، چې اخته کس د نورو له ځورولو او کړاو څخه خوند اخلي. سادیزم بېلابېلې بڼې لري. سادیست کره کتونکی هم ناروغ دی او د انلاین شبکو څخه د خپلې درملنې یا تسکین له پاره ګټه پورته کوي. د سادیزم کلمې لغوي معنا د نورو له ځورولو څخه خوند اخېستل دي. یو فرد د جنیټک یا چاپیریال له اړخه په دې ناروغۍ اخته کېږي. که چېرې یوه صحنه وې یا پېښه چې یو څوک په کې کړېږي له دې صحنې او پېښې څخه هم سادیست لذت اخلي.

شکر موږ مسلمانان یاستو. باید مهربانه واوسو. پر نورو رحم وکړو؛ ځکه رب پر موږ رحم کوي. په دې اساس موږ نه باید د نورو له ازار څخه خوښ او خوشحاله شو* بلکې هره دردونکي پېښه د سالم انسان عاطفه ټپی کوي او په هغه درد کې ځان شریک ګڼي. اوسمهال چې نړۍ د ټکنالوژي د پرمختګ شاهده ده. ورځ تر بلې انسانان مصروف دي او ګڼې روحي ستونزې هم پیدا شوې دي. د دې ناروغیو  نه یوازې زموږ پرجسمي او ذهني برخو اغېز کړی دی؛ بلکې زموږ ټول ټولنیز فعالیتونه یې هم متاثره کړي دي، حتی د پښتو ادب یو شمېر متنونو  ته دې ناروغۍ هم لاره پیدا کړې ده.

سادیست کره کتونکی هم بخیل وي. د نورو پرمختګ نه شي لیدلای. د نورو ښې هنري پنځونې د خپل پرمختګ او راتلونکي پر وړاندې تورې کرښې بولي. د نورو لیکوالو د پرمختګ مخه ډب کوي. د یو لیکوال او یو شاعر له خوا د یوې ښې پنځونې پر وړاندې د حسد په لمبو کې سوزي. زما په اند دا ناروغۍ د ځوانو لیکوالو په پرتله  په یو شمېر تجربه لرونکو لیکوالو کې زیاته لېدل کېږي.  دوی یو نه یو ډول  د ځوانو لیکوالو او اثارو پر وړاندې یو غبرګون ښکاره کوي. د دوی  دې  چلند د  ګڼ شمېر لیکوالو او شاعرانو ذوقونه مړاوي کړې دي اود لیکوالي سره یې مخه ښه کړې ده.

یو مهال په ننګرهار کې ځینې فرهنګي ملګري راټول وو. زه د ژبو او ادبیاتو  پوهنځي د څلورم ټولګي محصل وم. یو نومیالی لیکوال چې موږ د ده له لیکنو څخه اغېزمن وو. په مجلس کې وویل:((یو شمېر لیکنې مې په ورځپانو او رسنیو کې خپرېدې، د ولایت په کچه مې لیکوالي کې  شهرت تر لاسه کړی و او خلکو مې لیکنې هم خوښولې؛ خو یوه ورځ په ننګرهار کې لویه فرهنګی غونډه وه. د هېواد په کچه تکړه لیکوال راغلي وو. ما خپله یوه لیکنه یو نومیالي لیکوال ته ورکړه. هغه لیکنه ولوسته په مړاوی انداز یې وویل بده نه ده؛ خو هنریت په کې ډېر کم دي. لیکنه مې را واخیسته او ډېر مایوسه شوم)). 

اوسمهال همغه لیکوال چې خپله لیکنه یې نورو ته د نظر په هدف وړاندې کوله د پښتو ژبې په اوسني ادب تاریخ (د معاصر ادب څلورم پړاو) کې لوستل کېږي.

یو مهال په کابل کې فرهنګي غونډې وې او د لیکوالۍ په اړه لکچرونه ورکول کېدل. زموږ یو همکار هم د دې پروګرام یو غړی و. یوه ورځ یې لنډه کیسه ولیکله او سبا یې په همدې فرهنګي غونډه کې ولوستله. د یو استاد د نقد په اساس دومره ژوبل شوی و، چې کله راغی، ما ترې پوښتنه وکړه. شونډې یې مرۍ مرۍ او له سترګو یې اوښکې روانې شوې. وايي د ټولو ګډونوالو په مخ کې دومره سپک شوم، چې اوس مې له قلم څخه کرکه کېږي. د پنځګر سره د نقاد داسې چلند د غونډې او انټرنټي پاڼو پر مخ د سادیزم ښکارندویی کوي.

د سادیزم ناروغۍ فرد ته د وراثت یا د ټولنېزو شرایطو له خوا  انتقال شوې ده. فرد بېرته د نورو افرادو په کړاو کې خپل سکون احساسوي. په اوسنیو انټرنټي پاڼو کې یو شمېر لیکوالان شته دي، چې انلاین شبکې د یوې وسیلې په توګه کاروي او له نورو غچ اخلي. څو ورځې وړاندې مې په انټرنټي شبکو کې یوه لیکنه ولوستله. د هېواد د یو نومیالي او مشر استاد د کتاب په اړه نقد شوی و. نقد تر سیوري لاندې فقط عقده او تمسخر نغښتی و. د کره کتنې اخلاقي کوډونه یې هم تر پښو لاندې کړې و؛ خکه مو مخکې وویل سادیست کره کتونکی د نورو له تمسخر او سپکاوي څخه لذت اخلي. دوی کوم قانون او اصول نه پېژني. زما په اند دوی څو ځایه خپل ځان را څرګندوي:

نومیالي لیکوال: هره ژبه او ادب خپل نومیالي لیکوال لري. نومیالي لیکوال طبعاً په خپله فرهنګي حوزه کې ځانګړی نوم لري. په ادب کې د پرمختګ اتلان بلل کېږي؛ مګر  سادیست کره کتونکي د دوی نوم او پرمختګ نه شي زغملای. د دوی پر وړاندې حسود وي. د حسد لمبې یې وجود سوزوي. په دې اساس هڅه کوي، چې همدا ډول کسان هم کم راولي. تر تمسخر لاندې یې ونیسي. د هغو فعالیتونود نوروپر وړاندې کمرنګه او ضعیفه ښکار کړي* نو ځکه انلاین شبکې د دوی د سکون او ارامي له پاره بهترینه وسیله ده او هر مهال یې کاروي. داسې نه ده چې لوی لیکوال پوره دی. د هغوی لیکنې هم نیمګړتیاوې لري، باید نقد ورباندې وشي. نقد یو بحث دی او د سادیست کره کتونکي فعالیت بل څه.  سادیست کره کتونکی ډیر مهال اصولو ته ژمن نه وي، حتی له متن څخه د لیکوال پر شخصیت هم ګزار کوي.

مهم ادبي اثار: هر ادبي اثار خپلې ځانګړنې اوخپل ارزښتونه لري. کله چې ځنې ادبي اثار چاپ شي. ښه نوم ولري او مینه وال پیداکړي؛ نو د  سادیست کره کتونکو ناروغۍ تازه شي. د دې اثارو منځپانګې پسې زره بین په لاس ګرځې. وړې وړې خبرې راټولوي او داسې تعبیروي چې د لوستونکو پر وړاندې دا اثر کم راولي ارزښت یې کم وښيي.  هیڅ ادبي اثر له کره کتنې څخه خلاص نه دی؛مګر د سادیست کره کتونکي لاره توپیر لري. دلته بیا هم اصول تر پښو لاندې کوي او د اثر متبارزو او ښو اړخونو ته اشاره نکوي. یوازې کمزورې برخې لټوي هغه هم د تمسخر په لهجه وړاندې کوي. ځنې اثار چاپ شوي دي. ځینو کسانو پرې داسې لیکنې کړې دي، چې په متن کې یې د سادیست کره کتونکي انځور له ورایه ښکارېږي.

د ځوانو لیکوالو او شاعرانو ادبي فعالیتونه: ورخ تر بلې پرمختګ روان دی. پوهه متحرکه ده. کنه هر څه به همداسې منجمد ولاړ و. زموږ په فرهنګي حوزه کې ورځ تر بلې نوې لیکوال او شاعران رامنځته کېږي. د وی نه یوازې شاعران او لیکوال دي؛ بلکې نور هنرونه او د ټکنالوژۍ د  کارونو وړتیاوې هم لري.  کله چې دوی یو شعر یا یو نثر لیکې او دا حتمي بولي مخکې تر دې چې نشر شی باید یو لیکوال او شاعر یې ولولي، د هغه له نظره تېر شي. سره له دې چې اوسمهال په ټولنیزوشبکو کې دا دود کم شوی دی، ځینې یې فوراً نشروي.  کله چې د نوي شاعر او لیکوال لیکنه ولولي؛ سادیست کره کتونکي او پلاوي بیا اخوا دیخوا داسې ستونزو ته اشاره کوي، چې هغه به جدي نه وي او د هنر یا ادب ستر عیب به هم نه ګڼل کېږي.

د دوی دا چلند کولای شي چې د ځوانو لیکوالو او شاعرانو د ادبي ذوق رېښې پرې کړې او تر اخره بیا وده ونشي کړای.

اوسمهال یو شمېر ځوان لیکوال هم په دې ناروغۍ اخته دي. کله کله دوی د ځان د شهرت له پاره له دې طرز څخه استفاده کوي. د کره کتنې د اصولو سر بېره موږ ته د اسلام مبارک دین هم په نیکۍ امر کړی دی. باید  پر کشرانو شفقت او د مشرانو احترام وکړو. زموږ اخلاق هم اجازه نه ورکوي، چې سپیڅلی  قلم د نورو د ځورونې او تحقیر په موخه وکارول شي.  په دې اړه د نټ په پاڼو کې ګڼې بېلګې شته دي، دلته یې د بېلګو له راوړلو څخه ډډه کوو. 

انلاین کره کتنه او د پنځګر وېره |فهیم بهیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب